ډزې غلې شوې. رڼا ته په تمه و چې ځان وباسي. د ونې په بیخ کې یې لاسونه سره راغونډ کړل، یوه پښه یې نه راټولیده.

باد په نرۍ دره کې د اسرافیل د شپیلۍ په څیر تاویده. فکر یې کاوه چې  جامې یې له شمال سره له تنه وځي. ونې ته ورنژدې شو. د ونې دواړو خواوو ته پاڼې، خځلې… شمال په مخه کړې وې، وړاندې ځای نه ښکاریده خو ده ګومان کاوه چې هلته ګړنګ دی.

د ونې له ډډه  له خټو سره لږ وښویده، پښه یې کلکله کړه، خو زور یې نه اخیست، شاته یې لاس وغځاوه چې ونه ونیسي. د ونې پوست واوښت، لږ پورته وڅکیده، پر ونه یې غیږ وګرځوله، د ونې ډډ لوی و، لاسونه یې ترې نه ګرځیدل.

سترګې یې کلکې پټې ونیولې، تپه تیاره رڼه غوندې ښکاره شوه خو داسې احساس یې وکړ لکه ازغي چې یې په سترګو کې لک شوې وي، هڅه یې وکړه چې سترګې وغړوي، سترګې یې نه خلاصیدې.

 مځکه وخوځیده، وریږیده، سترګې یې پرانیستې. تیاره نه وه رڼه شوې، شمال نه و غلی شوی، ډزې بیا تیزې شوې وې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *