د جنت له کلمې سره جوخت د مرحوم استاد اولمیر دا سندره را په یاد شی چې وایی (وطن جنت نشان دی، ګلان پکې کرم) ریښتیا هم هر چاته خپل وطن کشمیر دی اوهر وطنپال ته خپل وطن جنت نشان.

موږ افغانان هیڅکله نه غواړو چې د چاجنت وسوزي، اونه هم چا ته دا اجازه ورکووچې زموږ جنت نشان وطن راوسیزی، خوله بده مرغه یونیم کال وړاندې د دې جنت نشان هیواد په یوه ښکلی دره کې د بمونو مور لکه آسمانی ټکه راولویده، او شنې ونې، ګلان او نور ژوي یې لولپه کړل، خو هغه د وزخیان چې پخوا د دې درې په سمڅو کې اوسیدل لا له پخوا یې پښې سپکې کړې وې.

د خدای (ج) کړه دی د سرکښو بندګانو د عبرت لپاره دا درې هفتې کیږی چې د امریکا د کلیفورنیا ایالت جنت Paradise ښارګوټی سوځی لا تراوسه ۷۱ د انسانانو سوځیدلی جسدونه پیدا، له زرو ډیر کسان لادرکه دی، هغوی وایی چې (هیچا فکرنه کاوه چې داسې پیښه رامنځ ته شی ) خوپه دري ژبه کې یو متل دی چې وایی (چوب خدا صداندارد) په دې اور کې شاوخوا اته زره ودانۍ او کورونه لولپه شو ، اورلګیدنه اوس هم دوام لری.

اور پیژندونکی وایی چې سږکال به دا اورنی موسم لاهم دوام ولري، سره له ډیر پرمختللی تخنیک او د هوا له لارې د چورلکو په واسطه د (فوم*) شیندل هیڅ ګټه نه لری او موسمی بادونه لا هم اور ته پکی وهی، په هر صورت دا لیکنه به په دې را غوټه کړو، چې زموږ جنت ته دې هیڅڅوک په استعماري سترګه را ونه ګوری، زموږ د خلکو تدریجی سوزونې ته دې په بشری زړه سوی د پای ټکی کیښودل شی – د سرکښو بندګانو لپاره به دا ناورین عبرت وګرځ ، ترڅو د خدای په لوی عظمت او عدالت باوري شيی .

*فوم (د اور ضد پوډری مواد)

6 thoughts on “جنت وسوزید | عبدالرووف لیوال”
  1. د ځنګلونو له نظره کلیفورنیا په امریکا کې ۳۵ ایالت دی. د دې ایالت، چې مساحت یې (423,970) ;کیلو متر مربع دی؛ یعني تر افغانستان (یو څه کوچنی، په سلو کې نژدې ۱۸ خاوره یې ځنګلونو پوښلې ده.
    د دې اور معنا دا ده لکه څوک چې د هلمند له سینده یوه واړه پټي ته د یوې ورځې لپاره یوه اندازه اوبه رابېلې کړي.
    امریکا به بې له شکه د هر بل زورور په شان ظالمه وي لیکن که دا زور زما او ستا یا کوم بل اسلامي هیواد وای په جار او افتخار به مو فتوحات کول، د خلکو ښځې به مو کنیزې کولې او نارینه به مو یا غلامان کول یا وژل.

  2. ندیم صاحب سلامونه
    ستاسی د تبصرې د وروستی پراګراف په هکله احترامانه وویل شی چي
    که یو څوک په کومه کوڅه کی د کوم چا څخه ورکه شوې د طلا او امانیو څخه ډکه ګونۍ ومومی او کور ته ئې یوسی او ددې ګونۍ څښتن بېچاره دې خوا ها خوا منډی او هڅی وکی څو خپله ګونۍ ومومی
    د ګونۍ پیدا کوونکی پسله څو ورځو د امنیتی قواوو لخوا وپېژندل شی او د غیر مستقیمی غلا په جرم محکمې ته حاضر او د قاضی په وړاندی د پوښتنو په ځوابونو پیل وکی
    نو
    باید ستاسی د عقیدې په اساس قاضی ته داسی ووائي
    قاضی صاحب
    رشتیا راته ووایه که زما پر ځای ته وای آیا تر دې ګرانی ګونۍ همداسی بې پروا تېرېدې او نه دی په شا کول

    آیا د مجرم دا استدلال به د هغه د برائت سبب شی
    نه هیڅ کله

  3. salamoalikum/which justice is in united states.this will not be in the any islamic&non islamic country.
    exactly freedom/equall aportunity and equall right for any one.
    corruption is zero.all immigrant from around the world come in and here stay save.
    NUMBER ONE SOCIALISM IS HERE.
    justice for all.
    HIGH LEVEL EDUCATION/DEMOCRACY &FREEDOM. FOR EVERY ONE.
    THANK YOU
    PROUD TO BE AN AMERICAN

  4. امریکا د بمونو مور(غټ بم) استعمال کړه نو جنت یي وسوزیده خو پاکستان چې هره ورځ په لسګونو او سلګونو بیګناه افغانان د بمونو په بچیانو(انتحاریان) وژني هغوی ته هیڅ ضرر نه رسیږي د لیکوال له لیکنې داسې معلومیږي لکه طالب او پاکستانی چې د افغانانو په وژلو کې حق په جانب دی ځکه نو د خدای له عذابه هم په امان دي ! څه عجیبه اعتقاد او طرز تفکر !!!

  5. I am sure that the author himself is satisfied what he is written, strongly connecting the mother of bombing in Afghanistan to wild-fire burning in California.

    One wonder that since when, the otherwise good writer ceased to think analytically?

  6. احمد توانا وروره سلام
    لکه چه سوء تفاهم رامنځته شویدی
    اولاً پاکستان کوم څه نلری چه له لاسه ئې ورکړی یعنی نه جنت نه دوږخ بلکه دا هر څه چه کوی د خپل بادار په امر ئې کوی طوعاً یا کرهاً
    دووماً هغه څوک چه ځان جنټلمین او مؤقر او مهربان او ځوان مرد او خان او ارباب ګڼی نو باید کړنی ئې هم د ادعا مطابق وی حال داچه داسی نده
    داچه د رازمحمد خان خبره ځانته ئې پخپل هیواد کی جنت جوړ کړیدی دا به ددې مانا ونلری چه نورو خصوصاً موږ ته هم د جنت غوښتونکی دی که وای نو موږ به نن ددې بدی او توری ورځی سره نه وای مخامخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *