سړي غځېدلې پښه ورټوله کړه، پر تندي یې ګونځې پیدا شوې، ټیلېفون یې پر غوږ تخته کړ، له هرې خبرې سره یې لاړې بادېدې، وړاندې یې وکتل، د چایجوش له سرپوښ یې ګوتې تاو کړې، د کړکۍ ترڅنګ ناست ماشوم یې پر سر وویشت، غوسه یې زیاته شوه. له سپینې چایجوشې کړۍ- کړۍ تاو پورته کېده…
ښځې د بوډۍ وروستۍ کمڅۍ بشپړه کړه، لاس یې څنګ ته کړ، تور کتاني ټکری یې د بوډۍ پر اوږو ورواچاوه، په نرمه یې وویل:
ـــــ مورې خلاص شو، ځه کوټې ته چې یخ دی، اوس به تَبۍ ګرمه وي.
بوډۍ د ښځې په لاس کې له سپینو وېښتو ډکې ږمنځې ته وکتل، شونډې یې بوڅې کړې، په مغرورانه انداز یې ورغبرګه کړه:
ـــــ نجلۍ، دا وېښته سم پاک کړه، چې په مړۍ کې مو تېر نهشي، بسم الله…
ور خلاص شو، ماشوم ژړغونی له کوټې راووت، بوډۍ د ماشوم په لیدو بېرته راوګرځېده، په نیولې سا یې وویل:
ـــــ والکه څه چل دی، چې بغارې دې شروع کړې!…
ماشوم انا ته د ځواب پر ځای د مور تر غاړې لاسونه تاو کړل. ښځې د ماشوم په لامده غومبوري شونډې کېښودې، خوله یې غوږ ته ورنږدې کړه:
ـــــ زویه، ولې ژاړې؟
ماشوم د سر پر زخمي برخه لاس کېښود، خو څو چې یې څه ویل، د کوټې په وره کې یې د پلار پر ګونځې مخ سترګې خښې شوې.
ښځې هلک له غېږې ښکته کړ، پاڅېده د سړي راوتلو سترګو ته ځیر شوه، په ورخطایۍ یې ترې وپوښتل:
ـــــ سړیه بیا څه شوي، چې د هلک سر دې ور مات کړ!؟
ـــــ غږېږه مه د نه سړي لورې، ستا د بدماش ورور له لاسه زما نازولې خور هره ورځ په سره اور کې ولاړه وي، خوله دې در پټه کړه، ګېني مرداروم دې!!!
بوډۍ د دې خبرې په اورېدو پورته وکتل، د نوي کتان ټکري پلو یې ونیو، په مکرجنو الفاظو یې خوله پرانیسته:
ـــــ خدایه بخت مې سپېره دی، چې نازکه بچۍ مې د لېوانو کور ته ولېږله. اخ زما ښارو لورکۍ خدای دې، د دې شغالانو له چغو وساته!.