استاد شهسوار سنګروال
کله کله ځنې خبرې د يوچا د خولې په اندازه نه وي،خوکله ځنې حقيقتونه بيا دېته نه ګوري، چې يوتريخ حقيقت د چا له خولې، د کومې چارواکي، هغه په کوم دريځ کې دی ،هغه د کوم واک او ځواک څښتن دی ؟ او دا ډول نورې څرګندونې…هرومرو، د يو چا له خولې، د يوه تحليل پربنسټ راغبرګېږي……
ما څواونۍ دمخه يانې هغه مهال، چې خليلزاد، د افغانستان د سولې په تړاو سيمې ته راغی ومې وېل، که چېرې د سولې خبرې بري ته نږدې کېږي، نو يو څوک به هرومرو د سياسي پېښو قرباني کېږي !؟
ما، ايا دا شونې ده، چې خليلزاد د مواقتي ادارې مشر وټاکل شي؟ ترسرليک لاندې يوه ليکنه د ډليزو رسنيوله لارې خپره کړه…ځینو ووېل،هو دا شونې ده او ځینو وویل دا هېڅ امکان نه لري… …
دادی اوس خويوحقيقت څرګند شو،چې دموقتي حکومت ناندرې روانې دی،داچې خليلزاد،يوافغاني اصله امريکا يي ددې ادارې دواک چارې اخلي اويا کوم بل امريکايي پلوه افغان…،خودايوتريخ واقيعت دی،چې که سوله راځي نويوڅوک به له واکه لرې کېږي اوڅوک به نوی واک ته رسيږي . . . .
که چېرې دامريکا پريکړه همداوي اوطالبان هم داومني،چې مواقتي حکومت رامينځته شي،هغه نربه څوک وي،چې بيايې مخالفت وکړي ؟ايا دبن پرېکړه دافغانستان دخلکوپه خوښه وه ؟ هيڅکله نه … !
هغه مهال،چې دژنېوخبرې پيل شوې،چې شوروي اتحاد خپل ځواکونه باسي اوله دې دمخه شوروي ولسمشر ګورباچف،کارمل ته ووېل،موږخپل اولادونه ستا دواک اوځواک لپاره نشووژلی،هغه وو،چې دژېنوموافقه لاسليک شوه.
اوس هم ښايي،چې داوسني حکومت چارواکي له موقتي حکومت سره مخالفت وښېي اوداساسي قانون خبره به هم راپورته کړي،ولې ولس به ورته داخبره ونکړي،چې موږخپل اولادونه ستاسودواک لپاره نور نشوقربا ني کولی…؟ايا اوس دستي اساسي قانون حکومت تطبيق کړی دی ؟ايا حکومت دفساد اواختلاس مخه ډب کړې؟ايادځمکې دغضب مخنوی شوی،چې په ميلونوجريبه ځمکه زورواکولاندې کړې ده؟
دوال سټريټ ژورنال ورځپاڼې دراپورله مخې دامريکا حکومت هڅه کوي،چې دافغانستان دولسمشرئ ټا کنې وځنډول شي…ددې خبرې مانا څشی دی؟ هغه مهال لا دا خبره نه وه پورته شوې،خواوازې داسې وې،چې دولسمشراشرف غني اوزلمي خليلزادترمينځ تاوتريخوالی رامينځته شوی دی…نوځکه دې خبرې دپخوا په پرتله زورواخست،چې دسولې خبرې به دافغانانوترمالکيت لاندې کېږي .اوس لادا خبره هم ورسره غوټه شوه ،چې دحکومت مخالفين په زورسره حکومت نشي چپه کولی…خوداچې هره ورځ افغانان مري ددې مسوليت به دچا په غاړه وي؟
داسې انګېرنې هم شتون لري،چې خليلزاد،ولسمشراشرف غني ته وړانديزکړی دی،چې ولسمشريزې ټا کنې وځنډوي ،خوولسمشراوپه ټوله کې دافغانستان حکومت له دې سره مخالفت ښودلی دی!؟
دولسمشرغني وياند هارون چخانسوري،دولسمشرپه سپا رښتنه له وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې څرګنده کړې؛ددموکراتيک بهيردوام اړين دی اودافغانانودغوښتنې پروړاندې هروړانديز،چې په اساسي قانون کې ورته ځاې نه وي افغان ولس ته دمنلووړنه دی.؛
يوه لويديځوال دېپلومات هم له يوې خبرې پلوپورته کړی،چې ګنې اوسنی حکومت دې،ترهغوديوه انتقالي حکومت په توګه خپلوچاروته دوام ورکړي،چې دطالبانوپه ګډون يوايتلافي حکومت جوړېږي …
داسې هم ويل کېږي،داچې خليلزادله دوستم،عطامحمدنور،اسمعيلخان،يونس قانوني ،له حامد کرزي اويوشمېر نوروسياسي شخصيتونوسره ليدنې اوکتنې کړې دي،ښايي دډېرولاملونوپه ترڅ کې يولامل دا وي،چې دخوشا لولوپه موخه ددوئ له خوادی دمواقتي حکومت مشروټاکل شي…امريکااوناټوغړي هېوادونه هم داغواړي،ولې چين،روسيه اوپه سرکې ايران اوپاکستان،ښايي سخت غبرګون وښېي،خوطا لبان دغه کاردځان لپاره يوستربری ګڼي،چې کنې قربانيواوجهاديې رنګ راووړ،چې هغه دی امريکاغواړي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي …
له دې سربېره دوال سټريټ ژورنال دراپورپربنسټ دلوې جرګې جوړيدل،يوه بله هڅه ده،چې ښايي دحامدکرزي غوښتنې ته هم غوږکېښودل شي …
داسې انګېرنې هم ترغوږوکېږي،چې ښا يي داد طالبانووړانديزوي،چې ټاکنې وځنډول شي اوبيا دسولې خبروته غاړه کېږدي…!؟
دافغانستان حکومت،خوهسې هم کورني اوبهرني دښمنان لري اوپه ځانګړي ډول دسيمې هېوادونه …ښايي يو شمېرخواوې دامريکا له پرېکړوسره د مخالفت جوګه نه وي اوغوښتنې به يي هم ډېرې غوښنې اودپا م وړونه ګرځي….
ما په خپلې تېرې ليکنې کې وړاند وينه کړې وه،چې دسيمې دهېوادونوغبرګونونوته په کتنې اودافغانستان په جګړه کې دامريکا ماتې ښايي يوه لنډمهاله حکومت ته لاره اواره شي،په لنډمهال حکومت مې ټينګارکړی وواودامې هم غبرګه کړې وه،چې ايا داشونې ده،چې خليلزاد،دلنډمهالې ادارې مشرشي؟
خبره دانه ده،چې دمواقتي حکومت وړاندوينه به عملي شي اوکه نه شي،خوهغه څه ډېرموهم دي،چې سوله به بيا هم ټينګه شي اوکنه اوکه ټينګه شي په کومه بيه؟
موږدافغانستان په معاصرتاريخ کې درې لسېزې ډېرې ګټورې ګڼو،لومړی دباچا اما ن اله دواک لسيزه،چې له بده مرغه دسقاوزوې په اړودوړپايته ورسېده،دويمه دشا محمودخان دصدارت دوره وه،چې يوشمېرډلييزې رسانۍ مينځته راغلې ،سياسي اودموکراتيکې هڅې هم چټکې شوې ،خوچې په ايران کې ډاکترمصدق واک ته ورسېد،دافغانستان باچا يې ووېروه اوشامحمودخان يې له صدارته ګوښه کړ…درېيم ددموکراسئ اويا داساسي قانون لسيزه وه،چې دسردارمحمدداودخان په کودتا پايته ورسېده….
اوس هم چې په افغانستان کې ديوې نيمې لسيزې په شاوخواکې سياسي ګوندونه رامينځه شوي دي ،تريوه بريده ډلييزورسانېيوپراختيااوپرمختيا موندلې ده ، ددموکراسۍ وده اوپرمختګ اوپه ټوله کې،چې کوم سياسي،کلتوري،اقتصادي اوټولنيزپرمختګونه رامينځته شويدي …اياداډول هڅې به د طا لبانوپه شتون کې نورې هم غوړيږي اوکه خپل ارزښت اونوښت به له لاسه ورکړي؟
که چېرې موږپه واروارتېرکړه وړه بيا راغبرګ کړو اوتېروغميزواوتجربونه ګټه نه اخلو . . .اويا که دطالبانوسره روغه کوو،نونورې جنګي اوترهګرې ډلې به څنګه کابوکوو؟که چېرې په راتلونکي کې پاکستان داعش اويا دطا لبانوبله ډله وسله واله کړي،بيابه زموږداټولې هڅې په اوبولاهونشي…؟
دا به له ټولوډېره موهمه وي،چې دافغانستان سوله دنړيوالې ادارې له خوا تضمين شي،چې پاکستان،ايران اودسيمې يوشمېرنورهېوادونه دافغانستان په چاروکې لاسوهنه ونکړي…
په پاې کې زه په دې ټينګارکوم ترهغې،چې پاکستان کمزوری نشي دافغانستان دښمنان نه کمزوري کېږي.
سلام استاد
ستا دلیکنی د لمری برخی پہ ھکلہ رشتیا ھم زموز تولنہ کی د خولی خبری نہ یو تیوب جور شوی کچہ نہ دہ معلومہ بس ھر خوک گرم تنور تہ زغالی ور ولی طرف او نا طرف خو د کرکیچ بل ارخ دی
سولہ او امن لہ تاکنو زیات اھمیت لری خکہ لومری باید ولس د افغانستان ملی زعامت لپارہ ،تولی خودخواھی ، فردگرایی شخصی گتی او ساز شونہ پریزدی او متحد شی د حکومت یو داسی مودل را منخ تہ کری چی تول پہ کی خای ولری
کہ زموز کورنی کرکیچ د سیاست سمہ لارہ پیدا کرہ پاکستان کمزوری کیزی غیر لہ ھغہ پاکستان بر لاسی دی پہ پتکو او ھیاھو باندی نہ کیزی شاتہ پرونی بیگانہ او نن سکنی ھندو ان ھم یو جنجال دی
پاکستان د جھاد پہ وخت کی دیر کار کری او د ھر افغان کوربہ دی دا وخت او پوھہ غواری چی لہ مخی لری شی
سولہ را منخ تہ کیداشی خو ساتل ، پیڑندل، ترکیب او مکانیزم غواری او لہ تولو مھمہ پہ اسلامی لحاظ باید پہ تولنہ کی د یوی خانگری جھان بینی پہ مانا او مفھوم وپیڑندل شی
سلام استاد
ما له مبایله خپله تبصره بیل کړه چې پښتو تورې نه لری خو لا تر اوسه نه ده اف لود شوې . تا سې دیر ښه تحلیل کړی که ستاسی خو ښه وی نو دادی زه به هم تاسې سره یو څه معلو مات شریک کړم د سولې د هیاهو په دوړو او ګردو نو کې
افغا نان د سیاست، تنظیم جوړولو، قدرت ، اوشهرت سخت شوقی دی پوهه و اهلیت،او اخلاق لرل یی هېڅ مطرح نه دی . اوس ارثی برخلیک هم په کې را پیداشو . بله مهمه خبره داده چې موږ سیاست ته په دیرو برخو کې شخصی ګڼو او له ولس او هېوادنه اولویت ورکوو
دموقتی حکومت ناندرۍ خو لا پرځای پرېږده چې داځل د بن منحوسه معاهده ر ابرسېره نشی ځکه چې د خلیل زاد دپلو ماسی د سولې په هکله رو ښانه دریځ نه لری او شپږ میاشتینئ پروژه کړې ډنډه ور سپارل شوې ده
دبن له معاهدې تر اوسه پورې یو شمیر کارونو، کدرونو، بهرنیو او کورنیو تګلارو او پالیسیو کې باید
بدلون راغلئ وا ی هر دلیل چې وه دغه بدلون فساد، ببکفا یته پرسونل او دزور وا کانو مداخلو شاته پرېښود
په کړکیچو نو اوپیچو مو کی اخته هېواد دبل چا په پیسو ټاکنې څه کولی؟ اوس هم سر وخت دی له خلیل زاد سره باید د پوهې پربنسټ ګا م واخیستل شی او د سولې تضمین باید نړیووال شی چې عا قبت د پښېمانۍ سبب نشی