عبدالستار سیرت

تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي چې د ستار سیرت په مشرۍ دې موقت حکومت جوړ شي.

طالبانو، چې تر څه مودې پخوا پورې یوازې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه لرله، اوس ګڼې نورې غوښتنې مطرح کوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، دوو سرچینو، چې په دوحه کې یې د طالبانو له استازو سره د زلمي خلیلزاد د خبرواترو په اړه معلومات لرل، ورته ویلي چې طالبانو د اوربند لپاره د زلمي خلیلزاد وړاندیز رد کړ او د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ مه نېټه یې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم مخالفت وکړ.

د سرچینو په وینا طالبانو د انتخاباتو پر ځای د ۸۱ کلن ستار سیرت په مشرۍ د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

سیرت، چې د یونس قانوني باجه دی، په ۲۰۰۱ م کال د موقت حکومت د مشرۍ لپاره د شمال ټلوالې کاندید و خو د دې ټلوالې په وینا هماغه مهال امریکایانو اصرار درلود چې باید د موقتې ادارې مشر یو پښتون وي.

طالبانو په داسې حال کې سیرت د موقتې ادارې د مشر په توګه وړاندیز کړی چې خپل مشر هیبة الله ته امیرالمومنین وايي.

په همدې حال کې طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امریکايي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په اړه خبرې کړي دي.

د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي لوري سره د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو خبرو ته په اشارې ویلي چې په دې خبرو کې طالبانو په افغانستان کې د اسلامي حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ خو په نهایت کې له امریکايي پلاوي سره پر هیڅ موضوع موافقې ته نه دي رسېدلي.

4 thoughts on “طالبان وايي د ستار سیرت په مشرۍ دې موقت حکومت جوړ شي”
  1. salamoalikum;i have respect to sirat sahib;but now is sirat sahib getting too
    old and he not able to take leadership in this time,
    second he is mulah he can do only justice.
    AFGHANISTAN NEED TO ONE POLITICIAN WHO KEEPS BALANCE OF
    DIFFERENT POWERS/
    THANK YOU

  2. عبدالستار سیرت
    پدې ورځو کې د ښاغلي عبدالستار سیرت نوم یوځل بیا په خواله رسنیو کې ډېر یادیږي. غواړم د دغه مشهور شخصیت په باب لنډ مالومات له تاسو سره شریک کړم.
    ښاغلي عبدالستار سیرت د 1937 کال د اکتوبر په 15 چې د 1316 لمریز لېږدیز سره برابر دی ، د افغانستان په سمنګان ولایت کې زېږېدلی دی. مورنۍ ژبه یې ازبکي ده په دري ، انګلیسي او عربي ژبو هم تسلط لري.
    ښاغلی سیرت سیاستمدار او حقوق پوه دی چې د مرحوم محمد ظاهر شاه د سلطنت په وخت کې له 1969 تر 1973 پورې د افغانستان د عدلې وزیر وو.
    ښاغلي سیرت د روم له استازو نه وو چې د محمد ظاهرشاه په پلوي یې په
    2001 کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط نه وروسته د افغانستان د قدرت د وېش لپاره د بن په کنفرانس کې برخه واخیسته . ښاغلي سیرت د انتقالي دولت د ریاست لپاره 11 رایې او ښاغلي حامدکرزي 3 رایی تر لاسه کړې وې. اما ښاغلي سیرت د قومي مسایلو د حساسیت له امله د ښاغلي حامد کرزي په ګټه تېر شو.
    ښاغلي عبدالستار سیرت د امریکا د « پسیفیک وسترن کالیفرنیا » له پوهنتون نه د اسلامي مطالعاتو په رشته کې د دوکتورا تر سوېې درس ویلي دی چې له 1975 کال راپدې خوا د سعودي عربستان د مکې معظمي ښار د « ام القرا » په پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو استاد دی.
    ښاغلي سیرت دافغانستان د جمهوري ریاست لپاره په 1383 کال کې ځان کاندید کړی وو چې له افغانستان نه د اوږدې مودې د لرې والي له امله یواخې « 1 » سلنه رایی تر لاسه کړې وي.
    د ښاغلي سیرت علمي آثار :
    د قرآنکریم او مبارکو نبوي احادیثو معنی او ترجمه
    نور دولس علمي آثا په دري ، عربي ، انګلیسي او فرانسوي ژبو د اسلام او سیاسی حقوقو په برخه کې.
    اخیستنه او ژباړه له ویکیپیدیا نه

  3. “خو د دې ټلوالې په وینا هماغه مهال امریکایانو اصرار درلود چې باید د موقتې ادارې مشر یو پښتون وي”.
    I heard from a US senator, about this, saying that the former king Zahir shah suggested the head of the interim government shall be Pashtun and the US representatives accepted what Zahir Shah said. Hamid Karzai was not the US choice at the beginning.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *