څو تنه د ارګ په تمه دي؟
ولسمشرۍ ته ۲۷ تنه دیوې میرمنې په ګډون نوماندان را ووتل، که څه هم ځینې مشهورې څېرې په کې هم تر سترګو کیږي، خو داسې ښکاري چې ټول د ولسمشرۍ لپاره لیواله نه دي .
شنونکي وايي، په نوماندانو کې ډیریې داسې دي، چې غواړي له هغو سره امتیازاتو په شراېط ټاکنو ته په نږدې ورځو ټل شي، چې د بریالیتوب چانس یې شته ، د همدې لپاره دغه نوماندان اوس نو په ولس کې ځان ته دکمپاین پرځای هڅه کوي بریالی نوماند وپیژني او ورسره جوړجاړی وکړي.
له نوماندۍ وړاندې ډېرو نور هم دا ګونګوسي خپاره کړي وو، چې ګنې د ولسمشرۍ لپاره نوماند دي خو په ډله کې یو شمیر یې له مشهورو څېرو سره هوکړې ته ورسېده او قانع شو، چې هرڅه ترلاسه کوي پرې خوښ دي، له دې ډلې ځینې یې په دې خوارۍ کې کم راغله، چې ځانونه نوماند کړي، ځکه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري له اچول شوو، پاټکونو وانه وښتل او د کارتونو په راټولولو کې پاتې راغله .
د ولسمشرۍ لپاره د یوه نوماند سلاکار د نوم نه ښودلو په شرط ملي باور ته وویل: د ولسي کمپاین پرځای یې ډیرهڅې په دې دي، چې څنګه وکړای شي له هغو سره معاملې وکړي څوک چې په راتلونکي نظام کې یا خو د سر سړی او یا هم اغیزمنه څېره ده، د سرچینې له خولې ده، چې د ډېرو نوماندي په همدې تړاو وه چې ځان مطرح او راتلونکې کې دامتیازاتو خاوندان شي.
له دې ها خوا مخکې له دې چې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې رسمي پروسه پیل شوې، ډېرو دا اوازې خپرې کړې وې، چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته را ووځي.
خو هغوى، چې د کارتونو په راټولولو کې بریالي نه شول، له نوماندۍ تېر او له هغو سره يې په ټلواله کې د یوځای کېدو لاره ونیوله ، چې اوس د نورو نوماندانو په څنګ کې د کمپاینرانو په رول کې څرګندیږي او تمه لري، چې په راتلونکي حکومت به کې د واک په څنډوکې پاتې شي.
د ټاکنو لپاره په دې وروستیو کې لنډمهالې جرګه ګۍ او ټولنې هم راجوړې شوې او یوشمیرکسان له همدې لارې ځان بانفوذه وښيي، په فرهنګي او سیاسي منډو ترړ یې خپلې چارې راټولې کړیدي .
د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوم ليکنې له پيله په دې تمه و، چې د ولسمشرۍ ډېرى نوماندان به په همغه لومړۍ ورځ د نوم ليکنې لپاره را وړاندې او رسنيو ته څرګند شي، خو د توقع خلاف يوازې په لسګونو کسانو د نوم ليکنې معلوماتې کڅوړې تر لاسه کړې او رسمي نوماندان سره ورک وو، چې بالاخره په وروستۍ ياني د تلې مياشتې په ١٤مه نېټه په يو ځلي ډول راڅرګند شول.
شنوونکي او د پوهنتون استاد پوهنمل عبدالله عادل وايي، چې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان تر خپل وروستي حده په ټاکنيزو چنو او معاملو بوخت وو، څو يوه د را تلونکي واک په سر يوه جوړ جاړي ته سره ورسېږي. ښاغلي عادل په دې اړه ملي باور ته وويل:(( د دوى ځنډ او په يوه ورځ نوم ليکنه د کومې معجزې لپاره نه وه، نه يې د کومې مرستې تمه درلوده، دوى ټول تر وروستۍ ورځې په دې بوخت وو، چې جوړ جاړيو او اېتلافونو ته سره جوړ شي، خو داسې فکر کېږي، چې تر وروستۍ ورځې سره وېشلي پاتې شول او بالاخره د وخت په خلاصېدو يې يو پاشلى او د زړه له پاسه جوړښت ثبت کړ.))
اشنا ګل بانډه وال چې د ټاکنیزو هڅو خوا اوشا اوسي او د کابل په رسنیو کې یې شننه کوي، ملي باور ته وویل داسې نوماندان پیژني، چې له نوماندۍ یې موخه په حکومت کې د وزارت ترلاسه کول دي، د بانډه وال، په خبره ده چې دولسمشرۍ په ۲۷ نوماندانو کې یواځې ۷ تنه یې فکر کوي، چې د ولسمشرۍ لپاره پرې لاس اېښودل کېدای شي .
که څه هم د نوماندۍ لپاره د نوم لیکنې د رسمي وخت په پای ته رسیدو د ډېرو چانسونه سوځېدلي، چې له دې نومه ګټه پورته کړي، خو دا به راتلونکی په ډاګه کوي، چې شته نوماندان به په کوم دریځ پاتې شي ترپایه ټاکنیزه مبارزه او که د جوړجاړي معاملې.!