ډاکتر فاروق اعظم
  ډاکتر فاروق اعشم د افغانستان د سوله ییزبدلون ټولنی مشر                                                                        ۲۸ لړم ۱۳۹۷
په نومبر ۲۰۰۸م کی می د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنی په سوو غړو ته په کابل کی وویل چی روان جنګ یو تپلی ظالمانه جنګ دی چی ګټونکی نه لري؛ خو موږ به ډیر وځبل سو. د وتلو لار می د ټولني په نمایندګي ورته وړاندی کړه. څو میاشتي وروسته (۱۰ فبروری ۲۰۰۹) مو یو لوی سیاسی تحلیل نشر کړ چی امریکا او ناټو دا جنګ نه سي ګټلای. هغه وخت دا خبره پر ډیرو بده لګیده. په مئ ۲۰۰۹ کی می یو کتاب چاپ او نشر کړ «د افغانستان د بحران سیاسی حل». هلته می لیکی وه چی د جنګ اور به شمال ته ولاړ سي، اداری فساد او د تاریاک کښت به اوج ته ورسي، په ولس کی به بی اعتمادي زیاته سی، اخلاقي او ذهنی انحطاط به ډیر سي. د بحران د حل لار می یو بیطرف مؤقت حکومت وښود. د وخت ولسمشر ته می د مؤقت حکومت طرح، د بحران د حل په منظور د خپل منځګړیتوب او طالبانو ته په دننه هیواد کی د یو معقول ادرس د ورکولو وړاندیز وکړ. ولسمشر په ډیر ادب هغه طرح د مطالعی لپاره واخیسته؛ خوښه یی نه سوه. خو د دولت نورو خلکو منفی عکس العمل وښود.
په ۳ اګست ۲۰۱۰م مو د افغانانو په ابتکار او مشري دافغانستان د بحران د سیاسی حل طرحه په انګلیسی ژبه نړیوالو ته وړاندي کړه. په ۵ اکتوبر ۲۰۱۰ مو د افغانستان لپاره د لاري نقشه په نوم د یو بیطرف مؤقت حکومت د جوړیدو عملی میکانیزم وړاندی کړ او هغه مو جمهور رئیس ته ورکړ.
په ۱۱ اګست ۲۰۱۲ کی می په دوحة (قطر) کی د افغان بحران د حل لپاره د منځګړیتوب د ضرورت طرحه وړاندي کړه.
په ۲۹ جولای ۲۰۱۳ کی مو حکومت ته د ۲۰۱۴م ولسمشري انتخابات په عوض کی د یوه مؤقت حکومت وړاندیز وکړ چی د منفی غبرګون سره مخ سو.
په ۱۷ فبروری ۲۰۱۴ مو د «زموږ موقف» تر عندان لاندی یو لوی پریس کنفرانس راوباله او په لکونو پاڼی مو نشر کړی چی د ولسمشرۍ د غیرشفاف انتخابات په عوض کی دی د یو مؤقت حکومت لپاره کار وسي. حکومت منفی عکس العمل وښود. په ۳ اپریل ۲۰۱۴ کی می په قرغزستان کی په یو نړیوال کنفرانس کی د افغان بحران د حل لپاره د خپل منځګړیتوب او د یو مؤقت حکومت وړاندیز وکړ.
په ۲ مئ ۲۰۱۵ د پګواش په غونډه کی چی په قطر کی وسوه خپل موقف ووایه. هلته می د بحران د حل لپاره د منځګړیتوب او یو مؤقت بیطرف حکومت د جوړیدو ږغ پورته کړ. ولسمشر ته مو په ۱۹ مئ ۲۰۱۵م د سولي د تحقق په منظور ډیره سالمه مشوره ورکړه چی طالبان، دولت او دولت طالبان په رسمیت نه پیژنی. نو افغانانو ته دي د منځګړیتوب موقع ورکړه سي. د قطر پر غونډه می په پښتو او انګلیسی دوه کتابونه (د قطر د سولي په غونډه کی زما ونډه) په جون ۲۰۱۵ کی چاپ او نشر کړل. هلته ویل سویدی چی د افغانستان په بحران کی د چا لاسونه او ګټي دي او حل یی څه دی؟ په ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۵ په مسقط عمان کی مو بیا خپل موقف بیان کړ.
په ۲۴ جنوري ۲۰۱۶م کی مو په دوحة قطر کی د پګواش په کنفرانس کی په افغانستان کی د سولی او امنیت په باره کی عملی وړاندیزونه وکړه. په ۶ ډسیمر ۲۰۱۶ کی می په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د سولي، منځګړیتوب او مؤقت حکومت خبره وکړه. په ۲۸ اپریل ۲۰۱۶م کی می په ارګ کی ولسمشر او د دولت مشرانو ته د سیاسی حل وړاندیز وکړ چی د مجلس او ولس لخوا خورا ښه بدرګه سو.
په ۱۳ اپریل ۲۰۱۷م  کی مو د دولت رئیس ته د خواخوږۍ مشوره ورکړه چی تاسی د بحران د حل لپاره افغانانو ته د منځکړيتوب موقع ورکړی او موږ تیار یو په دغه مورد کی مرسته درسره وکړو. په ۲۰ اپریل ۲۰۱۷م مو دغه غوښتنه تکرار کړه. په ۱۹ مئ ۲۰۱۷ مو ولسمشر ته بیا د یو شرافتمنده سولی عملی مشوره ورکړه. په ۱۲ سپتمبر ۲۰۱۷ کی مو په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د یو مؤقت حکومت ږغ بیا پورته کړ.
په جولای ۲۰۱۸ کی می په هامبورګ کی یوی درنی غونډي ته وویل افغانستان د ستراتیجی داسی تغییر ته ضرورت لری چی د تیر ۱۶ کاله لاسته راوړني په نظر کی ونیول سي.
اوس چی ښاغلی داکتر زلمی خلیلزاد د افغانستان د یو سیاسی حل په منظور لګیا دی کار کوی، موږ یی ملاتړ کوو. د افغانستان د بحران د معقول حل یوازنی لار د یو مؤقت بیطرف حکومت تشکیل دی چی لاندي خصوصیات ولري:
  ۱.     داسی یو افغان دي د بیطرف مؤقت حکومت مشر وټاکل سی چی د جنګ اړخونه، ګاونډیان او نړیوال ورڅخه ونه ویریږي، خو د هیڅ اړخ نماینده نه وي. په بیطرفۍ، مدیریت او پاکنفسۍ مشهور وي او د جنګ د هیڅ اړخ برخه نه وي پاته سوی . ددغه مؤقت حکومت موده دی د  ۳-۵ کالو پوري وي. د حکومت مشر دي خپل کاري ټیم پخپله جوړ کړي او نړیوال دي د هغه مرسته وکړي.
۲.       د افغانستان ځمکنی تمامیت او ملی حاکمیت دی نړیوال تضمین کړي.
۳.       په افغانستان کی دي جنګ په قطعی ډول بند او د امریکا د حضور په باره کی دي یوه روښانه تګلاره ترسیم سي.
۴.    د افغانستان د بیا ودانیدو لپاره دي یو خاص نړیوال صندوق جوړ سي.
۵.    د پاکستان او ایران څخه دی افغان مهاجرین د نړیوالو په مرسته بیرته افغانستان ته راستانه سي.
۶.   د افغانستان د ټولو خلکو څخه دي ثقیله وسله ټوله او تر هغه وروسته دي د عامو او شفافو انتخاباتو له لاري دغه مؤقت حکومت خپل ځای و منتخب حکومت ته پریږدي.
یادونه:  ددغسی یو بیطرف مؤقت حکومت میکانزم زموږ سره سته.
10 thoughts on “سوله او زموږ دریځ | ډاکتر فاروق اعظم    ”
  1. په موقت حکومت د افغانستان بحران او کورګډې جګړه نه ختمیږي.
    اوس ټول خلک په راز راز وسلو سمبال دي. هریو په خپلو سیمو کې په خلکو مسلط او د افغانستان خلک په قومونو ، ډلو ، ګوندونو او …. وېشل شویدي.
    د خارجي قواوو په وتلو سره به زمونږ مغرض ګاونډیان لا زړه ور شي. یو ځل بیا به د وینو ویالې وبهیږي.
    له هرڅه د مخه د اوسنی ګوډ او مات دولت ملاتړ ضرور دی ، د جلالتمآب دوکتور اشرف غني لاسونه هم د خلکو په وینو ندي سره . له کوم تنظیم سره مخامخ اړیکې نه لري. د تحصیل او علم له حیثه تر ټولو زیات دیپلومونه لري. په کور دننه او نړیوالو ته منلی شخصیت دی. په 50 سلنه حکومت کې هم د افغانستان د تاریخ په وروستیو 40 کلونو کې تر هرچا ډېر کار کړی دی.
    که زمونږ مشران د ولس او ملت د تفرقي پرځای دوي یوالي او ملي ګټو ته را وبلي ، ټول به ترې مستفید شي. یو سراسري اوربند ، شفاف او عادلانه انتخابات به د افغانستان ټول موجود مشکلات او ستونزې حل کړي.
    پاکستان به هېڅکله د افغانستان د ثبات لپاره کار ونه کړي او هر ځل به د خپلو طرفدارانو له خوا د افغانستان دولت او نړیوالو ته د موقتو حکومتونو پروژې وړاندې کړي.

  2. Self serving article fronting his activities in detail from 2008 to 2018, as if the priceless advise of the newly found first thinker of the world have been ignored.

    The major flaw of Dr. Azam thinking based on this article, is that he present the quagmire of conflict as if the war is solely a domestic affair and try to solve it as such. He is completely ignoring the major war factors fueled from outside of Afghanistan borders that can not be solved domestically.

  3. د موقت حکومت جوړول هېڅ معنی نه لري. دا داسې مثال لري لکه په لوی لاس خپل ښکلی او ښایسته کور وران او بیا یې له سره جوړ کړې او د دې ضمانت هم نشته چې څومره به سم او د کورنۍ د ټولو غړو لپاره مناسب ځای پکې وي.
    د موقت حکومت پرځای موجوده نظام او دولت سره همکاري او حمایت د ټولو خواوو په ګټه ده .
    پاکستان او ایران یوځل بیا غواړي د 1992 کال فاجعه تکرار او د صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني په شان ضعیفه ، عمر خوړلي او بې تجربې کسان د افغانستان د قدرت او رهبري په راس کې راولي چې هغوي به د موجوده واقعیتونو نه بې خبره او د قدرت کنترول به بیا له لاسه ورکړي . تېرځل یواځې کابل کې تر اویا زرو ډېرکسان ووژل شول، ښار په کنډواله بدل شو.

  4. “پاکستان او ایران یوځل بیا غواړي د 1992 کال فاجعه تکرار او د صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني په شان ضعیفه ، عمر خوړلي او بې تجربې کسان د افغانستان د قدرت او رهبري په راس کې راولي”

    An excellent point. And if I may add that these same Jihadi-Leaders were leading the fight against so called ” bad infidels ” when they were very poor and now after getting extremely rich, awaiting for so called ” good infidels ” to place them once again on high seats.

  5. موقت حکومت یې لا څه؟ کله چې انتخابي حکومت وي نو موقت ته څه ضرورت که نه تاسو یې ایله نوم اورېدلی دی. موقت حکومت خو ستاسو د پېښور د عبوري حکومت له وخت نه په یاد دی چې هیڅ شی نه وو. کوشش وکړئ چې د موقت حکومت پر ځای په همدا موجود حکومت باندې کار وکړئ.‌

  6. سلامونه،
    د معظم ډاکټر صاب فاروق اعظم او د مبصرینو وروڼو د تبصرو په ډیره کښې تایید سره زما په آند:
    – که موقت حکومت هم جوړيږي باید ښاغلي م.اشرف غني ته ۲-۴ کاله وخت ورکړل شي یعنې د موقتې دورې ولسمشر هم همدی شي تر څو خپل اقلن ۵ کلن پلانونه تطبیق کړي ؛ البته نه دوه سری جان کیري والا تفاهم نامه يي
    – هغه پخواني چارواکو چې آزمایل سوي دي او په وژنو، غصبونو، چور او چپاولونو ، قاچاقونو او … کې ې لاسونه ګکړ وي ، اول خو ېې د شرععیت په اساس لاسونه پریک شي !! او قصاص پری باندې تطبیق شي ؛ او هم د مظلوم ولس د بیت المال پول پول او سنټ سنټ پرې استفراق شي او بیا هاغه د ماوتسي تونګ قانون پرې عملي سي (ځکه دوی جنایتکارانِ نضار ځانو ته ستمي-ماویستان هم وايي!!!)؛ بیا مهم دولتي پوستونه او سفارتونه ورنکړل سي…
    – افغاني طالبان باید له پوکستیاني هغو نه ځانونه بیل کړي کټ مټ لکه د فطر اختر ورور وژنه او افغان-پشتون وژنې بندې کړي
    -تر څو چې سوله تامین نسي، هیڅ بل کار نتیجه نه ورکوي ؛ تاسو ګورئ د اوبو بندونو په سر لانجې او د معدنو قاچاقچیان!!!!…
    -که عمران خان پښتون وي د طاهر دوړ له مړي او په کونړ د راکټونو وارولو څخه دې وشرمیژي ،ا.د.ن.
    -اګر ایراني ها خود را مسلمان میداڼند و حقوق همسایګي را می شناسند و خود را همنژاد و همزبان افغانها می انګارند ؛ بس هست دیګه، همینقدر مداخلات مذهبي، فرهنګي، سیاسي و.غ. را خداوند سزای شان را خواهد داد!!!.
    – مقصد مې له دې ۲ ګاوڼډیانو له یادولو دا و چې شاهین افغان او حکیمي صیب نظرونه هم تایید کړم .
    په درناوئ.
    و من الله التوفیق

  7. سلام علیکم
    زما خام نظر د دروند ورور ښاغلی فاروق اعظم د لیکنی په هکله نه بلکه همداسی آزاد نظر دی او د پورته لیکنی سره تړاؤ نلری
    زموږ خاوره او وولس یو دائمی موجودیت دی خو د بده مرغه ملی او سیاسی چاری ئې ټولی مؤقتی دی
    مؤقته احمدشاهی امپراطوری
    مؤقت تیمورشاهی تدبیر
    مؤقت سدوزائي او مامدزائي کشمکش
    مؤقت امیر شیرعلی خانی مدنی او مطبوعاتی آزاد بهیر
    مؤقت امان الله خانی نهضت
    مؤقت حبیب الله خانی کَرَکی حالت
    مؤقت د نجات روحیات
    مؤقته د دموکراسۍ لسیزه
    مؤقت جمهوریت
    مؤقت دموکراتیک جمهوریت
    مؤقت مؤقت جهادی حکومت
    مؤقت طالبانی حاکمیت
    مؤقت په بُن کی په بُن او بنیاد غلط مؤقت حکومت
    مؤقت دموکراتیکی هیلی
    مؤقت د ارمانونو د تحقق پړاؤ
    او بلآخره
    مؤقت غیر پیش بینی شده راتلونکی
    اصلی خبره
    زه نه پوهېږم چه د مؤقت حکومت او اوسنی حکومت توپیر په څه کی دی
    آیا یوازی څېرې مطرح دی او که اوسنی حکومتی سیسټم د احتمالی راتلونکی دائمی حکومت سره توپیر لری
    څرنګه چه انتخابات د یو کال په اوږدو کی تر سره کېدونکی دی بناً باید داسی تصور وشی چه مثلاً دا اوسنی حکومت هم یو مؤقت حکومت دی
    هغه چاری چه مثلاً د احتمالی راتلونکی مؤقت په بستر کی ئې د سر ته رسولو ارادې شته باید د اوسنی حکومت په بستر کی تر سره شی
    بالآخره موږ نه پوهېږو چي څه غواړو او نه پوهېږو چه څه باید وکو
    او پدې هم نه پوهېږو چه لوی قدرتونه زموږ څخه څه غواړی
    او پدې هم نه پوهېږو چه ستری ښکلی او کښلی خواوی زموږ په هکله څه فکرونه او پلانونه لری
    او هغوی هم نه غواړی چه خپل اهداف موږ ته تشریح کی
    بناً پدې مؤقت انتظار به مؤقتاً مؤقتی شپې او ورځی سبا کوو څو دا مؤقته نړۍ او مؤقت ژوند خپل مؤقت تم ځای ته رسېږی .

  8. سلام
    زرہ بہ پہ زرہ پریزدو چی تا خہ کری او ما خہ کری مھمہ دادہ چی پہ اوس باندی سوچ وکرو سرہ ددی چی موقتی ڑوند، نری، سیاست لوبو،پلمو او چمونو کی انسانانو خپلہ لارہ نہ دہ پیڑندلی یو د سولی پہ لور روان دی اوبل بیا لہ فرانس پریس سرہ پہ اتکل باندی گریز ی
    اوس پہ کار دہ چی لہ موقتی احساساتو نہ را بھرشواو پرینزدو چی بیا دبن معاھدہ تکرار شی پہ مو قتی او دیر محدود حالت ، پوھہ او درایت کی ددی مظلوم ولس دیری حساسی شیبی او گری دی ؤجا الحق ان الحق کان زھوقا
    داد سولی دریخ او بنست دی بنا پہ موقتی او کمزوری ڑوند کی پوھہ ، انسانی کرامت ، عدالت او مساوات ، عزت او مسلک د انسان لپارہ ستر رسالت دی سولہ دیر عالی امتیاز او صفت دی خوک چی د سولی غز پورتہ کوی انسان غوشتونکی او د خدای او رسول اکرم (ص)عبادت کونکی دی

  9. شریف زاد وروره
    ستاسی احساسات د قدر وړ دی
    اصلاً پوښتنه داده چه موږ ولی د سولی د درلودلو چیغو او فریاد ته اړ سوو
    د سولی فریاد مانا زموږ سره جفا او خیانتونه وسوه او جګړې راباندی تحمیل شوې نو ځکه اوس د سولی چیغی وهو ، اصلاً موږ باید دې ته اړ نه وای چه د سولی چیغی ووهو
    بل تعبیر
    زموږ د جیب بکسک رانه ورک شو په حقیقت کی رانه غلا شو ،پدې بکسک کی زموږ د هویت پاڼی زموږ همیشنی ادرس زموږ د کور قباله زموږ نکاح خط زموږ د صیف او تجرۍ کیلی زموږ دهستۍ لیسنس او جواز سیر زموږ د ژبی او فرهنګ او برادرانه او وطندارانه د تثبیت اسناد او خُلاصه هر څه پکې وه، پدې کیسه بری کی درې څلور د سیمی او د سیمی د باندی ډاکوګان ګډون لری
    اوس چه زموږ چیغی د ازون ګاز تر قشر پوری رسېدلی او د دردونو له لاسه پښې ټکوو او حتی د اوښکو د پاکېدو شیمه راکی نده پاتی نو دا ډاکوګان مُرده ګوان یو بل ته چشمکان وهی او یو بل ته وائي ورکه ددې بېچاره افغان انسان بکسک ورکه
    سپین سترګی او حرام زادګی ئې تر دې حده رسېدلې ده چه هر یو په غوږ کی راته وائي چه زه نه وم بلکه فلانی ډاکو ؤ
    موږ له یوې خوا د اصلی ډاکو چه البته ټول ډاکوګان دی دهویت د تشخیص څخه بې برخی یو او د بلی خوا که په تشخیص بریالی هم شو ډنګری ګوتی مو ددې توان نلری چه له منګلو ئې خپل بکسک را خپل کو یا تر لاسه کو
    په هر حال
    نوې لوبه په کار لوېدلې او ورکه ورکه بکسک ئې ورکه ږغونه مو تر غوږونو را رسېږی وکتل شی چه ددې خیرنی لوبی شاته به نور څه نغښتی وی
    هیله ده چه دا ډاکوګان پخپلو منځو کی یوې معاملې ته سره ورسېږی او هغه زموږ ډنګر بکسک چه نور به لاهم ډنګر شوی وی بیرته را وسپاری
    پدې اتیا سلو روانو کلونو کی چه هر څه مثبت یا منفی بدلونونه زموږ پر نحیفه او په عین حال کی نظیفه هراړخیزه جغرافیا راغلی او تېر شویدی د بده مرغه د وولس د هر اړخیز ملاتړ او تائید څخه برخمن نه وه یو قشر ته خیر او بل قشر ته شرّ برېښېدلی دی
    هیله ده او دعا کوو چه دا ځل هغه څه راپېښ شی چه د ټول وولس او ټولو قشرونو په خیر او صلاح وی
    معامله خو ډېره پېچلې او د چنو ډکه برېښی خو بیا هم هیله به له لاسه نه ورکوو

  10. وروڼو ! ډاکټر صاحب د خپلی ټولنی د راپورونو خلاصه کوم چی دونرانو ته ورکړی، هغه یی تکرار کړی ،تاسی سر پری مه خووږوی، نوری لارښوونی ورته وکړی:
    مثلا: کله چی تاسی د یوه جهادی ګوند معاون واست ، دکتورا او کافی تجربه مو درلوده ، تاسی د جهادی تنظیمو تر ټولو لیډرانو لوړ تعلیمات درلودل ،هلته مو ولی د تنظیمونو او نفاق مارکیټ تود ساتلی وو؟
    دومره سنجش او تعقل نه وو چی دا مسلح او په نفاق لړی تنظیمونه چی هر یو خپل اقتدار او حاکمیت غواړی وروسته به تری څه راوزی؟

    آیا ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم … باندی دا د ملت د وینو او عزت معامله ګر ایمان لری؟
    آیا دا ټول بلا استثنا ملی او اسلامی ګټی پیژنی؟ کله او چیرته؟
    نو چی فقط دی کبار منظمات، ملی ګټی یی پیژندای بیا دا ملت او هیواد نه تباه کیدو
    اوس مو هر څه دوی بایللی
    صلح او اصلاح ، مؤمن مرصوص صف غواړی نه تر ستونی ډک بانک د معاملو او بیخود سیاسیون!!! الله رب العزت دی ظالمان او قاتلان تباه کړی خصوصا کورنی د جهاد غله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *