پولنډ د افغان حکومت کارمندانو لپاره ظرفیت جوړونې او روزنې پروګرامونه پیلوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار (چهارشنبه ۳۰ د عقرب ۱۳۹۷) د پولنډ هېواد د بهرنیو چاروو وزارت مرستیال ښاغلی مچی لنګ سره د اروپايی-آسیایی د اقتصادی همکاریو په هکله د پاریس په ښار کې ولېدل .

په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې. ښاغلی لنګ له افغانستان سره د د پولنډ هېواد په دوامدارو مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د وروستي کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره، له نړیوالې ټولنې سره یو ځای خپل شتون ته ادامه ورکوي .

ښاغلي لنګ په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره اجرائیه رئیس ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، ټاکنو وښوده، چې افغانان دیموکراسۍ ته ژمن دي. ښاغلي لنګ وویل، چې هیواد به یې د افغان حکومت کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو او روزنې هغه پروګرام بیا پیل کړي، د هندوستان له لوري تمویلېږي.

اجرائیه رئیس د پولنډ هېواد له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان حکومت کارمندانو لپاره يې د ظرفیت لوړونې د پروګرام هرکلی وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختیا غوښتنه وکړه.


اجرائيه رئيس د فرانسې په ساینس پوه پوهنتون کې:

افغانستان د پراختیا او پرمختګ پر مسیر مخکې ځي، نوره د شاته تګ ګزینه مطرح نه ده

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سه شنبې په ماښام ( 29 تله 1397 ) د پاریس ساینس پوه پوهنتون ته د وینا او بحث لپاره لاړ. په پوهنتون کې د اېټالیا پخواني لومړي وزیر ښاغلي انریکو لتا او د ساینس پوه پوهنتون مشر پروفیسور برتراند بدیع له اجرائيه رئیس او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او یاد پوهنتون ته یې د ورتګ له امله مننه وکړه. د یاد پوهنتون مشر لومړی اجرائيه رئيس د غونډې برخوالو ته ور وپېژاند او بیا یې د افغانستان په سیاسي-امنیتي وضعیت، ټاکنو او د سولې په مذاکراتو خبرې وکړې، نړۍ او فرانسې ته یې د هغه اهمیت بیان کړ او بیا یې اجرائيه رئیس ته د وینا بلنه ورکړه.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ( د ننني افغانستان پرمختګ، ستونزې او ننګونې) تر عنوان لاندې د پوهنتون استادانو او محصلینو ته وینا وکړه.

اجرائيه رئیس په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو د تاریخي پېښو مخینې ته په اشارې بحث پیل کړ او ویې ویل: افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د عمده او بنسټيزو پېښو شاهد و. پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د دې سترو تحولاتو پیل بلل کېږي. له هغې وروسته موږ په افغانستان کې د طالبانو د رامنځته کېدو او نورو ترهګرو ډلو لکه القاعده شبکې د شتون شاهدان و.

اجرائيه رئيس له دې جریانونو سره د ملي مقاومت د چلن او برخوردونو په اړه وویل او هم یې اروپا ته د ملي تل احمدشاه مسعود له سفر یادونه وکړه. اجرائيه رئيس وویل: احمدشاه مسعود اروپا ته د خپل سفر په لړ کې په افغانستان کې د شته ترهګرۍ د ګواښ په اړه نړۍ ته خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې باید نړۍ له افغانستان سره په همکارۍ له دې ستونزو سره مقابله وکړي.

اجرائيه رئيس زیاته کړه: د 2001 کال د سپتمر په 11 نېټه پر امریکا له شوي ترهګریز برید وروسته په افغانستان کې وضعیت په کامل ډول بدلون وکړ. د طالبانو له ماتې وروسته په افغانستان کې نوې پاڼه واوښته، د اساسي قانون له جوړېدو او د فرانسې په ګډون د نړیوالې ټولنې مرستو په افغانستان کې وضعیت ته کاملاً بدلون ورکړ او د ټولنې په ټولو برخو کې مثبت تحولات رامنځته شول.

اجرائيه رئيس د اقتصاد، بیان ازادۍ، پوهنې، نهاد جوړولو او د ښځو په حقونو کې پرمختګونه د مثبتو تحولاتو بېلګې یادې کړې.

اجرائيه رئیس دغه راز وویل، چې افغانان په ولسواکۍ باور لري او ورته معتهد دي او دا لړۍ د خلکو په ملاتړ دوام پيدا کوي. اجرائيه رئيس په بریالیتوب د پارلماني ټاکنو ترسره کول د ولسواکۍ د پياوړتیا په برخه کې ګام یاد کړ او ویې ویل، چې ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی دوام لري.

اجرائيه رئیس د سولې خبرو اترو ته په اشارې وویل: افغان حکومت او خلک له سولې ملاتړ کوي، د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې زیاتې شوي؛ خو تر اوسه طالبانو دې هڅو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

اجرائيه رئيس له ترهګرۍ سره په مبارزې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې دهشت افګني او افراطګرايي د افغانستان او نړیوالې ټولنې له جدي ستونزو څخه ده او له دې پدیدې سره مبارزه، د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله طرحو او ګډو همکاریو غوښتونکې ده.

اجرائيه رئيس د محصلینو او د فرانسې د ساینسپوه پوهنتون کې د افغانستان او نړۍ د قضایاوو له بیانولو خوښي وښوده او په بېلابېلو علمي برخو کې یې د دې پوهنتون له ونډې څخه ستاینه وکړه.

اجرائيه رئيس همدارنګه د طبیعت د بدلون او ستونزو د موجودیت او په بېلابېلو دورو کې یې د ستونزو د نوعیت په اړه هم خبرې وکړې. اجرائيه رئیس د اقلیم بدلون، افراطګرايي او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د نړیوالو ستونزو له ډلې یاد کړل او پر وړاندې یې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

د هېواد اجرائيه رئیس د پوښتونو او ځوابونو په برخه کې چې د یوه فرانسوي پروفیسور برتر اند بدیع له لوري مدیریت کېدې، د محصلینو پوښتنو ته په یوې صمیمانه فضا کې ځوابونه ورکړل. اجرائيه رئيس په دې پوهنتون کې د افغان محصلینو له هڅو ستاینه وکړه او د هغوی ترمنځ یې د یووالي او اتحاد او د پرمختللي افغانستان لپاره یې د هغوی د ګډ کار غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *