تاند- له دوه بعدي او درې بعدي کمرو وروسته ۵ بعدي یا فایف ډي هم راووته.

په جرمني کې څېړونکو داسې کمره جوړه کړې چې پنځه بعدي عکسونه ثبتوي.

له دې کمرو څخه به په امنیتي، طبي او نورو برخو کې کار واخیستل شي.

دا کمره د جرمني د فردریک سیلر او فرانهوفر انستیتیوت څېړونکو جوړه کړې ده.

دوی وايي، دا کمره د نور یا رڼا د څپو د اوږدوالي په مرسته معلومات ثبتوي او هغسي کار کوي لکه د انسان سترګه چې یې کولی شي.

دا وسیله په هره ثانیه کې د ۱۷ فریم په سرعت د لوړ کیفیت عکسونه ثبتوي.

دا کمره (hyperspectral  5D‌) سیستم نومېږي.

څېړونکو په دې کمرې د انسان د لاس ۵ بعدي عکسونه واخیستل او ښکاره یې کړه چې په دې کمرې د انسان د رګونو دقیق تصویرونه هم اخیستل کېدای شي.

دوی وايي چې په راتلونکې کې به له دې کمرو څخه د بندو رګونو د معلومولو او نورو طبي چارو لپاره کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *