تاند- شامسونګ کمپنۍ په آی ایف اې نندارتون کې لومړنی (8K QLED) تلویزیون نندارې ته کېښود. دا تلویزیون (Q900FN) نومېږي.
سامسونګ کمپنۍ وايي چې د دې تلویزیون ډیزاین یې له هغه څه سره توپیر لري چې مخکې یې اعلان کړی و.
د دې کمپنۍ په وینا اوس یې په دې تلویزیون کې، چې تصویر یې خورا لوړ کیفیت لري، یوه پایه یا ستنه زیاته کړې ده.
خو د تصویر لوړ کیفیت او مصنوعي ذهانت یا ارتیفیشل انټحلجنس پکې دي.
پر دې سربېره دا تلویزیون په اتومات ډول هره وسیله چې له انترنیټ سره وصل وي، پېژندلی شي.
همداراز نوري کېبل لري چې ویدیو کنټرولوي.
دا تلویزیون خبرونه، عکسونه، ویدیو، د هوا حال ښيي.
سامسونګ تراوسه پورې د خپل دې نوي تلویزیون بیه نه ده اعلان کړې.