تاند- د فضايي علومو امریکايي څېړونکي وايي چې په چیلي کې یې د الما ټیلسکوپ په وسیله د یوه ستر کهکشان واضیح تصویر اخیستی او ثبت کړی دی.
دا کهکشان له مځکې ۱۲ ملیارده او ۴۰۰ ملیون نوري کاله لېرې دی او تر اسمانلار زر برابره چټک ستوری جوړوي.
دوی وايي چې څېړنې یې ښيي چې دا کهکشان د مالیکولي ورېځو په نتیحه کې رامنځته شوی چې په ټول کهکشان کې خپرې دي.
دا ورېځې مځکې سره نژدې ۱۲ اعشاریه ۴ ملیارد نوري کاله له واټن لري.
ساینسپوهان باور لري چې ستر کهکشانونه په حقیقت کې د اسمانلار د بیضوي وزمه سترو کهکشانونو لومړنۍ بڼې دي.
دوی هیله لري چې د کهکشانونو په اړه په څېړنو به د نړۍ د یوې کوچنۍ برخې د رامنځته کېدو او تکامل په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دا څېړنه د امریکا د ماساچوسیت پوهنتون، او د جاپان د توکیو د ستورپېژندنې د ملي ادارې څېړونکو په ګډه کړې ده.
دا کهکشان (COSMOS-AzTEC-1) نومېږي او ساینسپوهان له مودو راهیسې هغه پېژني، خو الما ټیلسکوپ، چې ۱۰ برابره شیان واضیح ښيي، د هغه په اړه دا تازه معلومات مهیا کړل.