تاند- راپورونه وايي چې په پاکستان کې د حقاني شبکې په یوه پناهځای کې چاودنې څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې چاودنه کې، چې په قبایلي سیمه کې وشوه، د حقاني شبکې د دوو غړیو په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

رویټرز ویلي، د حقاني شبکې سرچینو ورته ویلي چې چاودنه د دې شبکې د قوماندان نېک محمد په دفتر کې شوې ده.

یوې سرچینې وویل«اوس موږ نه شو ویلی چې دا بم به چا ایښی وي خو زموږ دفتر ته یې زیان اړولی دی.»

اژانس وايي، کله چې یې له دې سرچینې څخه وپوښتل چې له دفتره یې منظور څه دی، هغې وویل چې په دې ځای کې د حقاني شبکې غونډې کېدې.

په سیمه کې یوه پاکستاني امنیتي چارواکي وویل چې په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *