تاند- د بخښنې نړیوالې موسسې له امنیت شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مخنیوی او د بشري حقونو ساتنه یقیني کړي.
ټاکل شوې ده چې امنیت شورا سبا /پنجشنبه/ په یوه ناسته کې په افغانستان کې د ایساف ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.
د نړیوال امنیت ساتونکي ځواک یا ایساف ماموریت به د ۲۰۱۴ کال تر اکتوبر پوري وغځول شي.
د بخښنې نړیوالې موسسې نن /چهارشنبه/ په یوه اعلامیه کې وویل:په داسي حال کې چې له نړیوالو پوځیانو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو چارې وروستي پړاو ته داخلېږي، ضروري ده چې د افغانستان حکومت، ایساف او د امریکا متحد ایالتونه دا تضمین کړي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره ټول ضروري اقدامات عملي کوي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او ناټو محارب پوځیان د راتلونتکي میلادي کال تر پایه پوري له افغانستانه ووځي او د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په صورت کې لږ شمېر بهرني پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.
د ملګروملتو له شمېرنو سره سم د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۳۱۹ افغان ملکیان وژل شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ زیات دي.
د بخښنې نړیوالې موسسې ویلي چې دوی دا مني چې ناټو او ایساف له لوري د ملکي تلفاتو شمېر لږ کړی دی خو په دې ټینګار کوي چې نړیوال ځواکونه مسوولیت لري چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره تر دې زیاتې هڅې وکړي.
د ملګروملتو په وینا د ټولو ملکي تلفاتو د ۹ فیصدو مسوولیت د افغان او ناټو پوځیانو په غاړه دی.
د بخښنې نړیوالې موسسې د ملکیانو په وژنو کې لاس لرونکو ته د سزا ورکولو او د قربانیانو کګورنیو ته د تاوان یا غرامت ورکولو غوښتنه هم کړې ده.