خوست - ارشیف

تاند- په خوست ولایت کې د تندر قول اردو د لوا په جومات کې د یوې تروریستي حملې په نتیجه کې لږترلږه ۲۷ تنه شهیدان او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.

دا تروریستي حمله نن /جمعه/ په داسې وخت په مندوزي ولسوالي کې وشوه، چې د ملي اردو د لوا سرتېري د جمعې په لمانځه ولاړ ول.

خوست، سره له دې چې په نسبي ډول امن ولایت دی خو په وزیرستانونو کې حقاني شبکې ته ډېر نژدې پروت دی.

تراوسه پورې کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ماښام د کابل په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې، چې د میلادالنبي د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه، په ورته انتحاري حمله کې ۵۵ تنه شهیدان او شاوخوا ۸۰ نور ژوبل شول.

د کابل د حملې مسوولیت هم ترهګرو په غاړه وانخیست.

ځینې افغان چارواکي دا بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري بولي او وايي چې پاکستان د دې ډول حملو په وسیله غواړي چې د افغانستان د سولې روانې هلې ځلې سبوتاژ کړي.

د افغانستان ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه غندلی دی او هغه یې اسلامي ضد او انساني ضد عمل بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *