اتلسمه (وروستۍ) برخه:

مؤمن (محمد مؤمن ميرزا)

د بديع الزمان بن سلطان حسین زوی دئ په ۹۰۲ کال کښي پخپل پلار راوپارېد؛ خو خپل تره مظفرحسين مغلوب او بندي کړ. یو څو موده د اختيارالدين په کلا کښي زنداني او په ۹۰۳ کال په وژل کېدو محکوم شو.

نوموړی هم د خپلو اسلافو په شان سليم ذوق او د شعر طبعه يې درلوده. ده دغي دوې مطلعې د خپلي ماتي او وژل کېدو په وخت کښي ویلي دي:

مطلع:

منم کز ضرب تیغم بيشه خالی از غضنفر شد

فلک یاری نکرده دوستان، دشمن مظفر شد

دا هم د ده دي:

فاجر آن مردی که بی جرمم درین سن میکشد

کافر سنگين دلی گشته است، مؤمن میکشد

منبع: اريانا دايرة المعارف- اووم ټوک – ۱۰۴۸ مخ.

مير ابو سعيد اوبهي

دی د ۱۳ پېړۍ د لومړيو وختونو د شاعرانو له جملې څخه دئ چي د هرات په «اوبه» نومي سیمه کي زېږېدلی . ده په شعر او ادبياتو کي ښه مهارت درلود. لاندنی شعر د ده د طبعې محصول دئ:

گر مَی از گردش چشم تو پیمانه شود

زاهد چلهنشين ساکن ميخانه شود

شمع را چون سحر آمد بسرش آتش شوق

شاید آګاه ز سوز دل پروانه شود.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۴۵ مخ

مير رازي

د « رياض الشعراء» مؤلف ليکلي چي مير رازي د خپل عصر خورا پوه او قدرمن هراتی سيد دئ، په زياتو فنونو کي د لاس خاوند وُ او په موسيقي او شطرنج کي د پوره مهارت درلودونکی و. لاندني بیتونه د ده له طبعې نه ګڼل کيږي:

قدر هر کو درين میدان نهاد از پا آخر

دلا تا کار ما سر بر کجا خواهد نهاد آخر

***

شوق دیدار تو کرد از دو جهان فرد مرا

روی دل از دو جهان سوی تو آورد مرا

در دم از عشق تو بگذشت و ز درمان هنوز

فارغ از دردِ منی، میکشد این درد مرا

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک- ۱۰۵۶ مخ

مير علي هروي (خطاط)

مير علي په هرات کي زېږېدلی وُاو هماغلته يې زده کړه سرته رسولې ده، د ښکلي ليک د هنر په واسطه يې د سلطان حسين بایقرا دربار ته يې لاره وموندله او د «کاتب السطاني» په لقب و  نومول شو. نوموړی د نستعليق ليک په ليکلو کي د خاصي استادۍ خاوند و.

د « مداد الخطوط»  په نامه يې یو کتاب هم د ښکلو ليکنو د لارو چارو د ښودلو په برخه کي تألیف کړ. د جامي «هفت اورنګ» او د اوحدي «جامِ جم» د هغو آثارو له جملې څخه دي چي د ده په ښکلي ليک ليکل شوي او پاتې دي. دی په ۹۰۱ کال کي وفات شوی دئ.*

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۵۸ مخ.

* د مير علي له شاګردانو څخه دا اوه شاګردان يې ډېر مشهور ول:

– مير محمد باقر د مير علي زوی په هند کي د ګورګاني امپراتورانو عبدالرحيم خان، همايون او اکبرشاه  په دربار کي خطاط وو.

– خواجه محمد شهابي

– مير سيد احمد مشهدي چي د شاه طهماسب کاتب او ملازم وو.

– مالک ديلمی

– مير حيدر بخارايي يا مير حيدر حسيني تبريزي

– مير چَلَمه  یا سکندر چلمه بخاری.

-میرحسین بخارایی یا میرحسین کلنگی بخاری  (ويکي پيډيا).

ميرم سياه

دی له بېخه هراتی دئ، د ټوکو ټکالو طبعه يې درلوده، په اشعارو کي يې ټوکي ګډي وې او داسي شعرونه يې ویل چي له هجوې ډک وو. د «تحفهٔ سامي» مؤلف ليکلي دي چي «ده سات تېری ته پر مذهب  غوره توب ورکاوه، د ده وختونه زياتره په چټي خبرو او فسق کي تيرېدل». ميرم سياه له خپلي ټولي لاقيدۍ سره سره يو خورا پياوړی او برلاسی شاعر و. د خپل وخت له اکثرو شاعرانو څخه د خپلي شاعرانه طبعې په زور يې مسابقه وړې ده. دی ماوراءالنهر ته په سفر تللی وُ او هماغلته يې له نړۍ نه سترګي پټي کړې دي.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک -۱۰۶۳ مخ

نادري هروي

نادري د تېموريانو د دورې د وروستیو وختونو شاعرانو څخه دئ. دی د هرات د ښار دئ، د لوړي طبعي او غوره شعري قريحې درلودونکی دئ، نادري ښې غزلي جوړولې. ده په رنګينو غزلو د جنګو پاڼې او د بیاضونه حايشې ښایسته کولای شوې. فخري امیري چي د ده له معاصرانو څخه دئ پخپله «تحفة الحبيب» کي د ده يو شمېر اشعار راوړي دي. لاندنۍ غزله د ده له طبعي نه زېږېدلې ده:

گل زد آتش آشيان بلبل غمناک را

تابسوزد خرمن مشتي خس و خاشاک را

نیست بر دامانِ ګردون سرخی از رنګ شفق

خون اهل دل ګرفته دامن افلاک را

سوختم ای باغبان از آفتاب جام می

بر سر ما سايه گستر کن درخت تاک را

ساقی از می ظرف جام باده چون صيقل نمود

خیز و روشن کن دمی آئینهٔ دراک را

عشق می بازد برویت چشم پاک «نادری»

در طريق عاشق است چشم پاک را

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۶۸

ناظم هروي

د سروِ آزاد مؤلف غلام علي بلګرامي ليکلي دي چي ناظم هروي د معنی ګانو د جواهرو د پيوونکو تر ټولو غوره پيوونکی او د خبر پېژندني د ناوو د غاړکۍ جوړوونکو تر ګردو تکړه غاړکۍ جوړوونکی دئ.  ده د عباس قليخان ابن حسن خان شاملو په وړاندي لویمخ او غټ اعتبار درلود او تل خلکو ته په خیر رسولو بوخت وُ. د یوسف زليخا مثنوي د ده د پياوړي استعداد برهان دئ چي د خبرو یوسف يې له څاه او زندان نه وويسته، د لوړتوب مصر(ښار) ته يې ورساوه او په تخت يې کښېناوه. دغه کتاب د ۱۴ کلونو په موده کي په ۱۰۷۲ کال کي پای ته رسېدلی دئ. د ناظم هروي څو بیتونه له نوموړي کتابه د بلګرامي په حواله دلته را اخلو:

مطلع:

خواهم که رخش بدعملِ زهد پَیکنم.

تسبيح تازيانه گلګون می کنم

مطلع:

ز سير باغ و زندان بر نیاید کام سودایم

نه شاخ سنبلی بر سر نه زنجيری است در پایم

مطلع:

کنی تا چند خواب ای مست غفلت ناله سر کن

سر مينای دل بکشا د ماغ دیده تر کن

ايضاً:

بسکه از بی اعتباریهای خود شرمنده ام

آن چنان سوی تو می آیم که گويا مرده ام

منبع: اريانا دایرة المعارف- اووم ټوک – ۱۰۷۰ مخ

نرگسي

د «آثار هرات» مؤلف د اميرعلي شير نوايي له خولې ليکلي چي «نرگسي» هراتی دئ؛ خو د «تحفهٔ سامي» مؤلف سامميرزا د نوايي په خبره اعتراض کړی دئ او ليکلي يې دي چي دی  د عراق د ابهر د شېخ زایانو څخه دئ، اما زياتره وختونه په هرات کي هستېدلی دئ او هغه څه چي «مجالس النفايس» راوړې چي دی له مروې دئ نو سهوه يې کړې ده. د «شمع انجمن» مؤلف هم دی ابهری ګڼي، لکه څرنګه چي د «آثار هرات» مؤلف ليکلي دي. د نرګسي د هويت په پېژندلو کي د نوايي له خبري نه بل ښه سند نشته.

نرګسي خپل زياتره ژوند په هرات کي تېر کړی دئ او یوه موده يې د احتساب چاري په غاړه وې. يو پلا کندهار ته لاړ او په ۹۳۸ هـ ق کال کي هماغلته مړ شو. وايي چي دی د لاري په سر د لاروشکوونکو له لاسه ووژل شو. ده ۶۰ کاله عمر وکړ او غوره اشعار يې له طبعې نه راوتلي دي**.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۷۷

** د خليل الله خلیلي په «آثار هرات» کي د نرګسي د شاعرۍ لاندنۍ بېلګي راوړل  سوي دي او د هغه مړينه يې په هرات کي ښودلې ده.

آتشکده:

از تو، ای ناله! به رشکيم که در غايت شوق

پیش تر بر سر آن کوی رسيدی از ما

چند ای دل فکر درد بی دوای من کنی؟

از برای خود چه کردی کز برای من کنی؟

مجالس النفايس:

به یاد صفح  رخسار او کز مه فزون آمد

ګشادم فال مصحفۀ ، سورۀ  یوسف برون آمد

(۲۷۳ مخ – آثار هرات)

نظام الدين قاضي

دی د هرات د ښار قاضي و؛ پوه سړی او تکړه شاعر وُ. د رياض الشعراء مؤلف دی د جامي معاصر بللی دئ او ليکلي يې دي چي ډېر پوه او د ښو خويو خاوند وُ. لاندنۍ مطلع د ده له شعرونو څخه ده.

بدور روی توام بت پرست می ګويند

چه ګويم ای بت من هر چه هست می ګویند

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۸۰ مخ

نعمت الله هروي

«نعمت الله د خواجه حبيب الله زوی او د هرات له پښتنو څخه و، چي د پټي خزانې په قول اصلاً نورزی دئ. دا سړی د (۱۰۰۰هـ) په حدودو کي ژوندی و او د جهانګير د مشهور وزير خان جهان لودي له نوکرانو څخه و. په (۱۰۱۸هـ) چي خان جهان لودي دکن ته مقرر سو. نعمت الله هم ورسره و. او هيبت خان کاکړ هم د ده ملګری او د خان جهان له سړو څخه و. نعمت الله د پښتنو احوال او تاريخ د خان جهان په امر او د هيبت خان کاکړ په ملګري د ذيحجې په شلمه (۱۰۲۰هـ) شروع کړ او خپل کتاب يې (تاريخ جهاني يا مخزن الافغاني وباله. مخزن افغاني په پاړسو ليکل سوی او د پښتنو د تاريخ خورا مهم کتاب دئ او د پښتنو احوال او علمي او روحاني رجال ډېر بيانوي، د کتاب قلمي نسخې سته او پروفيسور ډورن Dorn په (۱۸۳۶هـ) د دغه کتاب انګليسي ترجمه له لندنه خپره کړه.

لکه د شيخ بستان بړېڅ په حال کي چي مو ولوستل نعمت الله د هغه مؤرخ معاصر دئ او لکه چي پخپله يې کښلي دي کم وخت يې په درياب کي سفر کړی او په (۱۰۰۲هـ) کال د ګجرات په احمدآباد کي و. »

نومورکي مؤرخين، حبيبي، پوهاند عبدالحی، ۶۱ مخ.

هاتفي هروي

نوم يې عبدالله او تخلص يې هاتفي***دئ. دی د مولانا جامي خوريی و. ده په خپل وخت د مثنوي په ویلو کښي ډېر شهرت موندلی و او ډېري مثنوي ګاني يې ويلي دي. د ده په مثنوي ګانو کښي ثمرنامه (مظفرنامه)، هفت منظر، شيرين و خسرو او لیلی و مجنون پوره شهرت لري. هاتفي سربېره په مثنوي په غزلونو او بوللو کښي د مهارت خاوند و او يو دېوان ورنه ياد ګار پاتې دئ.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۱۲۳ مخ

*** په اکثرو کتابونو کي چي د عبدالله نوم یاد سوی دئ نو هاتفي تخلص سره يې د هغه سيمه اييز تخلص  (خرجردي ) هم ذکر کړی دئ. خرجرد یا خرګرد د اوسني خراسان رضوي یوه سيمه ده.

هاشمي صديقي

خواجه جلال الدين هاشمي صديقي، د خواجه حسن په قول د هرات د لويانو او روحانيونو څخه و چي د شيخ الاسلامي منصب هم ډېره موده د دوی په کورنۍ پوري اړه درلوده. د «آثار هرات» په کتاب کښي هراتی او په آتشکده کښي  بدخشي بلل شوی دئ.

هر کله چي نوايي او حسن خواجه د ده هم زمانه وو، له دې کبله د دواړو خبره رښتيا ښکاريږي. دی د نوي کالو په عمر په ۹۳۴ هـ کښي وفات شوی دئ. په دې حساب په ۸۴۴ هـ کښي زېږېدلی دئ.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۱۲۳ مخ

هلالي هروي

هلالي یو خوږ ژبی شاعر دئ چي شعرونه يې په تېره د غزلونو دېوان يې د هر چا خوښيږي او په خاصو او عامو کښي شهرت لري.

د ده اصلي نوم چا بدرالدين او چا نور الدين ليکلی دئ. په اصل کښي چغتائي ترک وُ خو په دغه ښار کښي اوسېده. هلالي په غزلو مثنوي او قصيدو کښي پوره مهارت درلود. ده درې مثنوي ګاني نظم کړي دي چي صفات العاشقيق، شاه او ګدا، ليلی او مجنون نوميږي. د ده د اشعارو دېوان هم موجود دئ او څو ځله په هند (۱)کښي چاپ شوی دئ.

(۱) د هلالي جغتايي دېوان د هندوستان د چاپونو  سربېره يو بل چاپ په تهران کي د سعيد نفيسي په مقدمه او تصحیح خپور سوی دئ. د دې دېوان  د لکهنو ، ۱۲۹۷ سنګي چاپ يوه کاپي د فردوسي مشهد په مرکزي کتابتون کي خوندي ده.

واصفي

«د تاجیک د ادبياتو نمونه» نومي کتاب په وینا دی اصلاً هراتی وُ او په هرات کښي يې روزنه او پالنه موندلې ده.

ده د «بدايعالوقايع په نامه یو کتاب ليکلی دئ. د شاه اسمعيل صفوي هم زمانه و. د شيعه او سني په فتنه او لانجه کښي ماوراءالنهر ته ولاړ. ده هغه خپل کتاب کښي تر ۹۴۰ هـ پوري واقعات او پېښي بیان کړي دي او داسي معلومیږي چي د لسمي هجري پېړۍ په نيمايي کي وفات شوی دئ. واصفي په تاريخ او ليکوالۍ کښي پوره لاس درلود او ښه غښتلی شاعر هم و، خاص بیا په ګرانو صنعتونو کښي ډېر تکړه و.

منبع: اريانا دايرة المعارف اووم ټوک – ۱۱۰۳ مخ.

والهي هروي

د «رياضالشعراء» خاوند واله داغستانی يې د سلطان حسين بايقرا د دورې شاعر بولي ‎، دغه شان اميرعلي شير نوائي يې هراتی ګڼي او وايي: چي والهي د هرات د تېموريانو د زمانې شاعر دئ.

وجهي هروي

دی په اصل کښي د هرات و او همهلته روزل شوی دئ څه موده په کندهار کښي د رستم ميرزا او مظفر حسين میرزا صفوي سره اوسېده. کله چي دغه دواړه ميرزايان په خراسان باندي د اُزبيکانو د بري موندلو په وجه هند ته لاړل، نو وجهي هم د دوی سره ملګری شو. بیا څه موده پس د خانخانان خدمت ته ورغی او د خوراکې او جاګير خاوند شو.

څه موده وروسته له دغه دربار نه هم ولاړ او د زينخان کوکه  و زوی مظفرخان ته ورغی. وجهي په یوولسمه پېړۍ کښي د هرات د لويو شاعرانو په ډله کښي شمېرل کېږي.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک-۱۱۰۶ مخ

وصفي

د سام ميرزا هم زمانه او د هرات اوسېدونکی و.

دا مطلع ورته منسوبه ده:

خوبان شهر، فتنه و آشوب میکنند

کاری که میکنند، همه خوب میکنند

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک- ۱۱۱۳ مخ

ويسي هروي

د «رياض الشعراء» د ليکوال په وينا د سلطان حسین ميرزا د دربار له شاعرانو څخه دئ. په هرات کښي زېږېدلی، روزل شوی او لوی شوی دئ. فخري په «لطايفنامه» کښي ليکلي چي ويسي په کاتبي باندي مشهور و (د لاهور چاپ ۶- ۶۱ مخونه).

ويسي به شعر هم وایه او د ساغري هم زمانه و. ده غوښتل چي له جامي سره کعبې شريفي ته ولاړشي، خو په دې ارادې باندي بريالی نه شو.

ويسي هروي

له تاريخي دليلونو څخه معلوميږي چي د هرات په ادب پالونکي خاوره کي په یوه وخت د ويسي په نامه دوه تنه په شعر او خط کښي د شهرت خاوندان وو.

يو همدغه ويسي دئ چي بیان يې دمخه وشو او بل ويسي په وروسته کرښو کښي ښودل کیږي. دوهم ويسي له اول ويسي نه لږه موده وروسته د هرات په ښار کښي ژوند کاوه چي په شعر او خط کي يې یو خاص نوم درلود. لکه چي د ده په ښکلي او ښايسته خط باندي ډېر زيات آثار او کتابونه د دنيا په کتابخانو کښي موجود دي چي د ده په قلم ساتل شوي دي.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۱۲۰ مخ

يقیني هروي

مولانا یقيني په پارسي او ترکي شعر کښي پوره مهارت درلود. د «آثار هرات» د ليک له مخه د ښه خوی او جګ مقام خاوند و. د ده قبر د دوبرادران  په کلي کښي دئ.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۱۴۶ مخ

یادونه: د دو برادران کلی  د هرات ښار شمال غرب خواته د هرات- توري غونډۍ پر لويه  لاره د سيد مختار د غر شا ته واقع دئ.

یاري هروي

د هرات اوسېدونکی او د تېموريانو د دربار شاعر و. حسن خواجه د «مذکر احباب» ليکوال وایي چي د هرات له پخوانو شاعرانو څخه و. د شعر دېوان يې درلود او دا بیت د ده د حال شاهد دئ:

چون زمعنی نيست خالی عاشق صورت است

پی بمعنی میبرد عاشق بهر صورت که هست.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۱۴۴مخ

د هرات نوميالي تېري برخي:

لومړۍ- دوهمهدرېیمهڅلورمهپنځمهشپږمهاوومهاتمه نهمه  – لسمه یولسمهدولسمهديارلسمهڅوارلسمه پنځلسمه، شپاړسمه اولسمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *