تاند- ویل کېږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن جمعه/ بهر ته له تلو راګرځول شوی دی.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس جنرال دوستم ته د نژدې سرچینو په قول ویلي چې نوموړي غوښتل چې ترکیې ته لاړ شي خو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پولیسو ورڅخه پاسپورت واخیست او ورته ویې ویل چې د ده پر سفر بندیز دی.
جنرال دوستم او حکومت تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
سپوتینک بیا جنرال دوستم ته د نژدې سرچینو په قول ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال له هوايي ډګر څخه بېرته خپل کور ته ستون شو خو په دې پوی نه شو چې ولې د ده پر سفر بندیز لګول شوی دی.
دوستم ویلي چې ناروغ دی او د درملنې لپاره یې ترکیې ته سفر کاوه.
تر دې وړاندې دوستم د ډېرې مودې لپاره په ترکیه کې جلاوطن و.
جنرال دوستم ته نژدې سرچینو ویلي چې نوموړی نه غواړي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي خو د خپل ګوند له لوري به یو څوک د ولسمشرۍ د مرستیالۍ لپاره ونوموي.
ګومان کېږي چې دوستم به خپله مشره لور د یوه کاندید د مرستیالې په توګه معرفي کړي.
نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د ابتدايي پایلو له مخې له جوزجان ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی شوی دی.