تاند- ملګروملتو پرون وویل، که د نړیوالو په مرسته افغانانو ته متبادل روزګار رامنځته نه شي افغانستان به په یوه داسي هیواد بدل شي چې کاملاً په مخدرو موادو متکي وي.
د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې مشر یوري فیداتوف له افغانستانه په راتلونکي کال کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د دغه هیواد د مخدرو موادو د ستونزې تور تصویر انځور کړ.
ده وویل، د نړیوالو ځواکونو حضور شاوخوا درېمې برخې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، او هغه تشه چې د دغو ځواکونو له وتلو وروسته د کار په برخه کې رامنځته کېږي باید ډکه شي څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې یا یو این او ډي پي کالنۍ سروې د روان اکتوبر په وروستیو کې خپره شي..
فیداتوف رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: په دې سروې کې به وښودل شي چې په افغانستان کې تر تېر ۲۰۱۲ کال د کوکنارو حاصل زیات شوی دی.
له تریاکو، چې په نړۍ کې تر ټولو زیات په افغانستان کې تولیدېږي، هیروین جوړېږي.
د ملګروملتو د مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې روسي مشر فیداتوف د هلوځلو د زیاتېدو د غوښتنې په ترڅ کې وویل:«حالات مخ په خرابېدو دي، دا بیخي ښکاره او د مایوسۍ وړ ده. دا یوه خورا جدي ناکامي ده خو موږ ته پکار ده چې د خبرداري ږغ پورته کړو.»
کارپوهان وايي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره نورې مرستې ته اړتیا ولري.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان له مخدرو موادو څخه د جګړې د مصرف د پوره کولو لپاره کار اخلي.
فیداتوف هم دې مسلې ته په اشارې وویل: مخدر مواد د بلوا او جګړې د دوام لپاره پیسې برابروي، د سیمې ثبات او په افغانستان کې د خلکو روغتیا ګواښي، په دغه هیواد کې د روږدو کسانو فیصدي په نړۍ کې تر ټول لوړه ده.
ده همداراز وویل:« تراوسه په دې نه یو توانېدلي چې په افغانستان کې متبادل اقتصاد ته وده ورکړو او له ټولو هلوځلو سره سره نه یو بریالي شوي چې غیرقانوني کښت په قانوني واړوي.»
رشتیا هم که دا موجوده نړیوال موسسه چی ملل متحده هم ورته وایو ور باندی باور وشی او داسی هر څه چی یی زړه وغواړی ورته موقع ورکړه سی ، افغانستان خو پریږده چی ددې موسسی له خوا پدی بدبختی اخته سو آن توله نړی به داسی درپدره سی! دا بدبخته موسسی د لاسه نړی او افغانستان داسی حال ته راغلې ددې موسسی مداخلی دی چی نن ورځ په افغانستان کی غله د مخدره موادو قاچاقبران ، جنګی جنایت کاران ، دافغانانو قاتلان ، د پردی هیواد دشمنه استخباراتو جاسوسان چی نه دبشر په حقوقو بند دی او نه دانسانیت معیارونه پیږنی او نه هم دخلکو او هیواد غم ورسره دی، او دوی دی چی دملل متحده په توطیو او دسیسو پر افغانستان حکومت کوی او افغان یی یرغمل کړیدی
او افغانان یی ودې حال ته راوستی! او دا موسسه همداسی مداخلی وکړی رشتیا افغانستان به تر دی هم پر نورو بدبختیو اخته سی! خدای دی پر افغانان ورحمیږی