تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، نن /شنبه/ د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.
د وژل شوي سرتېري هویت او ملیت تراوسه پورې څرګند شوی نه دی.
د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد.
د ځینو راپورونو له مخې، دا پوځي په یوه نفوذي حمله کې وژل شوی دی.
له ۲۰۰۱ م کال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
د ملي اردو څرخکه بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه
له بلې خوا د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه نن /شنبه/ په کندهار ولایت کې بېړتۍ ناستې ته مجبوره شوه.
د کندهار پولیس وايي چې دا پېښه په معروف ولسوالي کې وروسته له دې وشوه، چې هیلي کوپتر له مځکې لږڅه پورته شوه.
په دې څرخکه کې ۲۰ سرتېري سپاره ول.
په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور هم ژوبل شوي دي.