تاند- دا په برازیل کې د امازون سین په وروستۍ برخه کې د ماشومانو د یوه کلیوالي ښوونځي ودانۍ ده.

دا ودانۍ، چې د برازیل له پلازمېنې برازیلیا ۳۷۰ کیلو متره شمال ختیځې خوا ته په توکانتینس ولایت کې د شولو د کروندو په څنګ کې جوړه شوې، د معمارۍ له نظره د نړۍ تر ټولو ښه ودانۍ ګڼل شوې ده.

دا ودانۍ له لرګیو او نورو موادو، چې دواړه د سیمې خپل دي، جوړه شوې ده.

دې ودانۍ سږ کال (۲۰۱۸) په داسې حال کې د (RIBA) نړیواله جایزه وګټله چې د ۱۶ هیوادونو ۱۹۹ ودانۍ یې په وړاندې کاندیدې وې.

دا معتبره جایزه په هرو دوو کلونو کې یو ځل په دې هدف ورکول کېږي چې په نړۍ کې د نویو او ښکلیو ودانیو جوړول تشویق شي.

د دې ودانۍ نقشه برازیلي مهندس الف زیرو  جوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *