تاند- د کابل د علماوو شورا خوله ور ريیس مولوي بصیر حقاني نن / شنبه/ ماسپښین په چهلستون کې د نامعلومو وسله والو په ډزو شهید شو.
د حقاني د کورنۍ غړي وايي چې مولوي حقاني د خپل کور مخته له موټره کښته شو چې ډزې پرې وشوې.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید چا کړی دی.
مولوي حقاني په افغانستان کې د روانې جګړې او انتحاري حملو په اړه په زغرده خبرې کولې او د یو شمېر نورو ملایانو په شان یې د ترور کېدو له وېرې محافظه کاري نه کوله.
که څه هم تراوسه پورې د مولوي حقاني د وژلو مسوولیت کومې ترهګرې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په تېرو ۱۷ کلونو کې اکثره دیني عالمان وسله والو طالبانو وژلي دي.
طالبان عموماً هغه ملایان وژني چې پر دې ډلې انتقاد کوي او یا انتحار حرام بولي.
Taleba Allah de da tor da punjab makh nor torkra walede ya bal pir ROKHAN ratha shaheed pa lara pakhtonkhwa kede maulana Hassan jan shaheed kro. Makhde tor sha