تاند- ټاکل شوې ده چې نن /جمعه/ په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کنینیا له ملي ټیم سره په شل اوریزه سیالۍ کې مخامخ شي.

د کرکټ دا شل اوریزه مسابقه په عربي متحد اماراتو کې  له کینیا سره د کرکټ لوبو د روانې لړۍ وروسته یوه ده.

مخکې د همدې لوبو په ترڅ کې چې په متحده عربي اماراتو کې وشوې افغانستان په دوو یو ورځنیو، یوې شل اوریزې او څلور ورځني تیسټ میچ کې کینیا ته ماتې ورکړې وه.

د کینیا په وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې بري افغانستان ته د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لار پرانسته.

د افغانستان ولسمشر په همدې ویاړ یوه کمیسون ته دنده سپارلې چې هیواد ته د کرکټ ټیم د راتلو د هرکلي ترتیبات ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *