تاند- پاکستان د طالبانو دا ادعا رد کړه چې ګنې اسلام اباد د ملابرادر د خوشي کولو په اړه پر خپله ژمنه عمل نهدی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د چهارشنبې په ورځ دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغان طالباتنو یوه ویندوی وویل، ملابرادر خوشي شوی نه دی او لا هم د پاکستان په توقیف کې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت ویندوی وویل: ملا عبدالغني برادر ازاد دی چې د پخلاینې د هدف د پرمخ بېولو لپاره هر چا سره وویني یا تماس ونیسي.

تر دې مخکې پرون د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي و چې ملا برادر لا هم شپې د پاکستان په محبس کې سبا کوي.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې ملا برادر له خپلو طالب ملګروسره له خبرو انکار کړی ځکه چې نوموړی ځان ازاد نه احساسوي او تر شاوخوا یې د پاکستان پوځي او امنیتي مامورین راچاپېره دي.

پاکستان د تېر سپټمبر په نیمايي کې اعلان وکړ چې ملا برادر یې خوشي کړی دی. نوموړی په ۲۰۱۰ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د امریکا د سي آی اې په ګډو عملیاتو کې په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

د برادر له نیولو وروسته افغان چارواکو وویل چې نوموړي غوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

حکیم الله مسود خبرو ته تیار یو

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود وايي، د ده ډله لا هم د سولې خبرو ته تیاره ده.

حکیم الله مسود په یوه مرکه کې، چې پرون خپره شوه، د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د جدي ګام په اخیستلو کې په پاتې راتلو تورن کړ.

تېره میاشت، وروسته له دې چې اسلام اباد له طالبانو سره د خبرو وړاندیز وکړ، وسله والو په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړ.

مسود وویل، حتي که بهرني پوځیان راتلونکی کال له افغانستانه ووځي هم، په پاکستان کې به د دوی حملې دوام وکړي.

ده وویل. که پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه ودرول شي طالبان تیار دي چې د سولې خبرې وکړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک تر دې مخکې د سولې د خبرو لپاره له ټولو قبایلي سیمو څخه د پاکستاني پوځیانو د وتلو او د اوربند د اعلانولو شرطونه ایښي ول.

امریکا د حکیم الله مسود پر سر پنځه ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *