تاند- څو کورنیو رسنیو نن /یکشنبه/ د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د ولسمشرۍ انتخابات درې میاشتې ځنډېدلي دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ مه نېټه (د ۲۰۱۹ د اپریل ۲۰مه) ترسره شي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې او دغه راز څو افغاني خبري رسنیو ویلي چې سرچینو ورته ویلي، پرېکړه شوې چې د ولسمشرۍ انتخابات تر خپل ټاکلي وخت درې میاشتې وروسته وشي.
دغو رسنیو د خپلې سرچینې نوم نه دی یاد کړی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینو تاند ته وویل چې تراوسه داسې کومه پرېکړه نه ده شوې.
د انتخاباتو د ځنډېدو اوازې تر دې پخوا هم خپرې شوې وې.
په مخکینیو راپورونو کې، چې حکومت او طالبانو تایید نه کړل، ادعا شوې وه چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنو کې وړاندیز کړی چې انتخابات دې وځنډول شي.
د افغانستان حکومت په وروستیو کې څو ځلي پر خپل وخت د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.