هیبة الله او خلیلي

تاند- طالبانو د افغانستان د سولې د عالي شورا دا ادعا رد کړه چې ګنې د سولې شورا ته یې لیک او ویدیويي پیغام استولي دي.

پرون /یکشنبه/ د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټو له غړیو سره په غونډه کې وویل چې طالبانو لیک ورلېږلی او په هغه کې یې د لومړي ځل لپاره د سولې له عالي شورا سره د سولې د خبرو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

خلیلي زیاته کړه«موږ ته د طالبانو د کوټې د شورا له لوري  ویدیويي پیغام هم رالېږل شوی او په هغه کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه د بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې ده.»

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د مشرانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د لیک تبادله کېدل رد کړل او ویې ویل چې د طالبانو د مشرانو او د سولې د شورا ترمنځ هیڅ راز تماس نه دی نیول شوی.

ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي چې د سولې د شورا رييس دا خبرې د دې لپاره کړي چې خپلې شورا ته مشروعیت ورکړي.

مجاهد په عین حال کې د دوو تنو د نیولو یادونه کړې چې د ده په وینا یې ځانونه د طالبانو استازي ښودلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *