تاند- نن /دوشنبه/ د امریکا په وخت ماسپښین مهال به د ناسا ستوربېړۍ پر مریخ کښېني.

دا ستوربېړۍ ۷ میاشتې پخوا له کلیفورنیا څخه د مریخ په لور توغول شوې وه.

پر مریخ د ستوربېړیو کښېناستل اسانه کار نه دی ځکه چې له اتومسفیر څخه یې تېرېدل ګرانه دي. تر دې پخوا مریخ ته په سلو کې ۶۰ دا ډول هڅې ناکامې شوي دي.

دا ستوربېړۍ په داسې حال کې نن مریخ ته رسېږي چې په ساعت کې په ۱۲ زره کلیومتر سرعت روانه ده.

د ناسا ساینسپوهان وايي، که چیري دا ستوربېړۍ په سم ډول او بې ستونزې پر مریخ کښېني، د دوو کلونو په مخه به مهم معلومات مځکې ته راواستوي.

په څو ساعتونو کې ممکن پر مریخ د دې ستوربېړۍ د کښېناستو ویدیو هم خپره شي.

ناسا دا مهم او تاریخي شېبې په ژوندۍ بڼه خپروي. لاندې ویدیو یې لیدلی شئ:

او یا هم دا ووینئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *