لېوال افغان

ټافل (TOEFL) یا (د بهرنۍ ژبې په توګه د انګلیسي ژبې ازموینه*) یوه معیاري، اکډميکه او نړیواله ازموینه ده، چې د انټرنېټ پر مټ په انلاین بڼه اخیستل کېږي او د دغه سند په درلودولو سره تاسې د نړۍ په ګڼو معتبرو پوهنتونونو کې د خپلو زده کړو د بشپړولو چانس ازمویلی شئ. چانس مې ځکه وویل، چې د نړۍ زیاتره مشهور پوهنتونونه او علمي اکاډمۍ له تاسې دغه سند غواړي او دا یې یو اساسي شرط وي. د شمولیت یا منظورۍ پروسه بیا توپیر کوي او هغه له تاسې په ځانګړې برخه کې پوهنتون ځینې لیکلې مقالې او ځینو پوښتنو ته ځوابونه غواړي، چې هغه په کاري وړتیا، پوهه او ستاسې د شخصيت په ښه ډول خرڅلاو پورې تړلې ده، چې څنګه ځان هغوی ته ښه وړاندې کولای شئ. زه نه غواړم دلته په هغه موضوعاتو بحث وکړم؛ خو د ددغې ازموینې لپاره غواړم یو څو اساسي ټکو ته اشاره وکړم، چې زموږ زیاتره ځوانان په دې اړه یا بیخي معلومات نه لري او یا هم ناسم ځان پوهوي.

دغه ازموینه څلور اساسي برخې لري، چې (Reading, Listening, Speaking, Writing) څخه عبارت دي، چې که وخت یاري وکړه، د هرې برخې پر ځانګړنو، ستراتیژیو او لارو چارو به په بله لیکنه کې بیا در سره وغږېږم.

د ټافل ازموینه هرکال له ۱۵۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې په انلاین ډول اخیستل کېږي او هلته خپل مرکزونه لري. تر ۱۰،۰۰۰ زیات د نړۍ په معتبرو او مشهورو پوهنتونونو، ښوونیزو ادارو ، اکاډمیو او نورو ګڼو تعلیمي ادارو کې يې سند اعتبار لري. د یادې ازموینې ټولې پوښتنې د (ETS) یا د دغې ازموینې د انلاین تعلیمي خداماتو د ادارې له خوا برابرېږي او د نوم لیکنې ټوله پروسه یې په انلاین ډول تر سره کېږي. زه غواړم دلته ستاسې پام څو مهمو ټکو ته واړوم، چې زیاتره ځوانان یې په اړه کم معلومات لري او که یې لري هم، د ازموینې له اساسي غوښتنو سره سم دوی مخته نه ځي او په پایله کې ښه (Score) یا نمرې هم نه شي اخیستلی.

د ټافل (TOEFL) نړیوالې ازموینې په وخت کې کله چې له تاسې د یوې مشخصې موضوع په اړه پوښتل کېږي (البته دا ډول پوښتنې ممکن په نورو ورته مرکو (Interview) په وخت کې هم له تاسې وشي) چې په نوموړې موضوع خبرې وکړئ.

دغه لیکنه له هغو محصلینو سره پوره مرسته کولای شي، چې غواړي بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته خپل غوښتنلیکونه ولیکي.

لاندې څو ټکي در سره د خاکې جوړولو په برخه کې ښه مرستندوی لارښود کېدای شي.

لومړۍ:

تر هر څه وړاندې ستاسې خبرې که شفاهي وي او یا تحریري باید په تخنیکي لحاظ منظمې، روانې او د پوهېدو وړ وي. مهمه نه ده، چې د پوښتل شوې پوښتنې په وړاندې تاسې علمي وغږیږئ، بلکې دوی ستاسې د خبرو مهارتونه، کلماتو پر ځای کارونه او منظم چوکاټ یا روان بهیر په پام کې نیسي!

مشخصاً پر موضوع عمومي بحث وکړئ، ولې مهم دی، ځکه چې دا او دا ګټې لري، بېلګې او خپلې عینې تجربې وړاندې کړئ. هغه څه ووايئ، چې تاسې بیخي پخوا نه وي ویلي او دا به جالب وي، نوي به وي او د دوی لپاره د پام وړګرځي. مثالونه ورکړئ. ګټې یې روښانه کړئ، مثلاً؛ خلک ترې په ګڼو برخو کې ګټه اخیستلای شي، ګټور یې ځکه بولم چې…. په سیاست، پرمختګ، بیا روغونه، اقتصاد، ټولنپوهنه، د خلکو د فکري ويښتیا…. او نور.

په مجموع کې تاسې باید د خپلو خبرو په پیل کې د موضوع اړوند عمومي بحث وغزوئ.

دوهم:

د پرګراف په دوهمه برخه کې باید د یادې موضوع اړوند پر هغې خوا بحث او خبرې وکړئ، چې د یوه فرد په توګه یې تاسې ګټې د ځان یا نورو لپاره کومې کومې بولئ؟

مثلاً؛ د ټولنپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې ځکه راته مهمې دي، چې د مهارتونو په لوړولو کې له شخص سره مرسته کوي، په ټولنه کې د خلکو پر اصلاح مو د پوهې کچه لوړیږي. که چېرې یو شخص وغواړي، خپله پوهه په مشخصه برخه یا رشته کې سرته ورسوي، نو ډېره اړینه ده، چې یاد زده کوونکی . دلته په ځانګړې توګه د ځان په اړه وغږېږئ، چې د ددې او دې دلیل په اساس راته دا موضوع او دا رشته مهمه ده. ځينې وخت ډېره عادي خبره هم ستاسې دبریالیتوب چانس کېږي او هغه دا چې ستاسې خبره به د ازموینې د اخیستونکو لپاره نوې، جالبه او د پام وړ وي.

خو په هر صورت په دې برخه کې باید تاسې د امکان تر بریده د یوه فرد لپاره د هغې موضوع ګټې په واضع توګه روښانه کړئ، چې له تاسې پوښتل شوې وي او بیا یې ټولنې ته د یو فرد په وړاندې کولو کې څه خیر ټولنې او خلکو ته رسيږئ.

دلته تاسې باید لومړی د ځان په اړه بحث وکړئ او بیا خپل ځان چې ټولنې ته وړاندې کوئ، خپلې ټولنې ته یې خیر او ګټې د بېلګو په وړاندې کولو سره روښانه کړئ!

درېیم:

په دغه برخه کې تاسې که په هره کچه غواړئ زده کړې وکړئ، د هغې رشتې اړوند د بهرنیو هېوادونو د پوهنتونونو د پروفیسرانو، استادانو او د هغوی د تجربو ګټو باندې یوځل رڼا واچوئ، مثلاً که په یوه امریکايي پوهنتون کې غواړئ زده کړې وکړئ، نو د هغو استادانو تجربې به له تاسې سره څه مرسته وکړي. د مثالونو په وړاندې کولو سره خپلې خبرې اوږدې کړئ. مثلاً په ژوند کې به مو خپلې تجربې قوي شي، ستاسې دغه شخصي تجربې به د ټولنې د وګړو ښېرازۍ لامل شي، ځوانان به وهڅول شي، نوي فکرونه به وروزل شي، ستاسې علمي پوهه به لوړه او غني شي او بیا یې په همدې برخه کې ګټې له ټولنې سره وتړئ، خپل مسولیتونه د ټولنې په وړاندې واضح کړئ. مثالونه وړاندې کړئ.

که مو وخت موند، نو ښه ده، چې په یاده برخه کې یو ځل د پوهنتونونو پر پرتلییزه څېړنه لږ تم شئ، مثلاً، که یوه سړی په افغانستان کې خپله ماستري کوي، څومره ګټوره ده او بل سړی په ورته برخه کې په یوه بل هېواد مثلاً انګلستان کې ماستري تر سره کوي، څومره ګټوره ده.  یا د لوړو زده کړو، ماسترۍ او یا دوکتورا تر لاسه کولو لپاره دلته امنیتي، اقتصادي او ټولنیز شرایط څومره مساعد دي او شرایطو ته په کتو هغه توپیرونه په ژوره توګه روښانه کړئ.

څلورم:

په وروستۍ برخه کې که د خپلو لاسته راوړنو، د کورنۍ، مور او پلار ، ملګرواو په ځانګړې توګه د هغه ټولو لاسته راوړنو په اړه وغږېږئ، چې ستاسې مور او پلار او په ټوله کې یې ستاسې کورنۍ لري. مثلاً: پلار مو څه کارونه کوي او څومره څه یې تر دې مهاله تر سره کړې دي. مثالونه ورکړئ او د کورنۍ د هغو غړو په اړه هم وغږېږئ، چې تر اوسه یې په ژوند کې مهم نوښتونه تر سره کړي وي، مثلاً؛ پلار مو په یوه ښوونځي کې سر ښوونکی دی، هغه د ادارې او د شاګردانو له خوا تل د خپلو مسولیتونو او دندې په ښه توګه تر سره کولو له امله ستایل کیږي.  په ګڼو برخو کې یې څېړنې کړې دي، کتابونه او مقالې لیکي، ټولنیز خوځښتونه تر سره کوي او نور… لنډه دا چې مقابل لوری وهڅوئ او هغوی ته د خپل کورني ټیم له خوا ډاډ ورکړئ او یا په اصطلاح چې ځان د خرڅلاو لپاره غوره او لوړ وړاندې کړئ.

او په وروستۍ برخه کې یو ځل بیا روښانه کړئ، چې د پورته یادو دلایلو له امله زه ښه یم او لیوالتیا لرم، چې په یاده برخه کې خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړم. ددغې ازموینې د اخیستونکو یوه ستره او اساسي موخه دا وي، چې دوی استعدادونه غواړي جذب کړي؛ نو که تاسې د خپل ښه مارکېټېنګ لپاره ځان چمتو کړئ، ستاسې چانس به هرو مرو تر نورو زیات وي. هغوی نه غواړي، چې تاسې ورته موضوعات تشرېح کړئ، تعریفونه ورته وکړئ او یا ورته ووايئ چې زه دا او دا ډول کارونه کوم، فلانی کار کوم او فلانی…. نه، د هغوی مهمه غوښتنه دا وي، چې تاسې چارې او کارونه یا خپل مسولیتونه په کوم طرز کوئ، تګلارې مو څه دي، لنډه دا چې د یو کار طرز درنه غواړوي. په پای کې، ستاسې خبرې باید د پام وړ او ډېرې زړه راښکوونکې وي.

One thought on “د ټافل نړېواله ازموینه له تاسې څه غواړي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *