انځوريزې نښې (انځوريزې نښې) د وتلي شاعر، لیکوال او د خوست د ولایتي شورا وکیل ښاغلي نورشاه نوراني نثري ټولګه ده، چې تازه له چاپه راوتلې ده. دغه ټولګه چې رنګه پښتي لري پر سپين کاغذ په ښکلي سکښت چاپ شوې ده.
د سریزو له پاڼو پرته په ۶۷ مخونه او د ۱۵۰۰ ټوکو کې خپره شوې ده.
په انځوريزې نښې ټولګه کې ۷ عنوانه لنډې کیسې او ۷ عنوانه ادبي ټوټې راغلي دي. دغه نثري ټولګه چې د ګل خپرندویه ټولنې له لوري خپره شوې. د خوست ښاراو دهیواد بېلا بېلو ولایتونو په کتاب پلورنځیو کې يې مینه وال ترلاسه کولای شي. دښاغلي نوراني دنثر په برخه کې لومړنی چاپیز ګام دی ،چې د ادب په ډګرکې يې اوچت کړ. تردې وړاندې يې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې او درې نور ناچاپ شوي اثارهم لري.
د ګل خپرندویه ټولنې اداره