محس داوړ او علي وزیر

تاند- د پاکستان فدرالي پولیسو په ملي جرګه (نشنل اسمبلي) کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي ونیول.

د پښتون ژغورني غورځنګ یوه مخکښ مشر خان زمان کاکړ د پېښور په هوايي ډګر کې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي پولیسو (ایف آی اې) له لوري د علي وزیر او محسن داوړ نیونه په کلکه وغندله او خبرداری یې ورکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د پاکستان د دولت د پښتون دښمنې پالیسۍ په وړاندې ډېر ژر غبرګون څرګند کړي.

علي وزیر او محس داوړ په داسې حال کې ونیول شول چې هغوی غوښتل بهر ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې محسن داوړ او علي وزیر دوبۍ ته روان ول خو د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي پولیسو له لوري له الوتکې کښته کړل شول.

خان زمان کاکړ ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د پاکستان د دولت د دې اقدام په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي بلکې احتجاجونه، پرلتونه اوغونډې به وکړي.

ده همداراز ویلي چې له نویو تاکتیکونو به کار واخلي او په هر قیمت به د پښتنو د خپلواکۍ لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

د ایف آی اې د پېښور رييس میرواعظ نیاز د ملي جرګې د دواړو غړیو نیونه تایید کړه، ویې ویل هغوی په تور لیست کې ول او د صوابۍ پولیسو یې د نیولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان پوځ او استخباراتو په ځلونو د پښتون ژغورنې غړي نیولي، ځورولي او هڅه یې کړې چې د هغوی د مظاهرو او احتجاجونو مخه ونیسي.

د پاکستان پوځ تور لګوي چې دا غورځنګ د پاکستان یووالي ته خطر پېښوي.

دا ولسي غورځنګ د پاکستان د پوځ له لوري د لسګونو زره پښتنو د بې درکه کېدو په اعتراض کې جوړ شو.

One thought on “د پاکستان فدرالي پولیسو د پښتون ژغورنې دوه مهم مشران ونیول”
  1. LAR AW BAR UNITED PASHTOONS MUST FIGHT FOR FREEDOM FROM PANJAB.HOWLONG WILL PASHTOONS KILLING BY PUNJAB.
    IN THIS TIME MASHAAAL KHAN TAKAAR ALSO SEEDUP TO HIS FIGHT
    AGAINST PUNJAB,((GAM))
    PASHTOON ELDERS MUST DO MEETINGS ABOUT THIS GREAT ISSUE,
    THE AFGHAN WAR IS PART OF THIS PROBLEM.
    PAKISTAN IS NOT STRONG.
    PAKISTAN HAVE ECONOMIC&MULTI POLITICAL PROBLEMS,
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *