ولي محمد علیزی
یوویشتمه پیړۍ د ساینس او ټيکنالوژي پیړۍ ده. د ساینس او ټيکنالوژي په دې پیړۍ کې هر ورځ نوي نوي ایجادات او انکشافات کیږي. انسان د ژوند په هر ډګر کې په ناقابل یقین پرمختګونو او لاس ته راوړنو بوخت دی. د ساینس او ټکنالوژي د نورو ډګرونو سره سره انسان د رسنیو په ډګر کې هم ډېر انقلابي لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړې دې او دغه لاس ته راوړنو انسانان یو بل ته دومره نيژدې کړي دي چې د نړۍ د یوه کونج انسان د نړۍ د بل کونج انسان په ژوندی بڼه لیدلای او خبرې ورسره کولای سي.
رسنۍ د دغه پرمختياوو پر بنسټ د یو ریاست څلورمه مټه ګڼل کیږي. د سیاست په ډګر کې هم رسنۍ ډېره مهمه دنده لوبوي. په ځانګړې توګه د پښتانه په ملتپال سیاست کې خو بیا بیخي مهم دنده درسره کولای سي. چې يوخوا رياستي او شخصي رسنۍ د پښتانه پروفائلنګ کوي او بلې خوا ته نوی نسل ورځ په ورځ د ملتپالنې څخه لېرې کیږي او خپل قام و وطن ته د ورپېښې ستونزو څخه بېګانه کېږي. د دې سره سره دا قام د شناخت، ترهګرۍ او په سیاسي و معاشي ستونزو کې راګير دی.
پښتون افغان وطن ته دغه ستونزې د اوس نېژدې وخت څخه نه دې ورپیښې بلکې تقريباً د تېرو دوه سو کاله څخه پښتون وطن د دغه ستونزو سره مخامخ دی. په نولسمه پيړۍ کې پرنګي ښکیلاک د خپلو شمو اهدافو دپاره پر افغان وطن دوه جنګ مسلط کړه چې د دویم جنګ په پایله کې یې پښتونخوا وطن د چترال څخه در بولانه محکوم کړی. یوې برخې ته یې غیر فطري نوم صوبه سرحد او بلې برخې ته یې غیر منصفانه نوم برټش بلوچستان ورکړی. پرنګي ښکيلاک د خپلې بالادستي د دوام دار کولو لپاره یې د دغه وطن د ولس هر ډول سیاسي او معاشي خپلواکي سلب کړه.
د برتانوي استعمار د دې ظلم، جبر اومریتوب په ضد او وطن د خپلواکۍ دپاره په مبارزه کونکو ملي مبارزینو کې یو روښانه نوم د خان عبدالصمدخان اڅکزي دی چې د شهادت وروسته د خان شهید لقب ورکول سو. نوموړي د عنایت الله کاریز ګلستان د مولوي نور محمد په کور کې په کال 1907 کې سترګې روڼې کړي. دغه وطنپاله او ملت پاله کورنۍ د برخوردار خان څخه نیولي تر نن ورځي پوري د فغان ملت او د افغان وطن د ساتنې او خپلواکۍ دپاره مبارزه د خپلو ککرۍ په قرباني کوي. عبدالصمد خان اڅکزي د وطن د خپلواکۍ دپاره یې د سیاسي او د ادبي مبارزې سره سره صحافتي مبارزه هم کړې ده.
خان شهید د انګریز استعمار د استحصال او جبر پر ضد خپله سیاسي مبارزه په کال 1930 کې پېل کړه. نوموړي په ولس کې د سیاسي شعور پیدا کولو او په قامي مبارزه کې یې د ځان ملګري کول دپاره یې هلې ځلې د خپل کلي څخه پېل کړې. ښکيلاکګر حکومت د غلامۍ پر ضد د ږغ پورته کولو په تور کې خان شهید په وار وار زنداني کړی. د اول وار د زندان څخه د راوتلو پس خان شهید د سیاسي بیدارۍ او د ولسي ملګرتيا دپاره یې د سیاسي مبارزې پر سنګ سنګ د یو قامی اخبار رایستل هم اړین وګڼل. خان شهید غوښت چې د دغه اخبار په ذریعه د پرنګي استعمار د غلامي پر ضد او د وطن د خپلواکۍ د مبارزي دپاره په ولس کې سیاسي شعور پیدا کړي.
د اخبار د رایستلو او د پریس لګولو دپاره په برټش بلوچستان (جنوبي پښتونخوا) کې قانون شتون نه درلودی. خان شهید د پریس ایکټ د راوړولو دپاره یې هلې ځلې پېل کړې او په هر فورم یې ږغ پورته کړی. په ډلي کې یې د مسلم کانفرنس د مشرانو سر محمد یعقوب، سر محمد شفیع داؤدي او د اسمبلۍ د غړو سره لیده کاته وکړه او په دغه ستونزه یې اګاه کړه. د دغو ښاغلو او د سر ابراې مټکاف په مربوطه کوښښونو پریس ایکټ د 1935 د کوټې د زلزلې وروسته هغه وخت عملي سو چې خان شهید د مچھ په جیل کې بند وو.
د خان شهید په مئی 1936 کې د زندان څخه د ایله کیدو وروسته ځکه پریس ایکټ عملي سوی وو نو یې د چاپ خانې (پرنټنګ پریس) او د اخبار رایستلو د اجازت نامې دپاره پرنګي اې اې جي سي سر پرسنز ته درخواست وکړی چې د لس میاشتو د اوږد انتظار وروسته درخواست منظوره سو او خان شهید ته یې د پریس لګولو او د اخبار رایستلو اجازه ورکړه.
خان شهید هغه رنګه خان نه و چې د چا جاګیرونو او نوکران وي او ډېرې پسې لري بلکې د دوی کورنۍ ځکه خانان ګڼل کیده چې تل د وطن د خپلواکۍ ساتنه یې د سرونو په ښندنه کړي وه. د نوموړي په معاشي توګه سپکه ګوزاره کیده. په قامي مبارزه کې یې د ځان خرڅ په خپلو پیسو کوی او هر وخت به د خلګو پوروړی وو. چې د قامي کار دپاره خرڅ به د ده تر وس زیات سو نو پر ولس بې د چنده ټولوله ږغ وکړی. د چاپ خانې لګولو او د اخبار رایستلو دپاره لس زره روپۍ پکار وې. دا خرڅ د خان شهید تر وس زیات وو نو یې د ولس څخه چنده وغوښته چې اونیم زره روپۍ ټوله سو. په دغه توله سوې چنده کې نیمه چنده خان قلات میر احمد یار خان، میر شهباز خان نوشیرواني، جام میر نورالله خان او نورو بلوڅو سردارانو په ګډه ورکړه. تر ټولو زياته برخه خان قلات میر احمد یار خان دوه زره روپۍ ورکړي. نوره نیمه چنده پښتون عام ولس ورکړه، دونيم زره روپۍ لا کمې وې.خان شهید د دغه کمو روپو د پورا کولو دپاره یې خپل جائیداد ګرو کړی.
خان شهید غوښت چې د پریس او اخبار دنده د ده په ملګرو کې يې یو ترسره کړي او دی د سیاست په ډګر کې خپلې تودې مبارزې ته دوام ورکړي، خو په ملګرو کې یو چا هم دا وړتیا نه درلوده او نه چمتو وو چې د پریس او اخبار چارې پر خپله غاړه یې واخلي . خان شهید خپله د لاهور څخه د پریس مشینونه راوړه او په جنوري 1938 کې یې د پریس کار پېل کړی. خان شهید د پریس نوم د خپل نږدي ملګري او بلوڅ ملتپاله مشر یوسف علي مګسي چې د کال 1935 د کوټې په زلزله کې مړ سوی وو، د قلمي نوم “عزیز” په سبب “عزیز الیکټرک پریس” کيښود چې د کوټې پر پرنس روډ یې واقعیت درلودی.
په 20م نومبر کال 1938 کې د هفت روزه استقلال اخبار اوله ګڼه شائع سوه. استقلال اخبار يوازينی هغه اخبار وو چې په بلوچستان کې په باقاعدګي سره شائع کیدی. په دغه اخبار کې په اول وار د اردو ژبي سره سره پښتو ته هم ځائ ورکول سو. په اخبار کي د برټش بلوچستان (جنوبي پښتونخوا) او قلات ریاست د خبرونو سره سره بین المللي باوري خبرونو او پر هغو باندې ګټورې څيړنې چاپې دي. د استقلال اخبار موخه دا وه چې د ولس سیاسي روزنه وکړي او په ولس کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو قامي احساس پیدا کړي. بله موخه یې دا وه چي انګریز واک والان او د هند نور مشران د بلوچستان په ستونزو خبر کړي. خان شهید د سیاست او ادب سره سره د ژورناليزم په ډګر هم مسلکي دود دوام دار وساتی. استقلال اخبار چې انجمن وطن ګوند ترجمان وو پر دا برسيره یې په اخبار کې یې سیاسي او نظریاتي مخالفینو ته هم کوریج ورکوی چې د خان شهید مسلکي وړتیا ښکاره کوي.
“استقلال” اخبار د خپل اشاعت په اوږدو کې په وار وار د مالي ستونزو سره مخامخ سو خو خان شهید د محدودو وسائلو باوجود په میړانه د دغو ستونزو مخنیوی کوی. استقلال اخبار به تل د پرنګيانو پر استعماري او استحصالي پاليسيو سختې نيوکې کولي نو ځکه د دغه اخبار د مالي مرستې دپاره سرکاري اشتهارات اخبار ته نه ورکول کیدل او په پایله کې به اخبار تل د مالي ستونزو سره مخامخ وو. د اخبار يوازېنۍ مالي تکیه د ځايي تجارانو اشتهارت وه.
د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې پرنګي سامراج غوښت چې استقلال اخبارهم د هند د نورو اخبارونو په څیر د روپیو په بدل کې د پرنګيانو د جګړې پروپاګند وکړي خو خان شهید د همیش په څیر د روپیو اخیستلو پر ځائ د حق، ولس او وطن وینا یې غوره وګڼل او د پرنګي پر استعماري پاليسيو یې نيوکو ته دوام ورکړی. د دغه نیوکو په پايله کې په کال 42-1941 کې برطانوي استعمار د استقلال اخبار د قطعي بندیز امر وکړی خو بیرته ډېر ژر د “یونائټډ انډيا ایډیټرز کانفرنس” په مرسته دا بندیز عارضي ثابته سو او استقلال اخبار په باقاعدګي سره شائع کیدی.
د هند د ویش وروسته چې نوی ملک جوړ سو نو حکومت ته د استقلال اخبار خپلواکه تګ لاره د زغملو وړ نه وه. په کال 1948 کې خان شهید ګرفتاره کړی او په کال 1950 کې یې د نوموړي پر استقلال اخبار هم بنديز ولګوی. په استقلال اخبار د بندیز لګیدولو وروسته د خان شهید سیاسي او فکري ملګرو د “بلوچستان جدید” په نامه اوه ورځنۍ مجله او د ” پښتو” په نامه یې مياشتنۍ مجله راویستلې. د خان شهید لیکنې به وخت په وخت په دغه مجلو کې شائع کیدلې خو ډېر ژر د نوي استعماري حکومت لخوا دغه مجلې هم د بندیز سره مخامخ سوي او ولسي ږغ چې د ولس د سیاسي او بشرې حقوقو ترجماني یې کول، د خاموشه کولو هڅه وسوه.
بابا پښتون په پښتونخوا وطن کې او په ځانګړې توګه په پښتون بلوڅ صوبه بلوچستان کې د صحافت دپاره ډېر ستر او نه هېریدونکي خدمتونه کړي دي. نوموړي د 1938 څخه د “یونائټډ پریس آف انډيا” په بلوچستان کې یې استازي په توګه دنده ترسره کول پېل کړه. په پښتون بلوڅ صوبه بلوچستان کې چې د ژورنالسټانو اول تنظیم د “بلوچستان ژورنالسټ ایسوسي ایشن” په نامه جوړ سو د هغه اول صدر خان عبدالصمدخان اڅکزی وټاکل سو. د دې سره سره ښاغلی د ” آل انډیا ايډيټرز کانفرنس “ بلوچستان د څانګې صدر او “بلوچستان پریس ایډوئزري کمیټې ” غړ هم پاته سوی دی. د ژورناليزم په ډګر کې د دغو خدمتونو په عوض کې نوموړي ته د ” بلوچستان د بابا صحافت ” خطاب ورکول سو.
خان شهید د مرګ د وروستیو شيبو پورې د ولس د سیاسي او معاشي خپلواکۍ سره سره د ژورنالېستي خپلواکۍ او د ژورنالسټ د حقوقو دپاره یې مبارزه دوام دار وساته. ده دا یقین درلودی چې صحافت د قامي مبارزي هغه اړین محاذ دی چې د ولس سیاسي روزنه په ډېره ښه توګه کولای سي او ولس په خپلو ورپیښو ستونزو خبرولای سي ځکه یې دغه محاذ د پیاوړه کولو هر وخت هڅه کول. خان شهید په عملي توګه د ژورنالیستي مبارزه کولو سره راتلونکو نسلو یو مثال پریښوی چې هغه هم د تشې خبرو پر ځائ عملي کار وکړي.
بابا پښتون د خپل ژوند تقريبآ نیمه برخه د پرنګي استعمار او د هند ویش وروسته د هغه د تالۍ څټو په زندانو کې تېر کړه. ښاغلي د هند د ویش وروسته د ژوند ډېرې لږ شپې او ورځې د زندان څخه دباندې تېرې کړې. خو د یو ګړی دپاره یې هم خپل سر استعمارچیانو ته ټیټ نه کړی. هر ناوړه ظلم او جبر د نوموړي د خپلواکۍ په لاره کې خنډ جوړ نه سو او ده د دا هر څه په ډېر میړانه او زغم سره مقابله وکړه. ښاغلي به په سیاسي او صحافتي ډګر کې ډېر نور خدمتونه هم ترسره کړي وای که ظالم دښمن مهلت ورکړی وای.د قام دپاره د خان شهید دا خدمتونه و قسم خوړلي دښمن ته د زغم وړ نه وه او په 2م دسمبر کال 1973 کې یې عبدالصمدخان اڅکزی ډېر په ناترسي شهید کړی.
اوس د نوي نسل د ځوانانو دغه فریضه جوړیږي چې د خان شهید دغه نيمګړې مبارزه یو ځل بیا پياوړې کړي او د جدید زمانې د غوښتونو سره يې سم پر سائنسي بنیادنو مخ بوځي.