تاند- هند غواړي چې په کندهار کې د کرنې د ساینس او تکنالوژۍ یا اګرو تکنیک پوهنتون جوړ کړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هند به پر دې پوهنتون په یوه میاشت کې دننه کار پیل کړي.
هند دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د وروستي سفر په لړ کې د هند له صدراعظمه وغوښتل چې په افغانستان کې یو پوهنتون جوړ کړي.
د هند صدراعظم من موهن سینګ د کرزي له غوښتنې سره موافقه وکړه، او ژمنه یې ورکړه چې اویا ملیون ډالره به دې هدف ته ځانګړي کړي.
د لوړو زده کړو د وزارت له خبرپاڼې سره سم دا پوهنتون به په ۲۰۳۰ هکتاره مځکه کې جوړ شي.
پاکستان، چې د هند سیال بلل کېږي، د بلخ د پوهنتون لپاره ډېره مجهزه او پراخه ودانۍ جوړه کړې ده.
پاکستان که هند سره په افغانستان کې ډغرې وهي، نر دې شي پداسې رغنیزو چارو دې لاس پورې کړي. انتحاریان او واسکټونه دې نه را لیږي.
هند په رغنیزو پروژو زموږ زړونه خپلوي
پاکستان په دهشت او وژنه غواړي موږ د ځان غلام کړي
پاکستان له افغانانو سره له هغې پالېسۍ څخه کار واخیسته چې اوس په خپله هم حیران دی چې څه وکړي. دلته که خبر څومره هم غزوو، غزېږي خو صرف دا به ووایم چې پاکستان د افغانستان ازلي دوښمن او برعکس هند د افغانانو یو خواخوږي هېواد دی. زه دا منم چې د افغانستان په هر ځای کې که افغان وي او که غیري افغان چې د ابادۍ کار کوي افغانان يې هر کلي کوي خو زه درته په خدای قسم یادوم چې د پاکستان له لوري د بلخ پوهنتون له پاره د د ودانۍ جوړول بیا هم د پاکستان په بې ناموسۍ دلالت کوي یعنې دغه کار یې هم د خیر له پاره نه دی کړي.
زمونږ حکومت ته پکار دی چی پاکستان او هند او یا داسی نور متخاصم ملکونه په افغانستان کی په رغنیزو چارو کی په رقابت تشویق کړی ، دا کار که له یوی خوا د افغانستان په ګټه تمامیږی له بلی د داسی رقیبانو ملکونو د تقابل نه هم مخنیوی کوی