هارون سمون   

مرتضی پاشایي هغه څوک و، چې پر ایراني موسیقي یې بېل تأثر وشیند، دغه عاطفالمزاجه انسان په ۱۳۶۳ش کال د ایران په تهران کې نړۍ ته سترګې وغړولې. له وړکتوبه یې موسیقي خوښېده او له ګرافیک څانګې فارغ شو. پاشايي په خپل جادوګري غږ وکولی شول، چې په کمه خو اغېزناکه موسیقي زر ځان مشهور کړي.

له بده مرغه دغه ځوانیمرګ د یو کلن شدید سرطان له وجې په ۱۳۹۳ش کې “بهمن” روغتون کې په ۳۰کلنۍ خپله ساه ورکړه، چې په زرګونو کسان یې وژړول. ډاکټران وایي، چې د سرطان د ناروغۍ یو لامل غم او اندېښنې دي، د دغه تنکي ځوان له غږ یو عجیب سوز او ګداز راڅرګندېږي، د ده راښکونکي غږ ډېر خلک ژړولي، تر دې چې کله وفات شو، د ایران په واټونو کې هلکانو او نجونو ژړل، تورې جنډې او بېنرونه ځړېدل. د ده پر مرګ ایران ملي ماتم اعلان کړ‍.

داسې ښکاري، چې د پاشایي د سرطان لامل د ده ژورې اندېښنې دي، او دا هر څه د ده په غږ کې راښکاره شوي. د هغه غمیګن غږ مصنوعي ندی، یو ریښتینی طبیعي درد پکې دی، موسیقي تمثیلي نده، ځکه خو نړیوال مینوال لري. یاد هنرمن په ورستیو کې له خپلې ناروغۍ آګاه شو، ډاکټرانو یې حتی د مرګ د نږدې نېټې وړاندوینه وکړه، ده له رسنیو سره په مرکو کې ویل، چې پوهېږم زه به ژر له دې دنیا رحلت وکړم، خو زه یوه شېبه خفګان نه کوم، ځکه نړۍ ښایسته ده له هرې لحظې خوند اخلم. هغه د انسانیت لپاره پیغام درلود، چې مینه وکړئ.

ده په پاپ ایراني سبک سندرې ویلې تقریباً ایراني موسیقي یې بل لوري ته واړوله، چې د ده پر سټایل اوس هم ځینې ځوان هنرمندان سندرې وایي.

زه یې د غږ او د شعر د انتخاب ځانګړی مینوال یم، هغوی چې په فارسي پوهېږي، له تېزې موسیقۍ ښه ده د پاشایي آرامه او له عاطفې مالأمال موسیقي واورئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *