تاند- د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مسوولانو د بدسلوکۍ تورونه څېړي.

پرون /جمعه/ لوېدیځو رسنیو د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا له قوله راپور ورکړ چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر په شمول د دغه فدراسیون د مسوولانو په اړه تحقیقات کوي.

فیفا ویلي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړو ورته شکایت کړی چې کرام الدین کریم او د فدراسیون نورو مسوولانو له دوی سره بدسلوکي کړې ده.

دوی ویلي چې دا کار په افغانستان کې او د فوټبال د فدراسیون په دفتر او همداراز تېره میاشت په اردن کې د روزنې په کمپ کې شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل چې دا خورا جدي تورونه دي او وزارت یې پر دې دوسیې غور کوي.

ده همداراز وویل چې د لوی څارنوال په حکم یوه ډله ګومارل شوې چې د تورونو په اړه ژر تر ژره تحقیقات پیل کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول تورونه کېدای شي چې د لوبغاړو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون یوه ویندوی ویلي چې د دوی په مقرراتو کې د دا ډول چلند په وړاندې زغم (صفر) دی او دوی دا مسله په داسې ډول څېړي چې د قضیې قربانیانو ته زیان ونه رسېږي.

همل کمپنۍ، چې د افغانستان د نجونو د فوټبال له ملي لوبډلې سره مالي او نورې مرستې کوي، ویلي چې د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره اړیکې یومخه پرې کوي.

دې کمپنۍ ویلي چې د لوبغاړو شکایتونو ته دغه فدراسیون هیڅ پام نه دی کړی.

دا پېښه د افغانستان د حکومت لپاره هم خورا مهمه او حساسه ده ځکه چې که جدي چلند ونه کړي هغو کسانو ته، چې په ټولنه کې د ښځو د فعالیت مخالف دي، پلمه په لاس ورځي چې په سپورتي ډګر کې د ښځو له ګډون سره خپل مخالفت توجیه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *