ژوند د دردونو او خوښیو ټولګه ده. دغه خبره اوس دومره عامه شوې، چې له لیکوال او شاعر پرته د ټولنې د عادي وګړي پر ژبه هم ګرځي راګرځي.
انسان چې دې نړۍ ته له راتگ وروسته د ډېرو عجیبو پدیدو له عکسالعمل سره مخامخېږي. که دی دا غبرګون عادي وګڼي؛ نو داسې یې وبولئ چې د رب دې مخلوق ژوند ته په عادي ډول وکتل او د ژوند کولو پر ځای یې د تېرولو لار غوره کړه.
ژوند ته په ژور نظر له کتو مې هدف دا نه دی، چې د سوکرات د ژور فکر له تاثره مو خبر کړم او د ده اخلاقي څېره درته رسم کړم یا مو پر وړاندې د اپلاتون فلسفې قطار کړم. نه غواړم چې د هراکلیتوس د (لوی عقل) نظریه درته ولیکم او د ړانده هومر حماسې راسره واورئ. یا راسرهورځنیو چارو ته د سارتر له رڼو عینکو وګورئ او په خیال کې د ده په رښتیني ژوند )کتابتون( کې یوه شېبه ارام وکړئ؛ بلکې نن به په نړۍ کې د بېشمېره اخلاقي څېرو پر ځای، د یو داسې لیکوال پر فکر غږېږو، چې پخپل نیمګړي ژوند کې یې د ژوند عیني اړخ )ادب( ته دومره څهورکړل، چې نوم به یې پېړۍ پېړۍ وروسته بیا هم په داستاني ادب کې د نوښتګرو لیکوالو د نوملړ په سر کې ځای لري.
زه چې د نسیم حجازي په اړه څه ویل لرم، ممکن د دې زمانې ډېر هستوګن یې راسره ونه مني او د معاصر وخت د ننني بشر پر زخمي ټټر ورته د زهرجن خنجر غوندې خښ ښکاره شي؛ خو پام ګورئ زما له دې څېړنې او کرهکتنې یوازینۍ موخه د ادبیاتو د روح او روان شنل او سپړل دي.زه چې د ده د هر داستان د لوستلو پر مهال کومې اوښکې تویوم، په دې مانا نه چې د مذهبونو ترمنځ د لرغونې جګړې اور ته د پټرولو څاڅکي څڅوم او یا د دې لیکنې د لوستونکي په ناسم باور، خپله انګېزه د دې انسان د سیاسي مفکورې ښکاروم؛ بلکې دا ذهنیت د خپل سپېڅلي مسلک دپراختیا په پار یو مقدس اقتباس بولم.
د )وروستی مورچل( په نامه ناول د نسیم حجازي شهکار اثر دی، چې محمد زبیر شفیقي پښتو کړی. شهکار په دې مانا چې هر ډول لوستونکي ته له ژورې مطالعې وروسته د قلم خوځولو توان ورکوي او د خپل مسلک اړوند یې زبردستې لیکوالۍ ته هڅوي.
د دې پر ځای چې د )وروستی مورچل( هره پېښه ټکي په ټکي تکرار کړم، ښه به وي چې د مشخصو صحنو له لیکولو سره سم یې د ادب اړوند پر لوړو- مثبتو او ټیټو-کمزورو کرښو خبرې وکړم.
(وروستی مورچل) د عباسي خلافت د فتوحاتو هغه پېښې رانغاړي، چې د صلاح الدین ایوبي له واکمنۍ وروسته په مدینې، عراق، قراقرم، افغانستان او… سیمو کې ترسره شوې دي. په ناول کې د خلیفه ناصر او علاوالدین محمد خوارزم شاه ترمنځ د خلافت پر سر جګړې، د چنګېز څرګندېدلاو د خوارزم په لاس د تیموچن له وژل کېدو وروسته د غره پر سر لمر ته د خان سجدې او د اسلامي نړۍ او پر شاوخوا سیمو یې د جنونې امپراتورۍ، ظلم او وحشت مستند تصویرونه کښل شوي دي.
د صلاح الدین ایوبي په لښکر کې د یوسف په نوم ځوان، د ژوند په وروستیو شېبو کې پخپل لاس، پر القدس د اسلامي بیرغ له رپولو وروسته، د ایوبي د تورې مستحق ګڼل کېږي، چې بیا د کلونو په تېرېدو یوه ورځ دغه ځلېدونکې توره د یو بل ځوان طاهر بن یوسف تر ملا تړل کېږي او دعباسي خلافت په وروستیو کلونو کې د پلار په څېر د عراق په لور رخصتېږي.
طاهر بن یوسف د یاد ناول مرکزي کرکټر دی، چې د ټولنیزو او اسلامي موخو د ترلاسي پهپار خپل شوخ آس د نړۍ په بېلابېلو آرتو او وچو دښتو کې په ځغاسته راولي. لیکوال، عراق ته د طاهر رسېدل په ډېر هېښتیاساز ډول انځوروي؛ په شاهي کورنۍ کې د مخالفتونو انتها، د مذهب پاللو پرځای مادیاتو ته لومړیتوب، انساني نیمګړتیاوو ته په کتو په لښکر کې د نفاق درزونه پیدا کول، د علماوو او مجتهدینو له یو بل سره ناسم بحثونه او د مناظرو غلط ډولونه او نورې ډېرې داسې پېښې د حالتي انځور په قالب کې اچوي، چې معاصر انسان یې په نورو تاریخونو کې هم ټکي په ټکيلوستلای شي.
نسیم حجازي د )وروستی مورچل( کرکټر په ډېره مهذبه څېره کې وړاندې کړی؛ د یو حقیقي ژوند په اړه یې د هغه ژبه په نادرو خبرو ګویا کړې. د بېلګې په ډول یو ځای راځي:
“…زید له بسترې جګ شو، ویې ویل: له پزې نه مې سترګه زیاته په تکلیف ده. طاهر په کړس کړس وخندل. زید له لږ سوچ وروسته وویل: پر یو مسلمان بېسببه لاس پورته کول خو ګناه ده که نه! طاهر ځواب ورکړ: په هر سړي (که مسلمان وي که غیر مسلمان) بېسببه لاس اوچتول ګناهده…”
پورتنۍ بېلګې ته په کتو، په یاد ناول کې ډېرې داسې خبرې لولو، چې که نننی فرد یې نیمايي تصور وهم کړي؛ نو تر ډېره به یې د یوې اخلاقي ټولنې حق پر ځای کړی وي.
لیکوال د ژوند یو بل ستر ضرورت )مینې ( ته هم نغوته کړې. اشاره نه، بلکې نېغ په نېغه یې دغه له وژلو مالامال او په وینو رنګ تاریخ په هر ډول لوستونکي تر پایه لوستی او د خواږه داستاني ادب د المارۍ په لوړه خانه )پله( کې یې ځای پر ځای کړی.
له پورته یادونې سره سم، نه غواړم چې د ناول هره پېښه ټکي په ټکي راوړم او د دې لیکنې د ځینو لوستونکو ناسم باورلید د خپل قلم نوک ته راواړوم، بلکې کښته ځم او د دې شهکار اثر پر ځینو خوبیو او کمزوریو لنډ نظر لیکم:
۱ – د (وروستی مورچل) ناول تر ټولو لویه خوبي تلوسه ده؛ خو لیکوال دا ستر توک زموږ د تمې خلاف ساتلی دی. دا یوازې زه نه، بلکې هر ډول لوستونکی چې د شپې مهال د دې شهکار اثر مطالعې ته په ډډه شي، ممکن تر سهاره یې پر شاوخوا د مړو شمعو شمار ونه کړای شي. د دېناول د تلوسې په اړه دا قضاوت هم ناسم دی، چې ګواکي زموږ ټولنه د جنګ او جګړو تږې ده او د ) وروستی مورچل( تر تمامېدو مخکې ډوډۍ پر ځان حرامه ګڼي او په خوند خوند یې لولي؛ بلکې دا په داستاني ادب کې د لنډکۍ صحنې، لنډې کیسې، ناول او رمان داسې اساسي اصل دی، چېباید د داستاني ادب هر لیکوال ورته ژمن وي.
۲ – د (وروستی مورچل) بله ځانګړنه متحرک تصویرونه دي.که څه هم پر دې انځورونو د تورو او غېشو ژور ټپونه ښکاري او له هر کونج یې د انسان وینې څاڅي؛ خو د لوستونکي د سترګو پر وړاندې د فلم او متن ډېر کم تفکیک د لیکوال لوی کمال ښيي. لوستونکی چې یاد ناول لولي، کټمټ لکه د سینما پر پرده چې کوم فلم ګوري. زه د یاد ناول لنډ پراګراف لیکم؛ غوږ شئ او ویې لولئ چې څه ډول تصور کوئ:
“…قاسم له خپلو ملګرو سره تر مشورې وروسته د طاهر دوی له خېمې نه دوه سوه متره لرې د سیند پر غاړه کښتۍ ودرولې. له پلي کېدو سره سم یې پر خپلو مخونو پردې راکش کړې او د سپوږمۍ له رڼا نه د ځان ساتنې لهپاره یې د وړاندې ونو منځته ولاړل او غلي غلي د خېمې په لوريورغلل، خېمې ته نږدې د یوې ګڼې ونې په سیوري کې ودرېدل او له لږ غوږ نیولو وروسته یو تن وړاندې ورغی، هغه په خپ خپ تګ تر خېمې چاپېر را وګرځېده او بیا یې خېمې ته وکتل، بېرته خپلو ملګرو ته راغی او ویې ویل: دننه په یوه کونج کې اور بل دی، هغه پر ځان څادر غوړولیاو په درانه خوب ویده دی، زموږ لهپاره همدغه غوره موکه ده…”
پورتنۍ بېلګې ته په کتو، ډاډه ویلای شو، چې د (وروستی مورچل) هره پېښه به پخپله ژبه کې تر دې لا په ښه شکل انځور شوې وي؛ نو پر همدې اساس داستاني ادب ته په پوره ژمنتیا نوموړی ناول د نړۍ د شهکارو اثارو په قطار کې درولی شو.
د داستاني ادب په چوکاټ کې )وروستي مورچل( له بېشمېره خوبیو سره سره ځینې داسې کمزورۍ هم لري، چې له منطقي اړخه یې له دومره لوی لیکوال هېڅ تمه نهشي کېدای. په ناول کې ځینې پېښې په تصادفي ډول ترسره شوې، که په ژور فکر یې مطالعه کړو؛ نو له کیسهییز منطق سرهسیده په ټکر کې دي:
“…صفیې دومره وویل او په سلګیو شوه. طاهر د دې د الفاظو تر تریخوالي د دې د سلګیو او د اوښکو د څاڅکو نه زیات تر اغېزې لاندې راغی…”
دې بېلګې ته په مطالعې دوه پراګرافه وړاندې لولو، چې صفیه په تیاره ماښام، په داسې حال کې پر آس سپره د طاهر پر وړاندې ولاړه وه، چې پر مخ یې تور نقاب غوړېدلی و؛ خو په پورتنۍ جمله کې ناڅاپه لیکوال تر نقاب لاندې د رڼو اوښکې څاڅکي ترسیموي او وایي چې پر طاهر دصفیې رڼو اوښکو ژور تاثر وکړ. له دې ځایه پوهېږو چې د (وروستی مورچ) په زیاتره پېښو کې له منطقي اړخه لویې کمزورۍ هم شته، ښايي چې ډېرې پکې د ژباړن له قلمه هم زیږېدلې وي.