انسان ډوله روبوټ

تاند- ټاکل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره نن /سې شنبه/ یو روباټ د بریتانیا په پارلمان کې حاضر شي چې په بېلابېلو برخو کې پر مصنوعي ذهانت سمبال روباټونه خپل ظرفیتونه د پارلمان غړیو ته وښيي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، پیپر (Pepper) روباټ د هغې نړیوالې تحقیقاتي پروژې برخه ګڼل کېږي چې د ځیرک روباټونو د لومړنیو روباټونو د پراختیا په هدف عملي کېږي.

نن /سې شنبه/ به د بریتانیا د پارلمان ښوونیزه کمېټه له پیپر څخه پوښتنې وکړي.

همداراز به د بریتانیا څو وزیران د میډلسیکس (Middlesex) پوهنتون له محصلانو سره د دې روباټ همکاري وارزوي.

دا همکاري د لومړنیو ښوونځیو په زده کړو کې له روباټونو څخه د کار اخیستلو په اړه په تحقیقاتو پورې تړاو لري.

دغه راز روباټ به وزیرانو او د پارلمان غړیو ته وښيي چې له بوډاګانو سره څومره او څرنګه مرسته کولی شي.

دا روباټ د زړو ښه مرستندوی ذی.

په بریتانیا او نورو لوېدیځو هیوادونو کې، زاړه له دې کبله هم د روباټ مرستې ته اړتیا لري چې یوازې وي او یا د زړو په ځانګړو استوګنځایونو کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *