تاند- ایل جي کمپنۍ داسې (او ایل اي ډي) تلویزیون جوړ کړ چې د کاغذ یا د بزازۍ د ټوکر په شان تاوېږي.

دا تلویزیون د CES ۲۰۱۸ د الیکترونیکي وسایلو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د سي اي ایس نندارتون ته لا څو میاشتې پاتې دي خو بېلابېلې کمپنۍ سر له اوسه خپل نوي محصولات چمتو کوي.

ایل جي کمپنۍ وايي چې د سږ کال سي ایس ایس نندارتون ته به داسې تلویزیون وړاندې کړي چې نندارچیان حیران کړي.

د دې کمپنۍ په وینا نوی جوړ کړی (او ایل اي ډي) تلویزیون یې پېچل کېږي یا کولوله کېږي.

د دې تلویزیون ګټه دا ده چې په اسانه به له یوه ځایه بل ځای ته وړل کېږي.

تېر کال د دې ډول تلویزیون لومړنۍ نمونه وښودل شوه او احتمال شته چې راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.

ایل جي کمپنۍ پر دې سربېره غواړي چې یو قاتېدونکی موبال هم د ۲۰۱۸ په سي اي ایس نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

او دا هم د نړۍ تر ټولو نری تلویزیون چې دا هم ایل جي جوړ کړی دی؛

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *