تاند- چین وايي داسې رادار یې جوړ کړی چې له څه باندې ۱۰۰ کیلومتره لېرې څخه پټې جنګي الوتکې کشف کولی شي.
د چاینا ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پیاوړې وسله د امریکا د (F-22 Raptor) او (F-35 Lightning) الوتکو څرک هم لګولی شي.
دا الوتکې داسې سیستمونه لري چې په خپلو مصنوعي ږغونو رادار یا د الوتکو موندونکي سیستمونه تېرباسي. پر دې سربېره دا الوتکې ځانګړی رنګ لري چې هغه هم رادار نه پرېږدي چې کشف یې کړي.
خو د چین له لوري په نوي جوړ شوي سیستم کې د دغه هیواد په وینا د الوتکو د موندلو لپاره له فوتون څخه کار اخیستل شوی. لومړی یو فوتون لېږل کېږي او بل فوتون په خپل ځای کې پاتې کېږي.
د چینايي څېړونکو په وینا په دې توګه د دوی کوانتومي سیستم د ږغونو په شورماشور کې الوتکه کشفولی شي.
کوانتومي رادار هغه شیان کشفولی شي چې د رادیويي څپو پر اساس کارکوونکي سیستمونه یې پېژندلی نه شي.
دا رادار د چین د نانجینګ د الیکترونیک ټکالوژۍ له شرکت سره اړوند په تحقیقاتي موسسه کې جوړ شوی دی.
چین وايي چې د دې رادار لومړنۍ نمونه یې په ۲۰۱۶ م کال کې جوړه کړې وه خو په تېرو دوو کلونو کې یې پرې نورې ازموینې وکړې.