تاند- د افغانستان، ازبکستان، روسیې، قزاقستان او پاکستان د رېلارو استازي نن /دوشنبه/ په تاشکند کې غونډه کوي چې په رېلارې د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسیا د نښلولو پر پروژې خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې په دې دوه ورځینۍ غونډه کې له مزارشریف څخه تر کابل او پېښور پورې د رېلارې د جوړېدو پر پروژې خبرې وشي.
ازبکستان همداراز موافقه کړې چې د مزارشریف ريلار به له هرات او ایران سره وصل کړي.
دا پروژه به ۳۰ زره افغانانو ته د کار موقع برابره کړي او د افغانستان دولت ته به د ترانزیت له درکه د کال له ۴۰۰ ملیونه تر ۵۰۰ ملیون ډالره عاید په برخه کړي.
له اټکلونو سره سم د دغو دوو پروژو د عملي کېدو په صورت کې به د افغانستان او منځنۍ اسیا او دغه راز د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه څو برابره زیاته شي.
دا پروژه د هغې سترې پروژې برخه ده چې ترانس افغان نومېږي او هند له اروپا سره نښلوي.