لیکوال او شناند: مولوي عبدالمقيم حقاني

پاکستان ملااخترمحمد منصور ته شناختي کارت او پاکستانی پاسپورت د زړه سوي لپاره نه بلکه ددې لپاره ور جوړ کړ چې دی وتړي، نوموړي ته د ایران ويزه هم د آی اس آی په خاصه سپارښتنه و وهل شوه تفتان ته پر لاره امریکا ته ور وښودل شو او په نښه شو ددې وژنې لامل دا وو چې منصور تقريبا د طالبانو ټولې عايداتي سرچينې په ځان پورې محدودې کړې وې ، د سولې خبرې يي هم پر مخ وړې، د جګړې د شدت لپاره يي هم يوازې او يوازې خپل فکر کاراوو او پر افغان وژنه هم خوابدی کيده،نو ځکه خو د طالبانو جګړه د نوموړي په وخت کې دومره شديده شوه چې کندز سقوط وکړ خو برعکس پاکستانيان بيا پر دې کار خپه وو چې دوی د جګړې داسې دوام نه غوښت بلکه دوی غوښتل افغانان د ایرو په اور کې تدريجي وسوځيږي او په کرار کرار بل اور همداسې جاري وساتل شي.

مولوي منان بیا د منصور تر وژل کيدو وروسته خپل ځان هم په کټ مټ حالت کې وليد ځکه منصور يوازنی سړی وو چې تقريبا ټولې مالي راکړې ورکړې يي له منصور سره وې او اخترمحمد منصور ته ډير زیات باوري هم وو له موکې په استفادې يي د انشعاب پر ځای د همدې کوټې شورا د تش په نوم والي په توګه هلمند ته مخه کړه او په کوټه کې يي د منصور ټول پلويان هم د ځان پلو ور مات کړ يوازې صمد ثاني او مولوي احمدالله نانی پاتې شول چې هغوی هم سمدستي پاکستان ونيول او بنديان يي کړل.

ملا اختر محمد منصور

مولوي منان چې هلمند ته راغی ټول تمرکز يي پر دې کړ چې د منصور تر وژل کيدو وروسته له قاچاقبرو سره پرې شوې اړيکې بيرته تامين کړي، له ایران سره د نيږدې والي لپاره يي له صدرابراهيم څخه مرسته وغوښته او په دې دوو کارونو کې په تيرو دریو کلونو کې ډير زيات موفق هم وو. د مولوي منان د قوت غږونو په کوټه کې ځينې متزلزل طالب مشران هم دده لوري ته ور مات کړل چې ښه بيلګه يي له کوټې را تښتيدلی د طالبانو قاضي القضات شیخ عبدالحکيم وو چې د مولوي منان تر امر لاندې په هلمند کې فعالیت کوي.

د مولوي منان تر دې ښکاره بغاوت وروسته آی اس آی دوه طالب مشران مولوي يعقوب د ملاعمر زوی او مولوي قيوم ذاکر د طالبانو يو منل شوی بارسوخه مشر د مولوي منان پر ضد را وپارول خو دوی په غټ پټ هلمند کې ځکه موفق نه ووچې هلته تر ډيره جګړې مافيايي بڼه غوره کړې وه، له ایران سره د مولوي يعقوب اړيکې داسې نه وې لکه د مولوي منان،  او قاچاقبرو په مشهد کې مولوي منان ته د ایران د سپاه پاسداران له لوري ورکول شوی مرکز ځان ته غټ امتیاز باله.

مولوي يعقوب بیا هم ددې له امله چې تر سخت فشار لاندې وو او هره شيبه شونې وه طالبان په ډلو و ويشل شي په هلمند کې يي د مولوي منان يوازنی ضعف چې پيدا کړ هغه په موسی کلا کې له ولس سره د منان دښمني وه چې نوموړي يي ځمکې ددې له امله چې کوکنار نه کري ترې اخيستې وې او نورو خلکو ته يي ويشلې وې.

مولوي يعقوب داسې فکر کړی وو چې دوی به د موسی کلا ولسونه وپاوري، نښته به وشي او په دې لړ کې به لږ تر لږه يوه محدوده سیمه د کوټې شورا ته په لاس ورشي او له دې ځایه به ټول هلمند ته ريښې وکړي خو دوی بیا هم موفق نشول او د مولوي منان کسانو له ولس سره تر شخړې وروسته شل تنه کلیوال هم و وژل او موسی کلا يي هم بیرته د ځان تابې کړه، پاکستاني تبلیغات دومره جدي وو چې ويل کيدل مولوي هبت الله هلمند ته راغلی دی چې ډيرو رسنیو هم پرې خبرونه لرل خو پر هلمند حاکم مولوي منان په دې ډير ښه پوهيده چې له پاکستان سره ګرو هبت الله به یا د منصور په شان وژل کيږي او يا به لکه ملاعمر له ستوني نيول کيږي خو له یاده هیواد وتل به يي ناشوني وي.

د طالبانو باوري سرچينې وايي چې مولوي منان په هلمند کې مولوي يعقوب ګیر کړ او له ځان سره يي دده مرکز ته تر بيولو وروسته ورته وويل« ته د ميلمه په توګه څومره چې غواړې په هلمند کې پاتې کيدای شې، ددې لپاره چې د امیرالمومنين ملامحمد عمر ارواه نارامه نشي تاته اوس هيڅ نه وايم، نه درنه د موسی کلا د جګړې پوښتنه کوم او نه هم دا درته وايم چې ته ولې پآکستان مجبور کړې،د موسی کلا په بغاوت او د آی اس ای په درکول شوي ماموريت ډير ښه خبر يم که له ميلمستيا سړی يي نور دې په هلمند کې ونه وينم او که بیا په داسې نيت راغلې نه يوازې درته ښه به نه وي بلکه د طالبانو دا شته ترکيب به ډير ژر درته دوه ټوټې کړم او د انشعابي ملارسول ډلې په شان به عملا ستاسو پر ضد وسله پورته کړم.»

پاکستان بیا هم ارام نشو دوی فکر کاوو چې د کوټې په شورا کې لاهم ډير کسان شته دي چې اخترمحمد منصور او مولوي منان ته ژمن دي نو يي لومړی صمدثاني ونيوی او وروسته يي مولوي احمدالله نانی چې تقريبا دواړو دوه کاله زندان تیر کړ چې صمدثاني څو ورځې مخکې خوشې شو او نانی لاهم تري تم دی.

بله مهمه پريکړه دا وشوه چې په لويديځ او سويل کې د کوټې شورا رسوخ هره ورځ مخ په ختميدو دی نو آی اس آی په رسمي ډول د حقاني شبکې له مشر څخه غوښتنه وکړه چې دوی لاس په کار شي که څه هم د حقاني شبکې ته په سويل کې نفوذ آسانه نه وو دوی داسې پلان ترتيب کړ چې آي اس ای به له دوی سره په ګډه قيوم ذاکر چې تقريبا په هلمند کې قومي بيخ لري د هلمند والي اعلانوي او بیا به يي دوی ملاتړ کوي او تدريجي به د ملامنان پښې لړزوي او مالي سرچينې به دوی ته په لاس ورځي، خو برعکس مولوي قیوم ذاکر هم پوچ کارتوس وخوت او د منان دې زور او زر ته ټينګ نشو او د حقاني شبکې له وړاندیزه منکر شو.

په مشهد کې مولوي منان ته د ایران له لوري له دفتر ورکړې سره سم پر هلمند بریدونه ډير شول خو ملامنان د هلمند په نيولو نه وو خوښ بلکه غوښتل يي هم ایران له ځان سره بوخت وساتي او ایرانۍ موخې تهديد کړي او هم د نشه يي توکو قاچاقبر د ناامنۍ له تشې په استفادې نوموړي ته د خپلو کاروانو د امنيت لپاره ښې ډيرې پيسې هم ورکړي او د منان اړوند کوکنار او ترياک چې څومره وي هغه واخلي، په همدې خاطر ملامنان په هلمند کې تقريبا شل د نشه يي توکو د پروسس ستر مرکزونه جوړ کړل او د هلمند ترياک يي انحصاري کړل خو کله چې امریکا او افغان ځواکونو د نوموړي پر مراکزو بریدونه ډير کړل پاکستان يو څه ځان غلی کړ او د امیرخان متقي ورور حاجي سردار يي تشويق کړ چې د هلمند د رخام ډبرو او نورو معادنو پر قاچاق پانګونه وکړي ځکه د آی اس ای ډار دا وو چې داسې نه د پوډرو او ترياکو پر پیسو مست مولوي منان د مالي ستونزو له ډيريدا سره سم دا برخه هم له دوی ونه نيسي بیا خو به بيخي ورته سخته وي، پآکستان امیرخان متقي ته ښه غوړ وړاندیز وکړ او د آسانتيا لپاره يي په بهرامچه کې په افغان خاوره کې خپل بیرغ هم ودرواوو او د جعفرخان مندوخيل په نوم يو پآکستانی سياستوال يي هم ور شریک کړ څو له هلمنده قاچاق شوې ډبرې د کراچۍ تر بندرونو پورې ورسيږي او بيا په ښه بیه په نوره نړۍ کې وپلورل شي.

مولوي منان که څه هم د امیرخان متقي د ورور کړنو ته ځير وو خو پر هلمند د پراخ نفوذ له امله يي خاص سوچ نه ورته کاوو خو د بهرامچې د يرغل پر مهال د پآکستان پر ضد ځکه حساس شو چې د ایران او پاکستان په تقاطع ټکي کې دآی اس آی د خاصو ځواکونو ځای پر ځای کيدو انديښمن کړی وو نو يي ځکه ياده سیمه لومړی خالي او بیا د ملارسول ډلې ته پريښوده او د ملارسول ډلې هم پر پاکستان دبريد په پايله کې د دوی اغزن تارونه له ځان سره راوړل.

دا برید دقيق د ملامنان تر وژل کيدو درې اونۍ مخکې وشو خو ملامنان ځکه ونکړ چې دده په ډله کې هم داسې کسان وو چې پاکستان ته ژمن وو خو دا چې ملارسول ډلې ته يي زمينه سازي وکړه نو پاکستان پوی شو چې منان نه يوازې نه ترې ډاريږي بلکه لوبه هم ورسره کوي.

په همدې خاطر د روانې اونۍ په لړ کې په کوټه کې د کوټې شورا او آی اس ای د افسرانو ټوله بوختيا دا وه چې په همدې حساس وخت کې باید ملامنان و وژل شي، تبلیغات داسې وشي چې له کوټې شورا خپه يو شمېر منان پلوي کسان بیرته کوټې شورا ته را مات شي، د حقاني شبکې نوی والي دلته مقرر شي، مالي سرچينې تر لاسه شي،د بهرامچې افغاني سيمې بیرته پاکستان ونيسي او په هلمند کې په ميلیونونو ډالره عوايد د کوټې شورا له لارې آی اس آی ته ورکول شي او بیرته د مولوي احمدکندهاري او ځينو نورو مدرسو د ځانمرګو پر پلور او پير ولګول شي.

امریکا ته پاکستان ځکه ملامنان ببو جوړ کړ چې ګواکې نوموړی ایرانی میلان لري او د کوټې شورا که څه هم په ظاهره غواړي د ملامنان مرګ د خورو ورو طالبانو د یو ځای والي لپاره وسيله کړي خو اصلي کيسه داده چې ملامنان کوټې شورا او پاکستان په ګډه د امریکايي الوتکې د لایزري توغندي خوراک کړ.

د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *