د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن /دوشنبه/ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته په یوه استولي لیک کې په کلکه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دې پاکستان رول ولوبوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عمران خان نن په اسلام اباد کې د تلویزیونونو له کوربنو او خبریالانو سره په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ لیک ورلېږلی دي.

ده وویل، ټرمپ غوښتنه کړې:«پاکستان دې د افغانستان د سولې په خبرو کې، چې د امریکايي پوځیانو له لوري پر افغانستان د ۱۷ کلن یرغل د پای ته رسېدو لپاره کېږي، رول ولوبوي.»

عمران خان همداراز وویل، ټرمپ له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو مشران د خبرواترو مېز ته راولي.

پاکستانۍ ورځپاڼې وايي، ټرمپ وروسته له دې پاکستان ته مخه کړه چې د دوو هیوادونو مشرانو د افغانستان پر سر لفظي جنګ وکړ.

عمران خان وویل چې تل یې په دې باور لرلی چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې پرون یې د سیمې ۸ هیوادونو ته سفر پیل کړ، پاکستان ته هم لاړ شي.

خلیلزاد تېر ځل پاکستان ته سفر لغو کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *