تاند- د ملګروملتو امنیت شورا نن /پنجشنبه/ د نړیوال امنیت ساتونکي ځواک (ایساف) ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پایه تصویب کړ. دا هغه وخت دی چې له توقع سره سم ټول نړیوال محارب پوځیان به له افغانستانه وځي او افغان امنیتي ځواکونه به د خپل ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخلي.
د ناټو په مشرۍ له ایساف څخه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لېږد له مخکې څخه پیل شوی دی.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د خپل هیواد د پرمختیايي چارو مسوولیتونه هم په خپله غاړه واخلي.
د ملګروملتو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې، چې ټولو غړیو په یوه خوله تصویب کړ، د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري افغانستان ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په اړه د افغان چارواکو او ناټو د غړیو هیوادونو د موافقې هرکلی شوی او ویل شوي چې د ځواک لېږد بهیر د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه پیل شوی او لا هم دوام لري.
د امنیت شورا پنځلس غړیو هیوادونو همداراز د ملګروملتو له غړیو هیوادونو وغوښتل چې له ایساف سره د پرسونل، تجهیزاتو او نورو سرچینو په برخه کې ونډه واخلي او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د لېږد د بهیر د بشپړېدو لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.
امنیت شورا په خپل پرېکړه لیک کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره د ملګروملتو د غړیو هیوادونو د مرستې هرکلی کړی دی.
په پرېکړه لیک کې په ټول افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو په برخه کې د افغان چارواکو د مشرتابه رول ستایل شوی دی.
ملګروملتو ژمنه کړې چې د افغانستان له حکومت سره به له ۲۰۱۴ وروسته، چې د مسوولیتونو د انتقال د بهیر موده پای ته رسېږي، د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي. دې موسسې له نړلې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.