تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پاکستان باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې اصلي رول په غاړه واخلي.

ښاغلي متیس په پینتاګون کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال له پاکستانه وغوښتل چې په واضیح ډول د هغو ټولو خواوو ملاتړ وکړي چې په افغانستان او د سیمې په نورو سیمو کې د سولې لپاره هڅه کوي.

ده د هند له دفاع وزیر نرمیلا سیتارامان سره د خبرو په مهال وویل«موږ له ټولو مسوولیت منونکو ملتونو په ټول براعظمګي او له هغه ورهاخوا په افغانستان کې د سولې د ملاتړ هیله لرو…. هغه وخت رارسېدلی چې هر څوک په دې هڅه کې برخه واخلي.»

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ولسمشر ټرمپ په یوه لیک کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ته په استولي لیک کې له هغه وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.


د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *