زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ښاغلی خلیلزاد نن /سې شنبه/ یوه ورځ وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې پرون /دوشنبه/ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې اسلام اباد ته د خلیلزاد له سفر سره په یو وخت د طالبانو د قطر د دفتر څو استازي هم اسلام اباد ته تللي دي.

ښاغلی خلیلزاد به افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات او قطر ته هم لاړ شي څو د دغو هیوادونو له مشرانو سره د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل په اړه خبرې وکړي.

د ده په سفرونو کې پاکستان د دې لپاره مهم ګڼل کېږي چې امریکا او افغانستان وايي د طالبانو د کنټرول سویچ په اسلام اباد کې دی خو پاکستان وايي چې اوس د پخوا په شان په طالبانو کې زیات نفوذ نه لري.

تېر ځل خلیلزاد د خپل سفر له اجنډا څخه پاکستان وغورځاوه.

بېلابېلو هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفر تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمز متیس د پخلاینې په اړه د طالبانو پر دریځ انتقاد وکړ. ده ویلي«طالبانو ثابته کړه چې د افغانانو ژوند ته اهمیت نه ورکوي، دوی انتخابات ګټلی نه شي، له همدې کبله هڅه کوي چې وېره او ترهه خپره کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ