محمود حنیف الکوزی
خوب وینم!
خوب وینم چې سوله ده، امن دی، خپلواکي ده!
خوب وینم چې طالب د دښمن په لاس ورکړل شوی ټوپک  په ځمکه ایښی او افغان وژنې څخه یې توبه کړې. نور نو طالب د  آی ایس آی لمن پریښې ده. 
اوس طالب سم شعوري مسلمان دی. هغه طالب چې نوي په سلو کې وسلوال یې د لمانځه په احکامو او معنی سم نه پوهېده خو د اسلام په نوم او د آی ایس آی د کرایي شوي ملایانو په فتوا یې خپل مسلمان افغان ورور واژه اوس دا کار نه کوي او په خپل ورور وژنه او هېواد ورانولو ډېر پښېمانه دی. داعش ختم شوی او هره خوا امنیت دی.امریکا او نور بهرنیان لا پخوا تللي او په افغانستان باندې په خپل تیري ډیر پښېمانه دي.
او د جنګ تاوان یې منلې.
خوب وینم!
خوب وینم چې په کوزه پښتونخوا کې د ګل خان ضمیر هم راویښ شوی او ټولو د منظور پشتین په مشرۍ د را پورته شوي خوځښت ملاتړ کړی او له آی ایس آی څخه یې د هر پښتون او افغان باندې د ظلم او بربریت غچ اخیستی او د کوزې پښتونخوا ټول پښتانه یې د آی ایس آی غلامې نه خپلواکه کړي خپل سرنوشت یې په خپل لاس کې اخیستی او د آی ایس آی د واک لمن یې تر پنجابه لنډه کړی.
خوب وینم!
خوب وینم عجیبه خوندورې کیسې دي!
افغانستان کې نوی حکومت او نوی ولسمشر ټاکل شوی
دا ولسمشر په یو تاریخي اکثریت رایه وړې!
خو دا ولسمشر پښتون نه دی
تاجک هم نه دې، هزاره دی
خو دا هغه هزاره نه دې چې ملېشو یې د افغانانو په سرونوکې مېخونه ټک وهل!
او ده رایه هم ځکه ګټلې چې تر ټولو نورو کاندیدانو لایقه، ښه سیاست پوه، ښه مسلمان اوزړه سواندی انسان دی.
دی له هېچا سره توکمیز یا بل ډول  تعصب نه کوي  ،په پښتون  کوچي او هزاره کې توپير نه کوي ډېر عادل او مهربان ولسمشر دی
خوب وینم!
خوب وینم چې د تېرو جنګونو ټول مجرمینو ته سزا ورکړل شوې
هېڅوک له قانون څخه پورته نه دی
هر چا سره برابر چلن کېږي.
تعلیمي پرمختګ هم سارې نه لري!
لوی لوی پوهنتونونه د نړیوال معیار سره برابر جوړ شوي او هر یو کې یې د نړۍ په کچه دساینس او ټکنالوژۍ څېړنیز مرکزونه دي او زرګونه ساینس پوهان په کې کار کوي.
څو څو ځلي افغان پوهانو په مختلفو برخوکې نړیوال نوبل جایزې ګټلي.
دنیا هم د افغانانو استعداد ته حېرانه ده!
چې دا ویده قوم څنګه راویښ شوی
دلوبو او ورزش ډګرونو کې زموږ لوبغاړي دسرو مډالونه راوړي او هر دوهم دریم نړیوال جامونه افغان لوبډلې کورته راوړي!
خوب وینم!
خوب وینم چې زموږ علماء کرامو هم ډېر پرمختګ کړی
د ټول اسلامي امت قیادت کوي!
دا هغه د آي ایس آي د پنجاب د مدرسو بې شعوره او افغان ضد د زهرجنې حلوا او ترخو دالو طالبان او ملایان نه دي!
دوې اوس سم په اسلام پوهېږي اود خوږ او محبوب پېغمبر ص رښتیني وارثین دي!
افغانستان اوس خپلې لويې مدرسې، اسلامي پوهنتونونه او دالعلومونه لري.
د نړۍ ډېری مسلمانان دلته راځي او د یو رښتیني، معتدله او له مینې ډک اسلام څخه افغانستان کې زده کړې کوي.
خوب وینم!
خوب وینم چې افغانستان اوس یو ډېر غني هېواد دی
اوس نورې نړې څخه خېرات نه غواړي اوافغاني غېرت یې په جوش کې راغلي او دا جوش او جذبه یې جنګ او ورور وژنې باندې نه کارول کیږي بلکه د علم او ټکنالوژۍ په مټ يې خپل ټول ځمکني زخایر رابسېره کړي او د دنیا په ډېرو غني هېوادونو کې شمېرل کیږي.
اوس نو افغانان په بهر هېوادونو کې د مهاجرت او مسافرۍ شپې نه تېروي.
افغان ځوانان نور په پردېو هېوادونو کې خواري او مزدوري نه کوي بلکه اوس افغانستان  ته د  نړې ګوټ ګوټ څخه خلک کار او مزدورې ته راځي.
اوس نو افغانان په خپل افغاني پاسپورټ بې له کومې ستونزې سفرونه کوي او ډېرې سفرونه یې یوازې د سېل اوسیاحت په موخه دی
خوب وینم!
خوب وینم چې اوس دنړۍ هر ګوټ څخه سیلانیان افغانستان ته را روان دي او دافغانستان د طبعي ښکلاء، د افغاني خوړو، مېوو، د افغانانو مېلمه پالنې او د افغانستان د تاریخي اثارو له لیدلو ډېر خوند اخلي.
خوب وینم چې افغانستان اوس دسیمې او حتی د نړۍ په کچه خپل پياوړی فوځي ځواک لري.
هېڅ ښکېلاکګر اوس په افغانستان د یرغل خوب نه ویني.
اوس په هېواد هغه مړ ضمیره افغانان نشته چې د مادیت په بدل کې به یې د پردیو نوکري او جاسوسي کوله.
اوس افغانستان بشپړه خپلواکي لري.
اوس د افغان ذهن او فکر خپلواک دی!
خوب وینم چې ویده افغان ډېر ژر له خوبه را پاڅيږي او د هر افغان دا خوب رښتیا کوي!
لندن
۳/۱۲/۲۰۱۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *