تاند- د امریکا الوتکوړونکې بېړۍ یو ایس ایس جان ستنیس (uss john stennis) په راتلونکو څو ورځو کې خلیج ته رسېږي چې په افغانستان او سوریه کې د امریکا په هوايي عملیاتو کې مرسته وکړي.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې دا ستره بېړۍ به په څو ورځو کې په خلیج کې ځای پر ځای شي.
دا په وروستیو ۸ میاشتو کې لومړی ځل دی چې خلیج ته یوه ستره امریکايي بېړۍ استول کېږي.
له دې سترې بېړۍ څخه به په سوریه کې د داعش د پاتې شونو او همداراز په افغانستان کې د یاغیانو خلاف په عملیاتو کې کار واخیستل شي.