jتاند- ځیرک یا سمارت تشنابونه، چې (FitLoo) نومېږي، د نورې استفادې ترڅنګ د کاروونکي ناروغي هم تشخیصوي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، کمود د خپلو سینسورونو په وسیله معلومات اخلي او په موبایل ټېلفون کې یې تاسو یا ستاسو ډاکتر ته لېږي.
د اروپا د فضايي ادارې څېړونکو له بېلابېلو کمپنیو غوښتي چې دا ټکنالوژي یا فیتلو وکاروي. ستورمزلي له وړاندې څخه له دې ټکنالوژۍ کار اخلي چې خپل روغتیايي حالت پرې وڅاري.
په نړیوال فضايي تمځي کې دا کمبودونه کارول کېږي.
دوی وايي چې دا ډول تشنابونه حتي د سرطان او شکر ناروغیو د نښو څرک د انسان په ادرارو کې لګولی شي.