تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي، د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوندزاده له امریکا سره د خبرواترو د نوي پړاو تر پیلېدو مخکې په قطر کې د خپل دفتر غړي د سلامشورې لپاره پاکستان ته ورغوښتي دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو د قطر د دفتر ۷ غړي روانه اوونۍ پاکستان ته رسېدلي دي.
ټیلګراف وايي، د امریکا د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر کتنې وړاندې به د طالبانو د مشرتابه او د هغوی د قطر د استازو کتنه د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره مهمه وي.
د طالبانو مشران په خپل منځ کې وروسته له دې ګوري چې په هلمند کې د دوی یو مهم مشر ملا عبدالمنان، چې ویل کېږي د سولې د خبرو مخالف و، ووژل شو.
د طالبانو د دوحې د دفتر یوه غړي پاکستان ته د دې دفتر د غړیو سفر ته په اشارې ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي«دا مهم سفر دی او د سولې په راتلونکو خبرو کې به طالبانو ته ډېر شیان تعریف شي.»
ده زیاته کړه«موږ به د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه کلمه په کلمه خپل مشرتابه ته معلومات ورکړو. د دې لپاره چې له خلیلزاد سره د راتلونکې اوونۍ په خبرو کې ښه دریځ ولرو موږ به د ګڼو مسلو په اړه له دوی سره مشوره وکړو.»
دې طالب سرچینې په عین حال کې وویل چې دا لا څرګنده نه ده چې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی به د طالبانو له مشر ملا هبة الله سره مخامخ وویني او که نه.
ویل کېږي چې هبة الله له کله چې د طالبانو مشر ټاکل شوی دی، له خپلو استازو سره په ندرت تماس نیسي.
ټیلګراف ورځپاڼه زیاتوي، یوې لوېدیځې سرچینې پاکستان ته د طالبانو د دوحې د دفتر د پلاوي سفر تایید کړ، ویې ویل چې په دې پلاوي کې ۵ تنه شامل دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې.
د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي، له امریکایانو سره د دوی خبرې پر مخ روانې دي خو ډېرې مسلې لا شته چې باید حل شي.
ده وویل، اختلافات ډېر دي حو ښه خبره دا ده چې خبرې کېږي.