ژباړه: کمالپوري
زه او زما ماما د تل په څیر د مکې په حرم شریف کې د جمعې مبارک لمونځ ادا کړ او بیرته د کور پر لور را روان شو.
له ښاره ووتو، سړک ته څیرمه په لږه فاصله یو ویجاړ جومات په مخه راغی، مکې مکرمې ته په لوی هوايي سړک په کراتو تللي او راغلي وو او پر نوموړي جومات مو سترګې هر وخت لګیدې او هر وخت په دې لاره تیریدو.
مګر اوس یو څه نوي شي زموږ پام ځانته واړوه، هغه دا چې یوه اسماني رنګه موټر د جومات د وران دیوال تر څنګ ولاړ و، یو څو شیبې مې فکر کاوه، چې د دې موټر به څه کار وي دې پخواني جومات سره! مګر په بله شیبه مې ځان د څه پوهولو په اړه پریکړه وکړه او خپل د موټر حرکت مې ورو کړ او جومات خواته روان شوم سترګې مې د سړک پر لور کړې، زما ماما د تل په څیر چې چیرته به ته، د بیرته تګ په فکر کې و دا ځل دې هم سترګې زما په سترګو کې واچولې او له ما يي په حیرانتیا وپوښتل، څه خبره ده؟ او ولې دې خواته ولاړې؟
موږ خپل موټر له جوماته لیرې په یو څه لږ واټن کې ودراوه او پلي د جومات پر لور لاړو، جومات ته له نژدې کیدو مخکې دننه له جوماته د یوه زړه راښکونکو او له درده ډک اواز مو تر غوږ شو چې سورۃ الرحمٰن تلاوت يی تلاوت کاوه، په زړه کې مو دا رواګرځیده چې راځه د جومات بهر دا زړه راښکونکی اواز اورو بیا مو فکر کاوه چې دې پخواني او ویجاړ جومات ته خدایزه که کوم مرغه هم راغلی وي، خو خیر دننه به شو او وبه ګورو چې څه کیږي؟
موږ دننه شو او ومو لیدل چې یوه ځوان په جومات کې جای نماز غوړولې وو او په لاس کې يي یو وړوکی شان ته قران کریم وو چې په تلاوت مصروف و او دننه په جومات کې له دنه بغیر هیڅوک نه و. مګر موږ په احتیاط سره دې خوا او اخوا کتل تر څو خپل زړونه ډاډه کړو چې څوک نور نه وي.
ما پر هغه السلام و علیکم و رحمۃ اللہ و برکاتہ ووایه، هغه سر پورته کړ او ما ته يي وکتل، داسې ښکاریده چې ده به هیڅکله دا ګمان هم نه کاوه چې دلته دې څوک راشي، دا حیرانتیا دده په مخ کې ښکاریدله.
هغه موږ خپل د سلام جواب بیرته وګرځاوه ويي ویل: وعلیکم السلام و علیکم و رحمۃ اللہ و برکاتہ
ما له هغه پوښتنه وکړه چې تا د مازدیګر لمونځ ادا کړی، د لمونځ وخت پوره شوی او موږ غواړو لمونځ وکړو.
د هغه د ځواب له اوریدو مې بغیر غوږو ته لاس کړ او اذان مې پیل کړ، هغه ځوان قبلې ته مخ کړ او سره ومسید، خو پوه نه شوم چې دا مسیدل یا خندل د څه لپاره خو ما ته عجیبه ښکاریده.
خو ناڅاپه دې ځوان داسې کلمه له خولې راوویسته، چې زما دماغ بیرته د ځواب ویلو په انتظار کې شول.
ځوان چاته ویل چې مبارک شه نن خو به په جمعې لمونځ ادا کړئ.
دا چې ما حیران حیران کتل نو زما ماما هم ماته فکر شو خو ما هم ور وکتل او اقامت ویل مې پیل کړل.
له کله نه چې ددې ځوان دا هیښوونکي جمله مې په ذهن کې راوګرځي چې ويل يي، مبارک شه نن خو به په جمعې لمونځ ادا کړئ.
ذهن ته مې هر وخت هم دا پوښتنه راتلله چې اخر دې ځوان له چا سره خبرې کولې ، په جومات کې زموږ نه بغیر بل کوم بنده هم نشته، جومات هم وران ویجاړ پروت دی ، څنګه دی خو به لیونی نه وي؟
موږ لمونځ وکړه او ځوان ته مو وکتل چې تر اوسه پورې په ذکر مصروف وو.
ما له هغه پوښتنه وکړه چې وروره ستا څه حال دی؟ د هغه ځواب دا وو چې ــ’بخیر و للہ الحمد‘ یانې ښه یم شکر دی.
ما له هغه بیا پوښتنه وکړه، چې خدای دې وبخښه ستا لمونځ زموږ پام ځانته را واړه، ځوان پوښتنه وکړه هغه څنګه؟
ما ځواب ورکړ چې کله ما اقامت لوسته تا یوه خبره وکړه چې مبارک شه چې نن به لمونځ په جمعې وکړې.
ځواب داسې سره ومسید ځواب يي راکړ، چې دې کې د حیرانتیا څه خبره ده؟
ما ورته وویل چې سمه ده په رښتیا هم دې کې د حیرانتیا خبره نشته خو دا راته ووایه چې ته اخر له چا سره غږیدې؟
ځوان زما خبره واوریده او وخو يي خندل، مګر د ځواب ویلو پر ځايي يي خپلې سترګې ځمکې په لور کړې، فکر يي کاوه او ګمان کیده چې زما د خبرې ځواب به راکوي یا نه راکوي.
ما خپلې خبرې سره وغځولې او ومې ویل چې ماته داسې نه ښکاري چې ته به لیونی يي، ستا څیره ډیره مطمین او سوکاله ښکاري او ماشاءاللہ له موږ سره دې لمونځ هم وکړ.
په هغه وخت کې هغه خپل سر پورته کړ او ماته يي وویل، ما له جومات سره خبرې کولې.
ددې خبرې زما په دماغو داسې بم غوندې ولګیدې او اوس ګومان مې په یقین بدل شو چې رښتیا دا سړی لیونی دی.
ما یو ځل بیا له هغه پوښتنه وکړه، تا څه وویل؟ تا له جومات سره خبرې کولې؟ بیا هغه جومات تاته کوم ځواب درکړ؟
بیا هغه وخندل او ځواب يي راکړ، چې ماسره دا ویره ده چې ته ماته د لیوني فکر ونکړئ.
ما ورته وویل، چې ماته خو همداسې ښکاري(لیونی ښکاری)، دا یواځې تیږي دي او تیږي خبرې نشي کولای.
هغه بیا راته په خندا ځواب راکړ او ويي ویل چې ستا خبره سمه ده په رښتیا هم چې تیږې خبرې نشي کولای.
که چیرته ته پوهیږې چې دا یواځې تیږه ده چې نه څه اوري او نه څه ویلای شي نو خبرې يي له چا سره وشوې؟
ځوان بیا خپلې سترګې د ځمکې خواته کړې او داسې فکر به يي کاوه چې ځواب ورکړم یا ورنه کړم او اوس يي د خپل سر له پورته کولو نه پرته وویل،
چې زه له جوماتونو سره مینه کوونکی انسان یم، کله چې زه وران، ویجاړ او ټوټې ټوټې جومات ګورم نو په اړه يي فکر کووم ماته دا په فکر کې ګرځي چې په دې جوماتونو کې به هم خلکو لمونځونه کړي وي.
بیا زه له ځانه دا پوښتنه کوم چې له دې جومات سره به څه مینه کیده او څوک خو به وو، چې په دې کې به يي لمونځ کاوه، یا څوک خو به وو چې په دې کې به ناست وو او د الله ذکر به يي کاوه، زه ددې جومات د یواځې درد درک کولای شم چې څوک خو شته او راځي دلته د الله ج عبادت کوي او ذکر يي کوي او څوک خو شته چې د قران کریم یو څو ایته تلاوت کوي او ددې په دیوالونو چوفوي.
زه فکر کولای شم چې دا جومات به د نورو جوماتو په څیر څومره یواځې او تنها وي.
او هیله لرم چې څوک به راشي یو څو رکعته او څو سجدې په دې کې وکړي.
چا به ویل چې یو ناڅاپي و مسافر به راشي او دلته به اذان وکړي.
بیا زه په خپله دې جومات ته ځواب ورکوم چې په خدای سوګند خورم چې زه به او ستا مینه به پورا کوم.
او بیا سوګند خورم چې زه به یم او ستا ګرد چاپیره به ژوند تیروم.
بیا به زه جومات ته ننوځم، دوه رکعته لمونځ به کووم او بیا د قران کریم یو پاره به تلاوتوم.
زما وروره، ته به حیران يي زما خبرو ته، مګر زه په خدای سوګند خورم چې زه له جوماتو سره مینه لرم او زه پر جوماتونو میين یم.
زما سترګې له اوښکو ډکې شوې، دا ځل ما خپلې سترګې پر ځمکې خښې کړې، ځوان ماته ژړل او نه يي کتل.
دې هغه خبرې – د هغه احساس – ددې حیرانونکی کار – او د هغه حیرانونکی خوي – ایا نه ده ډیر عجیبه شخص د چا چې زړه په جومات کې خښ او پاتې شي.
زما سره نور د څه ویلو لپاره نه وو.
مګر دومره ول، چې خدای تاته خیر او برکت درکړي، ما هغه ته سلام ورکړو او ور زیاته مې کړه چې ما هم په خپلو دعاوو کې یاد وساتي جګ شوم.
مګر یوه حیرانتیا لا پاتې وه.
ځوان له شانه پر ما غږ وکړ او ويي ویل، د ځوان سترګې لا هم ډکې وې او ښکته يي کتل ویل يي چې ته پوهیږئ کله چې زه په دې ویجاړ جومات کې لمونځ کووم نو ولې زه دعا غوښتی شم؟
ما هغه ته وکتل چې ترڅو خپله خبره پوره کړي.
هغه خپله خبره سره وغځوله او ويي ویل چې به دعا غواړم چې
“ای زما خدایه، ای د ټولو کایناتو مالکه! که ته فکر کوئ چې ما ستا ذکر وکړ، ستا قران کریم مې تلاوت کړ او ستا د بندګی په خاطر مې د دې ویجاړ او وحشت ځپلي جومات لیدنه هم وکړه نو د دې په بدل کې زما د پلار د ویجاړ او وحشت ځپلي قبر لیدنه هم راباندې پیرزو کړه، ځکه ته بخښونکی او مهربان يي”.
ما ته ځان بې چاره او کمزوری ښکاره شو او ځان مې تکیه نشو کړای او په چیغو چیغو مې وژل.