تاند- د امریکا د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي وايي چې په افغانستان کې جګړه لا هم تر ډېره په ولاړ حالت کې اتلسم کال ته داخلېږي.
برید جنرال مکینزي، چې په منځني ختنیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوی، دا خبره نن /سې شنبه/ د سنا جرګې د وسله والو خدماتو په کمېټې کې د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
«باور لرم چې پوځي عملیاتي وضعیت تر ډېره په ولاړ حالت کې دی.»
ده په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره د نوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټاکل کېدو په خاطر په محتاط ډول خوشبیني څرګنده کړه.
بریدجنرال مکینزي امریکايي سناتورانو ته د زلمي خلیلزاد هلوځلو ته په اشارې وویل«په یو ډول پخلاینه او له سیاسي لارې د ستونزې پای ته رسول یو نوی عنصر دی چې موږ تر دې مخکې نه درلود….»
مکینزي وویل چې د افغانستان په پوځي ستراتیژۍ کې لوی بدلون دا دی چې جګړه افغان امنیتي ځواکونه په خپله کوي، امریکا او ايتلاف یې ملاتړ کوي او دا پر طالبانو د فشار د جاري ساتلو لپاره مهم دي.
جنرال مکینزي وویل چې د دې معنا دا نه ده چې امریکايي پوځیان به زیان نه ویني، تراوسه پورې سږ کال ۱۳ امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.