هغه ورځ مې دنن په څیر یاده ده : په اوم کا ل کې مې نوې پښه ایښې وه، یوه ورځ کله چې ډوډۍ خلا صه او دسترخوان ټول شو پلار مې په کراره مور ته کړل :
ـ دې هلک ته پا کې جا مې ور واغونده .
مور مې د پاکو جا مو په آوریدو حیران پلار ته وکتل او په خوشحالۍ یی وپو ښت :
ـ کومې ښادۍ ته ځئ که څنګه؟
ـ نه هلک عکا س ته ورولم چې عکس یی وکاږی .
مور مې پلار ته ځیر او ځا ی په ځای ودریده .
ـ عکس ! د څه له پاره ؟
سبا تذکره ورته اخلم او بل سبا یی مکتب کې اچوم .
مور مې په بيړه راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:
ـ ښه شکر دی چې دی راته دمکتب شو .
زه په دغه ورځ له خوشحالۍ نه په جا مو کې نه ځا یدم . ما ددې تر مخه په خپلو با نک نوټونو کې د خپل پا چا له عکس پرته د بل چا عکس چیرې نه و لیدلی . له دې کبله د خپل عکس ویستلو ته دومره غره وم لکه زه چې دی هم د هیواد د پا چا زوی اوسم . هغه ورځ مې هیڅ نه هیریږی ددې لپاره چې عکس مې نیمګړی او بدرنګ رانشی عکاس څو مره سپارښتنې وی چې و يې نه کړې :
ـ سترګې پورته ونیسه !
ـ سده وګوره !
ـ سترګې ونښوروې !
لږه شیبه وروسته یی د عکاسۍ په صندوق پورې ځوړند لستوڼي ته لاس ورننویست او په بیړه ېې څلور عکسونه ترې راوویستل . ما چې لومړي ځل خپل عکس ولید د خوښۍ ګرمي مې په وجود کې غزونې وکړې .پلار مې له دغو څلورو عکسونو دوه عکسونه دتذکرې له پاره بیل او دوه پا تې ېې ما ته راکړل . ما هغه لکه یو تعویذ له ځانه سره وسا تل . سبا چې جوما ت ته د سپارې د لوست لپاره لاړم نو مې د جوما ت نورو ما شومانو ته هم خپل عکس په غرور وروښود ، زما د جومات ملګرو هر یو زما په څیر د عکس لیدلو ته ګوته په غا ښ شول خو زموږ د جوما ت د ملا ټنډه تروه شوه :
ـ جو ما ت ته نور دا رانه وړې !
زه ربغړی خو بې ځوابه پا تې نشوم.
عکس ګنا ه ده؟!
د ملا صيب ټنډه يودم وغوړېده:
ـ هو بچو هر عکس روح غواړی او روح یوازی ژوندی شیا ن لری.
ـ خو زما پلار وایی چې څوک تذکره اخلی او مکتب ته ځې عکس ورته ضرور دئ.
ـ هو نن سبا بې عکسه هیڅ سند نه جوړیږی خو ګنا ه ګنا ه ده .
بیا یی غلی شان کړل :
ددې ګنا ه له کبله خو مې زوی ته نه تذکره واخیسته او نه یی په مکتب کې ستا په شان اچوم .
بیا یی نورو هلکانو ته کړل :
ـ قبر د هر سړی خپل دی خو چې تا سو دلته کله عکس را نه وړئ .
بیا یی ما ته مخ راواړوه .
ـ ځه ته اوس لاړ شه عکس دې کور کې خوندی کړه .
ما ته ېې لاندې با ندې را وکتل او ویی ویل:
د خدای کور ته به يواځې له سيپارې سره راځې!
زه د جوما ت د ملا په آمر ژر له ځا یه را پا څیدم او په کور کې مې پلار ته ټوله کیسه تیره کړه .پلار مې دستي له خندا شین شو:
ـ خدای دی دوی ته انصا ف ورکړی ،څومره ساده ګا ن دی له دین پرته له نورې دنیا په هیڅ نه دی خبر.
زه که څه هم کوچنی وم خو دپلار له خبرې پوه شوم چې عکس ګنا ه نه ده او هرومرو ضروری شی دی او که داسې نه ده نو بیا ولی زموږ د پا چا عکسونه زموږ په با نګ نو ټونو کې دې
د ښونځي په لومړی ،دوهم او دریم ټولګیو کې هم زما د درسی کتا بونو په ډیرو پا ڼو کې بلا ډیر تصویرونه وو خو ګرد د طبیعت اویا هم د ځناورو او که به کوم یو د انسان تصویر په کومه پا ڼه کې را غلی وو هغه به هم واقعی وجود نه درلود تش په لاس کښل شوی انځور به و. له څلورم ټولګی وروسته زموږ په درسی مضا مینو کې په لیک لوست او حساب برسیره نور مضا مین هم ورزیا ت شول . ددوی په منځ کې تاریخ چې نه یوازې پخوانۍ خوږې او ترخې کیسې ېې روایتولې بلکې پخپلو پا ڼو کې یې د ګڼو پا چا هانو او ملی اتلانو ګڼ عکسونه او انځورونه هم را نغاړل.
کله چې شپږم ټولګي ته لاړم له کلی ښار ته را کډه شوو .په ښار کې چې ډیرو کورونو ته لاړم خورا ډیرو کسانو نه یوازې زما په څیر کوچنی عکسونه له ځا نه سره سا تل ،ډیرو یی په په لویو او وړو چوکا تونو کې خپل او د خپلو نږدې کسانو لکه پلار ، ورور … عکسونه هم د خپلو کورونو په خونو کې را ځوړندکړی وو. زه چې څومره رالویدم او کلونه او ښتل په رنګار رنګ ځا یونو او وختونو کې د رنګارنګ کسا نو د عکسونو او دهغوی له اهمیت سره بلدیدم لکه : په جشنونو کې د ملی مشرانو او اتلانو عکسونه
په ورځپاڼو او مجلو کې د لویو لیکوالو ،سندرغاړو ،سپورتمینانو…………عکسونه .
چې څومره عمر ټو پونه وهل زه نور هم د عکسونو اهمیت او ارزښت ته ځیریدم او نه یوازی مې په کورنو کې د اشنا کسانو او نورو ځا یونو کې د پا چها نو ،اتلانو او وتلو څیرو عکسونو ته پام را اوښت بلکې په دې مې هم تل سوچ کاوه چې خلک څنګه پخپلو کورنو او دوکانونوکې په خپلو عکسونو برسیره اوس د نورو ملکونو د مذهبی او سیا سی لیډرانو عکسونه هم را ځوړندوی .
د نورو ملکونو د وتلو مشرانو او وتلو څیرودعکسونو شو قیانو نه یوازې ددوی عکسونه په خپلو کورنو او دوکا نونو کې را ځوړندول بلکې ددوی د مفکورو د لوستلو او خپرولو شوق یی هم کاوه او د ښوونځي او پو هنځی له کتا بونو نه به یی ددوی کتا بونه ډیر لوستل . ځنې و ختونه خو به په دې عکسونو او کتا بونو ددوی تر منځ لوې شخړی هم را غلې چې ګڼ سرونه به ما ت او ډیر ګریوانونه به څیرې شول . داسې یو وخت هم را غئ چې په دغو عکسونو د شخړو او دعو و سر به قضا او محکمو ته هم لاړ او ځنې به دځنو عکسونو په تور او ګنا ه د زندان تورو کوټو ته هم وردننه شول. خو یو وخت داسې هم راغئ چې دغو ډیرو کورنیو او بهرنیو خپلو او پردیو عکسونو د هر چا زړه وواهه او ګرد خلک له یوه سره د عکسونو له ویستلو او راځوړندولو زړه توری او دعکسونو شوق د ورځې له موده بیخی ولوید او چې هر کور ته به لاړې زموږ د ملا په څیر به دی له هر چا واوریدل :
عکسونه ګنا ه لري او په کوم ځای کې چې عکسونه وی هلته لمونځ ناروا دئ .
دې مفکورې زموږ په عکا سا نو هم خپل اغیز وکړ او ټولو د یوې مخې دا کسب پریښود او دوکا نونه یی کلونه کلونه وتړل.
دا دی له کلونو کلونو وروسته اوس بیا د عکسونو دوران را غلی دئ . اوس نه یوازې په هرکور ،کلی او ښار کې په زرګونو لوی او واړه عکسونه پورته او ښکته کیږی بلکې د لویو او وړو لاریو په ښیښو هم هره ورځ ګڼ عکسونه بدلیږی را بدلیږی اوددغو موټرو د سپرلیو ډیرښت او کمښت هم له دغو عکسونو سره نیغ تړلی دی .زه چې اوس مې د عمر لویه برخه خوړلې او په سر او ږیره کې مې تور ویښتان نه تر سترګو کیږی هم وخت نا وخت پخپل موټر د ګڼو کسا نو لوی او واړه عکسونه نښلوم را نښلوم او ددغو عکسونو له برکته مې مزدوری له پخوا ډیره ښه شوې ده .
زه لکه نور ډرایوران د عکسونو په انتخاب کې په خپل زړه پسې نه یم روان زما انتخاب زما د سپرلیو پورې تړلی دئ . چې کله د ښار په جنوب کې سپرلۍ وړم راوړم د موټر په شاته او مخکې ښیښه د هغه عکس نښلوم چې لوی پکول یی کوږ په سر ایښی او بلا ډیر سر سپارلی دښمنان او پلویان لری او کله چې په جنوب کې سپرلۍ وړم راوړم د هغه عکس مې په ښیښو مښتی پریږدم چې توره لونګۍ یی په سراو اوږده ږیره یی تر نا مه رارسیږی او کله مې چې مزدوری په مرکز کې شی د هغه عکس د موټر له جا بې را باسم چې ږیره یی خرییلی او نیکټا یی یی تړلی ده . دا ولې ؟ دا ځکه چې دلته هر کوڅه ،سیمه او محل خپل ،خپل اتلان او پلویا ن لری او موږ ډریوران با ید د هرې سیمې د اوسیدونکود خوښۍ عکس په مو ټر ومښلو او که داسې ونکړو ګرانه ده چې ټکسی ته دې پوره سپرلۍ ومومو. اوس زموږ د کار وبار برخلیک په دغو عکسونو پورې تړلی دئ او دا عکسونه دی چې زموږ د ژوند په ټولو برخو یی سیوری پروت دئ .
د عکسونو بازار اوس یوازې زموږ د هیواد په مرکز کې نه دی ګرم د ګردو ښارونو او کلیو او با نډو دیوالونه د رنګا رنګه مړو او ژوندیو اتلانو او انسا نانو په عکسونو او انځورونو ډک دي او زما په څیر د نورو ښارونو او کلیو د اوسیدونکو کارو بار هم ددغو رنګارنګه اتلانو د انځورونو سره تړلی دی.
څو ورځې وړاندې مې د ټکسي لوری بدل او د مرکز په ځای مې ولایتونو ته مخه کړه خو په ولایتونو کې د وړ او حسابی اتل غوراوی ټکنی کړم ،له دې امله مې یو بل فکر په سر کې راوټوکید :
راځه دا ځل د خپل پلار عکس د موټر په ښیښو را وځړوه وګوره چې څه کیږی !
له دې فکره وروسته مې سمدستي د پلار عکس لوی او د موټر په شا تنۍ برخه را وځړاوه .
دا دئ دا څو ورځې دی چې سپرلۍ وړم را وړم . هر کس دمخه تر دې چې په ما او زما په موټر سترګې ومښلوی لومړی په موټر سلیښ عکس له نظره تیر وی او بیا له ما سره بیه فیصله کوی . تیره ورځ نا ببره یو کس چې مونډۍ ږیره ،پکول په سر خو دریشی یی په غاړه وه لاس راکړ.ما هم دستي موټر ودراوه .
ـ وروه کولی شی دربس مې بوځئ ؟
ما له خوشحالئ ټوپ وهل:
ـولې نه
هغه پرته له دې چې د کرایی پو ښتنه وکړی او بیه معلومه کړی موټر ته دستی را وخوت. چې څو مې بیې ته ځا ن جوړاوه ده وار دمخه کړ په خندا یی وویل:
ـ د پیسو غم مه کوه څه چې دې نرخ وی زیا تې درکوم او کمې نه .
له دی وروسته سمدلاسه زما دپلار عکس ته ښه په غور ځیر شو او چې ښه په غور یی له نظره تیر کړ ما ته یی مخ راواړاوه :
ـ دا دچا عکس دئ ؟
که ده دا خبره په موسکا نه وای کړی ښا یی بیریدلی وای ځکه پرته له هر ډول ویرې او اندیښنې مې ځواب ورکړ.
ـ دا زما پلار دئ
ـ ستا پلار !
ـبلې زما پلار
ـ څومره نورانی سړی دئ !
ما هم پرته له هر ډول فکر او سوچه په غرور ورغبرګه کړه .
زما پلار عادي انسا ن نه دئ !
هغه په دې خبره لکه جټکه چې وخوري په چوکۍ کې رانیغ شو :
ـ هغه څه کاره دئ ؟
ـ هغه اوس په کور او سپین ږیری دئ خو پخپل وخت کې لوی او مشهور سړی وو.
زه پوهیدم چې دروغ وایم خو راسره نا ست کس ته مې په خپلو حرکا تو دا احساس نه ورکاوه چې زه دې تشې با ټې ولم او په زړورتیا مې د پلار تعریف او تمجید کاوه . زه اوس په درواغو نه شرمیدم ځکه درواغ او تیر ایستنه اوس یو مود ګرځیدلی واو کله چې ددرواغو زما نه وی د ریښتیا سکه نا چله وي . له ما سره نا سته سپرلۍ ما ته ځیر او غوږ غوږ وو ،له خوشحالۍ وغوړید:
ـ په خپل وخت کې چې لوی سړی واوس به هم د خلکو منځ کې د ښه مقام څښتن وی.
زه نور هم په غورو را غلم :
ـ پلار مې ستر جنرال تیر شوی او وروسته له تقا عده اولسی مشر وو .
دی زما د پلار په داسې ستا ینو نور هم وغوړید:
دا دویاړ خبره ده چې دداسې یو چا زوی یا ست ، او زه خوشحاله یم چی له تا سو سره د پیژندنې ویاړ لرم.
ما چې په با ټو راغلی وم په غرور ورغبرګه کړه:
ـ مننه مهربا نه یا ست.
ـ کولی شم دده د لیدلو ویاړ را په برخه کړئ ؟زه خو په دغو اتلانو پسې سرګردان ګرځم .
دده دا شان تما یل او غوښتنې په فکر کې واچولم خو پرته له دې چې دده دنده او له پیژندنې ېې موخه معلومه کړم ځواب مې ورکړ:
ـ ولې نه
ته به زما دې غوښتنې حیران کړی یی خو موږ داسې مشرانو ته اړیو ،
بيا ېې خبره وغزوله :
ـ مشران دډیر درناوی وړ دی. خدای دی ددوی سیوری زموږ له سره نه کموی.
د هغه په پلوۍ مې وویل :
ـ خا مخا مشران خو زموږ دهیواد ستنې دي .
بیا یی ځا ن داسې را وپیژاند:
ـ زه دیوه نوی جوړیدونکی ګوند د تشکیلاتو مسوول یم .یوه اونۍ وروسته مو دګوند د بنسټ کنګره ده . د ګوند له پاره د غړو په پیدا پسې هر چیرې ځو را ځو.
ما په خندا په خبرو کې ورټوپ کړ:
ـزما پلار خو سپین ږیری دی.
ـزموږ همداسې سپین ږیری په کار دی ، موږ غواړو هغه زموږ د ګوند د مشرانو د جرګې غړی وی .
په خبرو کې ورولویدم :
غواړئ دمرکزی کمیټې غړی یی کړئ ؟
ـ کیدای شي د ګوند افتخاری مشر شي .
اوس چې زه په پوره با ټو راغلی وم او دپلار په ستا ینو نه مړیدم ګرده لار مې بحث تود وسا ته او له پلار مې بې مثا له اتل جوړ کړ . له اوږده مزله وروسته مې سپرلۍ رخصت او ددوی سره مې دپلار دلیدو نیټه هم وټا کله.
کله چې کور ته را غلم پرته له دې چې پلار ته ریښتنی کیسه تیره کړم په راسبا مې پلار ښار ته راوست او خورا فیشنی دریشی ، نیکټا یی او بوټان مې ورته را ونیول . پلار مې دې نه اټکلیدونکی لورینې او اخیستنې حیران دریا ن کړ ،غلی شان یی وپو ښتلم :
ـ خیریت خو به وی چیرته خارج ته مې بیا یی که څه ؟
ما ته خندا راغله :
ـله خارجه دې هم ښه ځای ته بیا یم
هغه هک پک شو:
ـ چیرې؟
ـ څو ورځې وروسته یو نوی ګوند جوړیږی .
ـ ګوند!
ـ هو ګوند
ـ زه کله پخوا په ګوند کې وم ، په دې سپینه ږیره مې ولې د ګنا ه پیټې غاړې ته را چوې .
ما دهغه په تیرایستلو او لاسینې شروع وکړه:
ـ بس پلاره یوه ورځ ده تیره به شي . هلته خبرې مه کوه یواځې په سمبولیک ډول د نورو مشرانو تر څنګ په ټا کلی ځای کښینه ، ما ستا ډیر صفتونه کړی ،ته مې دوخت لوی جنرال او قومي مشر معرفی کړی یی .
پلار مې زما ا حمقا نو خبرو ته ګوته په غا ښ شو :
ـدا څه ګډې وډې وایی!؟
ـ ګډې وډې نه وایم بل سبا به درپسې د موټرو لویه لیکه راشی او نیغ به دې هما غه ځای ته یوسي.
پلار مې چې زما لیونیو حرکا تو او خبرو ته سوچ وړی و نه پو هیده ما څنګه ځواب کړی ژر یی زړه تنګ او ځواب راکړ:
مه په ځا ن پورې خلک خندوه او مه په ما پورې .
دا ځل مې بې واکه له خولې ووتل :
ـپلاره پوهیږم په دې دوی هم پو هیږی خو نن د تیر ایستلو زما نه ده او بری د هغو په برخه دی چې د تیر ایستلو په چاره کې څومره ما هر دی.
خو پلار مې چې له ما د نن زما نې سره لا ښه بلد وپه کراره ځواب را کړ:
ـ خو د یو بل د غولولو په زمانه کې غولونکی نه یوازې خپل ظا هر بدلوی بلکې هغه با ید خپل با طن هم بدل کړی.
زه چې پوه شوم د پلار په وړاندې د یوې اخلا قی ننګونې په در شل کې یم د پلار د قا نع کیدو لپاره مې په خندا پلار ته وویل:
ـ پلاره دا هسې یوه ټوکه ده .زه هیڅکله نه غواړم چې ستا سو ضمیر ته وړه صدمه هم ور سیږي.
پلار مې چې نور زما بې ځا یه ټینګار ستړی او دوه پوزو ته را وستی وو بلاخره زما غوښتنې ته غاړه کیښوده :
ـ چې نه مې پریږدې سمه ده ، خو دادی با ید وروستۍ ټوکه وي زه به مې نن ظا هر ستا لپاره بدل کړم خو دا واوره چې زه مې خپل با طن د پا چا د تخت لپاره هم نه بدلوم .
زه نه پو هیږم څنګه دده وروستۍ جملې د خپل اغیز لاندې را وستلم .دداسې پلار غرور او تقوا په سترګو کې او ښکې را جاری کړې ،بې واکه مې په غیږ کې ونیو او پښو ته ېې ولویدم او لاسونه مې په څو وارې ور مچ کړل.
څو ورڅې وروسته هغه غوښتنه په حقیفت وا وښتله ما ته تیلیفون را غئ چې د نوی جوړیدونکی ګوند مشران د څو موټرو په بدرګه زموږ کور ته راروان دي .زه له خوشحالۍ وغوړیدم او دستی له کوره دبا ندې لاس په نا مه ودریدم چې د میلمنو هرکلی وکړم او پلار مې د کور په لویه خونه کې دریشي کړی آرام پریښود .
له لږې شیبې وروسته د موټرو لویه لیکه زموږ د کور مخې ته ودریده او ګڼ کسان ترې را کیوتل چې زماد پلار لیدل یی په نصیب او له ځا نه سره یی نیغ ګوندي ګنګرې ته بوزي خو ددوی لومړی کس ته مې لا غاړه نه وه ورکړې چې له کوره دژړا او انګولا آوازونو ټوله کوڅه په سر واخیسته .نا ببره مې کوچنی وراره له کوره راووت او خبر یی راکړ چې د پلار مې زړه ودرید او سا ه یی ورکړه.
زه د خفګان د ستر بار لاندې په منډه کور ته ننوتم او د کورنۍ دنورو غړو په څیر مې د ویر چیغې سورې کړې او چې څنګه مې لږ زړه تش دستی بیرته راووتم چې له را غلو میلمنو سره خپل غم شریک کړم خو چې څنګه را ووتم نه هغه میلمانه وول او نه هغه د موټرو لویه لیکه . یوازینی شی چې ټوله کوڅه یی په سر اخیستې وه هغه زما د پلار روغ او شلیدلی عکسونه وو چې د ګڼو کورنو مخې ته په ټوله کوڅه کې باد رپول .
لندن ـانګلیند
د ۲۰۱۳ میلادی کال د مارچ ۳۰
د شپې یولس بجې