د کوژدې یا واده د نوم په اوریدلو سره د یو ځوان او یا ځوانې په ذهن کې د نوي ژوند د پیل تصور او خیال پیدا کیږي په شونډو یې خوښي خپریږي د امیدونو په ټال لاهو شي. واده د ژوند نوی پړاو دی چې یو انسان نر او ښځه د ژوند یو بل باب پیلوي، دا پیل باید له مینې پیل شي تر څو چې د ژوند شیبې په خوښۍ او سوکالۍ تیرې شي.
هغه ژوند چې د هر انسان حق دی او باید ورکړل شي خو ډیری یې له د خوشالیو بې برخې شوي او یا هم له دوی څخه دغه انتخاب په جبر د اجتماعي ستونزو له امله یا هم په غلطي کې اخیستل شوی دی. د افغنستان اکثریت خلک چې د اسلام مبارک دین ادیان دي او د اسلام مبارک دین دواړو خواوو جینۍ او هلک ته د میړه او ښځې د انتخاب حق ورکړی دی خیال نه دی ساتل شوی. د ښځې او د میړه انتخاب یوازې پښتني ټولنه کې نه بلکې په ډیرو نورو ټولنو کې هم موجود دی. د هیواد د ننه په نورو اقلیتونو کې هم ورته ستونزې موجودې دي چې زیاتره وخت د هیواد له ګوټ، ګوټ څخه په راپورونو کې د ناخوالو او تشدد خبرونه ورکول کیږي.

په پښتني ټولنو کې د انتخاب سربیره د ولور ستونزه یوه بله ستونزه ده چې له امله یې زیاتره ځوانان او ځوانانې له اتلس کلنۍ پورته واده کیږي خو برعکس هغه خلک چې متوسط یا ښه اقصاد لري وینو چې په کم عمرۍ کې نجونې لویو سړیو ته او یا کم عمره نجونې کم عمره هلکانو ته ودیږي. تر ټولو یو بد دود چې زیاترو سیمو کې لا هم پاتې دی په ماشومتوب کې د نجونو په نوم کول دي چې په پایله کې د ځوانۍ مرحلې ته د ځوان رسیدلو په وخت کې لویې ستونزې پیدا کولی شي.
زما په فکر د نړۍ هیڅ مور او پلار به دا خوښه نه کړي چې زوی یا لور یې بد ژوند ولري خو ځینې دا ډول ناخوالې په یو دود بدلې شوې دي او ټول ورته په احترام قایل دي چې په پایله کې دا ښکلی او د سترګو د رپ ژوند له ډول، ډول ستونرو سره مخ کړي.
د ناوړو دودونوله مینځه وړل د افغاننستان په ډول یوه وروسته پاتې ټولنه کې کوم اسانه کار نه دی خو دا هم باید ووایو که حوصله له لاسه ورنکړل شي د هر ډول بد دود له مینځه وړل مبارزه او وخت ته ضرورت لري.
له واده کولو څخه باید یوازې جنسي تنده هدف ونه ګرځول شي. ښځه د میړه لپاره د ژوند تر ټولو نزدې کس وي د ژوند هره خوږه او ترخه له هغې سره شریکه کیږي د عمر زیاته برخه له هغې سره تیریږي د اولادونو د روزنې لومړۍ ښوونکې هغه انتخاب یعنې میرمن ده چې په مور بدلیږي او بیا د ژوند یو بل باب پرانیستل کیږي چې هغه د مسولیتونو بار دی.
په دا ډول دودونو کې کله کله دا انډول بیخي برعکس مخکې ځي مثلا یوه روڼ اندې یا هغه نجونې چې زده کړې لري د کورنۍ لخوا داسې یو چا ته ورکول کیږي چې یا ورسره کورنۍ رشته لري یا هم ښه اقتصاد لري یو بې سواده ځوان ته د ټول عمر لپاره کینول کيږي او یو ځوان چې لوړې زده کړې لري روڼ اند لري له داسې یوې جینۍ سره د ژوند نوي باب ته داخلیږي چې د دواړو مفکوره او خواهشات د یوې دایرې د درجې په څیر توپیر لري چې د اولادونو له پیدا کیدو وروسته د دواړو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
د افغانستان په څیر داسې یوه ټولنه کې چې پیچلي دودونه پکې له کلونو راهیسې رواج دي او خلک ورته قایل دي ستونزمنه ده چې بدلون ومومي خو که ځوانان وغواړي کولی شي چې دا ډول دودونه مات کړي او خپل مشران د دا ډول دودونو په زیان وپوهوي او قناعت ورکړي چې دوی د یو مثبت بدلون غوښتونکي دي چې د ټولو په خیر دی تر څو هغه ورکې خوښۍ بیرته لاس ته راوړي کوم چې زموږ په واک کې راکړل شوې دي خو موږ په لوی لاس ترې ځان بې برخې کړی دی.